آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

برګه غوا

 

 ما خوله ډېره کوچنېوالی نه دکلی د لویانواو کوچنېانو نه دیوی غوا او دهغی دپاره د دری تنو نوکرانو کېسی اوهنګامی اوریدلی وی. کله مې هسی سوچونه کول چې څنګه داسی کېدای شی،خوڅه موده وروسته داسی را پېښه شوه چې دسرکاتب صیب د کوچنې ځوی سره هم ټولګی شوم.څنګه چې زما سره ددوی دغوا په هکله د ډېرپخوانه سوچونه  په زړه کې و.نو د واره مې د سرکاتب صیب د ځوی نه وپوښتل،خو په خواشنۍ سره چې هغه ته دا خبره دومره په زړه پوری ونه برېښېده،نو ځکه چې هغه په دی هکله خبرهم نه درلود،مګرزما د ډېرټینګارله امله یې راته هوکړه وکړه چې بله ورځ به په دی هکله راته یوڅه ووایې.صبا خو زه د نورو ټولو ورځو د مخه ښوونځی ته راغلی وم اودزړه دمېنی ورته سترګې په لار وم چې کله به هغه راځی.له بده مرغه هغه دوه که دری ورځی ښوونځی ته رانغلو.کله چې بله ورځ راښکاره شو نوما د واره تری وپوښتل،مګر د هغه بیخی دپامه وتلی و.دبلی ورځی د پاره مې خورا ټېنګارپری وکړاودکېڼ لاس تریوی ګوتی مې تار ورتاوکړ،ترڅوچې یې زما غوښتنه هرومروپه پام کې وی،او همداسی هم شوه. کله چې سهارهغه ښوونځی ته راته بیا هم زه ورته په مخکې ولاړوم او دزړه له کومی،مې څاره ترڅوچې راغی.کله چې یې  سترکی د ورایه پرما ولګېدی دی هم دخندانه شېن و،او د ته هم د خپلی غوا په هکله  کړی کېسه ډېره په زړه پوری وه.نوځکه یې د واره راته وویل چې«دا کېسه ډېره په زړه پوری او اوږده ده ،ممکن نن خلاصه نه شې»په همدی شېبه کې د ښوونځی د اوسپنی کړی وټنګول شوه هغه بېړه لرله چې ټولګې ته ولاړشې مګرماته کېسه په زړه پوری وه اوهمدا اوس مې غوښتل چې ژر یې واورم.خوهغه ټینګار وکړچې اوس به ټولګې ته ولاړ شواوپه تفریح کې به کېسه سره وکړو. موږدواړه ټولګې ته ننوتو ښوونکې چې لوست پیل کړی وزما هیڅ ورته پام نه و،او هسی دبرګی غوا د نکل د اورېدو په   سوچونوکې ورک وم اودغه شېبی پرما لکه کال تېریدی اوددی ارمانې وم چې کله به د اوسپنی کړی ټنګول کېږی. څو شېبی  وروسته کړی وټنګول شوه ،زه دومره خوشاله شوم چې یوازی زه او هغه سره پوهېدو.موږ ډېرژرد یوی ونی سیوری ته شو اوهغه کېسه داسی پیل کړه«ډېرپخوا نیکه په بدخشان کې سرکاتب و،په هغه زمانه کې یې یوه غوا هلته په ۱۲۰ روپیو رانیولی وه.دکلونو په تېریدوسره یې اوسنې غوا دوه ویشتمه اوکه دری ویشتمه خوسی ده.همدا ډول ولاکه زه هم پوهېږم چې ولی هغی غوا او بیا راوروسته تری دا نوروټولو یوازی ښځی خوسۍ زیږولی ،وایې چې د پیواندازه یې هم سره دومره توپېرنه درلوده  اوټولی سره برګی وی.بله دا چې رښتیا ده چې دری تنوبه ددغو غواوو پالنه اوساتنه کوله.