آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

عشر

 

دا کال چې ،جهادی قوماندانانوزموږد سېمی په کلی اوبانډو کې حکومت کاوه.مګرددغی سېمی باتورو او په وطن مینوخلکو چې دوطن دازادی ملا یې تړلی،او ځنی وختونه به يې دروسی یرغلګروپرمرچلولکه د زمروشانته برېدونه کول، ددغو جنګونو له امله او له بل پلوه دډېروبارانونواوسېلابونوله وجی زموږ کروندی ستونزمنی شوی اود شولود نېالولووخت هم یوڅه تېرشو.ولی بیا هم موږ کاکا جوره بای ته سترګې په لارو،خوهغه رانغی.زموږد ډېرتمېدو وجه هم دا وه چې سږکال جوره بای کاکا یو څه پیسی د مخه اخیستی وی ،نو ځکه باید  هرومروراغلی وای.او موږ هم د پخوا په شان دغه کار بل چا ته نه شو ورکولی ځکه چې ژبه مو کړی وه.لنډه دا چې کښتونه نیمګړی اوڅه لا ونه شول.څه کم دوه مېاشتی لا نه وی تیری شوی چې د جوره بای دډلی یوتن چې امېربیک نومیده کلی کې راښکاره شو.هغه د    شپی دپاره دخدای بښلی باغوان باشې صیب هوجری ته ولاړ  ،دماښام د لمانځه نه وروسته کلیوال ټول همالته تری راتاو شول د یو څه بنډاراوخبرو وروسته ازادخان کاکا غږ کړ ،« راځی چې اصلی خبری ته راشو،امېربیکه ولی داسی؟». هو،امېربیک چې خورا بېری اخیستی و،خپلی خبری داسی پیل کړی.«چې راتلم ومې لیدل چې ستاسوډېری ځمکې زموږد نه راتګ له امله شنډی پاتی شوی دی.موږ وبښی.هېله کوم،زموږګناه نه ده.پرظالمانو واوښتو.هلته سړیتوب،انسانې عواطف،مسلمانې اوافغانیت لکه چې په پردو پلورل شوی او پر ځای یې وحشت،لوټماری،وژنی اواخلاقی فساد جال غړولی ول.زه ځکه راغلم چې هغه دېین ادا کړم کوم چې مې د جوره بای کاکا د ژوند په ورستیوشېبو کې هغه سره هوډ کړی و.» هو،که ریښتیا ووایم موږ ټول هسی سره هک پک شولوچې څه پیښ شوی دی. ولی د کاکا جوره بای د ژوند وروستی شېبی؟د هره خوا پری غږ شو ژر ووایه څه پیښ شوی؟. « موږ دنوروکلونو په شان د وخت سره سم راغلود تالقانواوبنګې پله ترمنځ موشپه په یوه سموار کې شوه. نېمه شپه پرسړی خوړونکو اووحشت واوښتو.وسلوال ځناورراغلل ،عشر،ذکات یې غوښت،مګرموږ خولا دلاری کرایه هم پوره نه درلوده،ذکات او عشرخو لاپرېږده ویې لټو هیڅ یې ونه مېندل.ډېریې ووهلو.هیڅ یې نه اوریدل اویا داچې په خبرونه پوهیدل کنه خو افغانان اودهمدی سیمی ول.بیا یې لکه    پسونه مخی ته کړو،څوګړی مومزل  وواهه ترڅوچې یې د خپل ځایې قوماندان قرارګاه راورسولو.لعنت دی په داسی قومندان اوقرارګاه وی چې ټوله شپه موپه دښته وچه ځمکه تېره کړه اوسهاریې په وچ نس دقوماندان مخی ته وړاندی کړو.
