آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

طوفان

 

تېره ورځ بیا د کوز کلی پا چا صیب د جومات نه ور وړاندی د پېر بابا د زیارت تر څنګ په تېریدو وم. کتل مې چې زرینی ترورد زیارت د لکړی نه لاسونه راتاو کړی او د  خپل ځوان ،ځوانیمرګ شوی شهید  ځوی سمند رد وېر او ما تم ناری سوری وهی.څو مینټه وروسته لکه بت کېناسته او کراره شوه،مګردسترګو نه یې لپی، لپی ملغلری راتویدی،خدای مه که چې تری داسی کوم طوفان جوړ نه شی چې د کلونو کلونوهغه کړیدلی،ربړیدلی اوسوزیدلی جانان په کې لاهو نه شی.
نږدی ورغلم غوښتل مې چې تری وپوښتم خو هفه چوپه خوله نا سته وه څه یې نه ویل،هو چپه خوله.یوازی یې تېری تېری راکتل او بس. تېر وار خو لا ښه وه د سوهیل لویدېزاو ختېزد سړو اوتودوبادونو،تورووریڅو اوجونګړو ورانونکوطوفانونو کېسی یې کولی ،مګر دا وار سمه چوپه وه څه یې نه ویل. نه،نه کله یې داسی پریږدم.ترهغه پوری به چېری نه ځم تر څوچې یې چوپه خوله یو وار بیا هغه څه ووایې چې ډېریې داوریدو زغم او توان نه لری.زه خو خورا لیوال او په تلوسه کې وم چې د بره لوری مې د لکړو جوړه جوړه تړکار ترغوږه شوول.کتل مې چې ببری،تورګل،سمسور اوجانولکړی ترتخرګولاندی نیولی اوپه چټکه راروان دی. هو! مخکی تر دی چې زه ورسره ښه راغلاست وکړم،زما غوښتنه کټ مټ تر سره شوه.زرینه ترورد ځا ن   سره هسی وغوریده ،څه یې وویل د غوټی په شان موسکۍ شوه ويې خند ل په زور یې غږ کړ،ځوانیمرګی مو شه،چېری بیا روان یاست .هغه غضب اوطوفان چې دا هرڅه یې درواخستل لاتراوسه نه دی خلاص چې مور مړو بیا مو د زړونو هوسونه ټوپونه وهی او غبرګ غبرګ روان یا ستی . اوس خو لا ترهغه تېروارلا خورا ناوړه تېزبادونه او طوفانونه لیدل کېږی چې لوری یې نږدی شا وخوا نه ترسترګو کېږی هسی کړنګ کې اود اسمانه کاڼی او وژونکی بلاوی راووروی .اوس خولا دکړنګ او طوفانونوترڅنګ یوشمېرپلید ناوړه  داړونکی اوخوړونکی ښاماران ورسره په ملتیا کې دی. توبه توبه!  دا تړکه په ټوله نړی کې یوازی پرموږ اوری،خپل مو پردې او د پردو سره یو شوول. مسلما نان مو کافر شوول اوکافرمومسلمان ،ددغو ځناوروخو سترګی هیڅ دوژلو،سیزلواو ورانونونه مړی نه شوی ،مګر خیټی یې دمظلوم ،یتیم اوکونډورنډودمال اودولت نه ډکی شوی.په دننه او بهر کې خو یې لا د زیرمواو بنګلوپته یوازی همدوی ټپوسانو ته پته لګی. توبه، توبه شرف،عزت،ناموس او ځینو خو لا د پښتونوالۍ شملی سپکی اووپلورلی. مسلمانی خو یې لاد پخوا نه پلورلی وی.
ولی! دا څه شوی ؟ نه پوهېږو که بیده یو؟ خپل مو پردی شی،دا تنګسه هو یوازی پر موږ ده.کاشکی چې دا ژبه خو مو نه وای.او که ده ولی رډ رډ ګوری آ وار خو یې پښی درڅخه واخیستی ،دا وارهمدا ژبه،کلتوراو فرهنګ، هستی او ځان در څخه اخلی. وخوزئ ویښ شئ ،هوښیاراو یو شئ دغلو او پردو د ملګرتیا نه لاس  واخلی.سکوت مات کړی. مګرد بی ځایه خوزښت نه ناسته ښه ده، او که نه؟ زما په شان اوښکی توی کړئ طوفان تری جوړ کړئ ،بیا د نیکونوپه شان پردی او ورسره نوکران یې په کې لاهو کړئ.د پردیوترانوته مه نڅېږئ دلته اوس لاهم چاپریال پردی بریښی.مالیار پردی دی ځکه چمن،بڼ اوګلان هغه پخوانی بوی اورنګ نه لری.طبیبان پردی دی ،ځکه درمل دردونه نه شی تسکېنولی.د دولتمنواوټوپکماروبادشاهی ده.دپردیودپاره خپل وژنی .ګورئ زه خو مرم ، خو د مخه مې سترګې وباسئ چې ددی بی ننګواو هیواد پلورونکو مخ ونه وینم .څومره عار او ننګ دی چې پخوا به یې وسله پر اوږو وه نو تا به ویل چې د  جانان د پت او عزت د  ساتلوغازی دی.خو نن یې وګورئ ، د خپل هیواد د ورانونو اوپلورلوغازی دی.
خدایه! چې دا وسله دې څومره سپکه کړه ددی سپکو اوپردی پالونکو انسانانو سره . دا یې وویل آرامه شوه سترګی یې ورپیدی دمرواریدوشانته یې اوښکی راتوی شوی، اوبیا ورپیده چیغه یې کړه او دزیارت ترڅنګ یې ځان حق ته وسپاره .روح دی ښاد وی.
 
پای