کچکول به واښه،اوبه اوپروړه ورته تیارولی، کوتری خوارکۍ به لوشلی اودغړکی،شدو،شړومبواوغوړوچاری یې ترسره کولی.او مېرګل خو لا دغواد غولانزی د کته او پورته کولونه ،نه خلاصیدو.کله چې به غواوی مخ په لنګېدو وی.دا ځکه چې یومېزاویا داسی یوبل برابرشانته شی با ید تل د غواغولانزی لاندی ا ېښول شوای وای.د مازیګرله خوابه زموږپه باغ کې هسی ګڼه ګوڼه وه،ځکه چې دچا سره به کدو دچاسره منګوټی اودچا سره لګن په لاس به دشړومبود پاره راتلل اوپه دی هکله هیڅ ستونزه نه وه.کله کله به ځنود شدواوکوچوغوښتنه هم کوله ،خوهرڅه چې کوتری غوښتل دهغی کارو.هغه زموږد کورډېره پخونۍ نوکره وه اوډېرواک یې هم درلود.ډېره په زړه پوری خو داده چې ان د همغی زمانی نه بیا ترننه پوری د بدخشان د خلکوسره زموږاړیکې دومره نږدی دی چې داسی ورځی لږ پېښیدی چی زموږپه هوجره کې دی بدخشی مېلمانه،نه وای.اوهربدخشی چې راته د روغبړلومړنۍ تپوس به یې همدا و چې برګه غوا څنګه ده؟ ښی شدی کوی؟ هو همداسی پوښتنی…. دثور، جوزا اوسرطان په میاشتو کې خو به د ډله ایزومېلمنو کوربه و.دا ځکه چې دغه موسم د شولود نیال وخت دی او د بدخشان اوسیدونکی په ډله ایزه توګه ددغه کاردپاره راځی ،خوترڅوچې یې کارموندلی نه وی د برګی غوا ددوستی د اړیکو  له امله زموږ په هوجره کې پراته وی. داځکه چې یو خو زما نېکه په بدخشان کې دنده  لرله اوتر ټولونه لوړ برګه غوا زموږ او د هغوی تر منځ ښه ددوستی او خپلولی وسېله او رابطه وه. په وروستیو کې نېکه نورسپېن ږېری شوی و،سترګو یې هم سم کارنه کاوه او د همسا په زور کته پورته کېده.کله کله به یې موږ هم هسی تره ټلو،په دی ورځ نېکه هسی نور هم خواشنی و چې له بده مرغه دوه ډلی غبرګ نیالګرمېلمانه راغلل،کورکې  د پخوا په شان د مېلمنو پا لنه وشوه مګرنېکه هسی د ځانه سره غورېده اوځمکې ځای نه ورکاوه.صبا سهاروختی کله چې نېکه د جومات نه راستنیدو،هوجری ته راښکاره شو او د واره یې لالا ته غږ کړ« امېن جانه ځویه! هغه غوا د خوسۍ سره     همدا اوس دلته راوله».په ریښتیا چې زموږپه کور کې د نېکه حکم د هغه په ټول ژوند کې نه ګرزیدونکی و. لالا غوا اوخوسۍ راوستی ،نېکه له جوماته د ځان سره قصاب هم راوستی و.مګرموږ  یولا هم خبرنه وو او نه پوهیدوچې نېکه څه کوی.هغه شیبی وروسته ټولوبدخشیومېلمنوته غږ کړاو داسی یې وویل« والکو راشئ او وګورئ دا وی ستا سو هغه وروستی غوا اوخوسۍ چې همدا اوس ستاسوټولو تر مخه حلالی شوی ،غوښی به یې هم وخورئ اوکه بدخشان ته یې د ځانه سره وړئ هم مو خوښه ،خوپه یو څه باید ښه پوه شئ چې نورمو دبرګو غواوو له امله خپلوی ، دوستی اوپوښتنی خلاصی شوی.اوخپلو نوروبدخشیووطنوالوته هم دغه پیغام ورسوئ که نور دی لورته راځئ ستا سو خوښه،په دواړو سترګو راشئ مګرد غوا او شدو پوښتنه اوخپلولې نوره نه شته».