قوماندان چې غټه پوزه،ببری ورېزی ،ژېړاوږده غاښونه اوڅوتاره اوږده ګېره لکه بزه یې لرل،دومره مرداراو خېرن ښکاریده تا به ویل چې کلونه یې داوبومخ نه دی لیدلی. دچرسو چلم یې مخی ته ولاړ دواړو خواووته یې یو،یو ښکلی هلک ناست ول. پام زموږ خوا ته شو   موږ هریو ته یې ښه  په زېر کته او پورته وکتل په خندا شو،دځانه سره لکه اوښ وغړمبید داسی یې پیل کړل.«خو عشرنه دادین ،مېتین اخرمېتین»بیا یې دراسته لاس خوا هلک ته غږکړ«بچه اوکه دېروزپول نه داشت عشروذکات دادنه یاد نه داشت بیا ریش» خوصایب میارم. څوشیبو وروسته یې یوځوان راوست چې مخ او جامې یې په وینو لړلی،دمخ غا ښونه یې یو که دوه مات ول. قوماندن بیا ورته وکتل او بیا یې موږ ته په خندا شو،جګ یې وخندل دخولی یې دلاړوځګونه لکه اوښ باد شول.او بیا«بې پدر پول داری یا نې،عشردادنه فامیدی»  بیا یې موږ ته وویل.«شما هم یاد به ګیرین عشروذکات دادنه. مه قومندان کېنجه استم ازذات چنګېز مې سوزانمی تان آی بی پدرا» .   هو.جوره بای کاکا ور وړاندی شو« صایب موږ خوخپله خواران. د یوی مړی ډوډی د پیدا کولود پاره دی خوا راغلی یو.تراوسه مو لا کارهم نه دی موندلی له څه به عشرورکړو.»هویودم هغه د ځایه راپورته شواو لکه ځناور یې ځان وخوزاوه .په خندا شو،د خولی یې لکه  اوښ ځګونه باد شول. غږ یې کړ.« اجل بچېم کولی شان کدوس ګپه نه پامېد او پلانه سرش املی کو» هو.اجل قوماندان دمخه موږ ورپسی  دیوی ځمکی خوا ته یې ودرولو چې« امې ګندومه درو کونین کارتان د عشروذکات ایساب مېشه » دوه وسلوال یې پرموږ ودرول .چاره نه وه نه هم چا غږ اورید او نه چا څه ویلی شول،دغه کارموپیل اوپه بېړه مو خلاص کړچې ژر د    تاسوخوا ته راشو.مګرصبا اجل قوماندان راورسید دبلی ځمکی دشولو نېال ته یې ودرولو.سرموڅه در په درد کړم دا یوه نېمه میاشت یې  د هغی سېمی ټول نېالونه اولوونه پرموږ وکړل اوپیسی یې دوی اخیستی.۲ ورځی د مخه یې بېرته راوستو اودکېنجه قومندان مخی ته یې ودرولو.هو هغه چلم واهه څو دود چلم یې کش کړدودونه یې باد کړل بیا یې موږته پام شواو غږیې کړ.«اینه خانه اباد بچه کلان حق خوده د جهاد ازهمه خوب اجرا کدین.کسی پول مېته،کسی دانه وغله،کسی توپنګ می ګېره جهاد می کنه وکسی هم مثل شما کارخوده   عشرمیته.مه خو خادم دېن استم وخدمتګار شما. اجل ، بچه براینا ازطرپ مه یک،یک ازاری توفه بتی و از اموجای که اورده بودین اموجه پس ببرین .شا بس برین اله یارتان.» هو،زموږ د ډلی مشرجوره بای کاکا و.نوځکه ورد مخی شو اوداسی یې وویل.« قومندان صیب دخدای دپاره لګ ترحم خو په کاردی . ته خو داسلام خادم ځان ګڼی ،دا څنګه اسلام دی .زموږ ماشومان هلته د وله ږی مری دلاری  کرایه مو پور کړی ،د کاراو غریبی ټول وخت راباندی همدلته تېرشو.دا ۱۰۰۰ افغانۍ خوزموږد بېرته تګ کرایه هم نه پوره کوی ولی   دومره ظلم ؟ دا کوم اسلام دی؟ مه کوی داسی یوڅه عشرتری واخلی نوری زموږ دکارپیسی راکړی صایب.جهاد خوته د روسانوپرضد وکړه نه لکه د موږ مظلومانو پرضد.»
هو.جوره بای نورهم غوښتل چې څه ووایې خو کېنجه قومندان پری غږکړ.« بی ادب چپ» هغه دکېڼ لاس هلک ته یې غږ کړ«زمبور  اموچلمه بچېم بیار» خوصایب میارم . هو،هغه چلم راوړدودونه یې کش کړل .غلی و څه یې نه ویل مګرلږځند وروسته لکه لېونی اوښ دځایه راپورته شواووغوریده ډېربدو رد یې وویل اودجوره بای خواته روان شواود ستونی یې کلک ونیو،په لغتو اوسوکانویې خورا دېر   وواهه او داسی یې وویل«بی پدرتوبه مه جهاده یاد میتی.»ډېربدو رد ،سپکی سپوری یې موږټولوته وویلی. خوجوره بای کاکا ترهغه ځایه چې موږته معلوم و،هرڅه یې ځغمل ،ولی دعزت،پت اونا موس سپکی سپوری یې نه شوی منلی،نوځکه یودم هسی دخپل واکه ووت اول  خو یې کېنجه قومندان ته همغه سپکی سپوری چې هغه ورته ویلی ول، په لوړ اواز بېرته ځواب ورکړ.اوبیا یې پرډبره سم پرمخ وویشت  ورویې دانګل غوښتل یې چې وسله تری واخلی .مګرهغه خوارکې ته نورچانس ترلاسه نه شواوکېنجه قوماندان په خپله تومانچه دسرپه   مغزو وویشت.هوپه خپله تومانچه.هغه چې یوصادق مسلمان اوپنځه وخته لمونځ به یې کاوه اونور یې د ژوند کاروان ددی ظالمانو دلاسه  په داسی حال کې نېمګړی پاتی شوچې د یوی خوا ستاسو د انتظار ارمانی پاتی شو،اوله بلی خوا هغو بچو ته ونه رسید چې په خپله جونګړه کې یې د یوی مړی ډوډی د پاره دده د ورتلو ارمان درلود.
هو،د هغه خوارکې وروستی سلګۍ زما په غېږترسره شوی.خوترټولو لومړی خبره یې همدا وه چې باید د تاسونه بښنه وغوښتل شی او   هغه پیسی چې له تاسو مخکې اخستل شوی وی بېرته در وسپارل شې.نو ځکه زه راغلم ترڅو د هغه غوښتنه چې زما فرض و ادا کړم.   نورنوستاسو خوښه. دا حالت هلته ټولو کسانوپه خپلوسترګو ولید ټولو رډ،رډ کتل،خو هیچا څه ویلای نه شول. ولی بیا هم کېنجه غړمبیده  او ویل یې چې« ضد جهاد اس،ملحد اس مرګیش رواس بخا طری که عشرنمی ته» بیا یې موږته راغږ کړ« ده اموموترشاربرین،اګرباز  ایطرف امدین عشره بتین، چیزی کې ایجه دیدین د همیجه بانین امیشه دانی تان بسته باشه» ریښتیاچې د کاکا جوره بای شانته په سلګونواوزرګونو بی ګناه انسانان په هیواد کې دحکومتی او یا په نوم جهادی ظالمانودوحشت اوظلم  په لومو کې داسی راګېرشوی چې نور یې د خپلوخپلوانواوبچونه د تل د پاره تریتم شوی او بیا یې پته نه ده لګیدلی .»
هو.موږ کلیوال هم خورا خواشنی شولو،او د کاکا جوره بای روح ته مو دوعا وکړه او هغه پیسی چې مو دکار دمخه ورکړی وی هغه مو ټولی وروبښلی او یو څه نوره مرسته مو چې د وسه پوره وه راټولی اود خدای بښلی کاکا جوره بای کورنۍ ته موولیګلی. پای