آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

د فکر ټال

 
هغه زموږ د کلی د پخوانیو اوسیدونکو کلیوالونه وه. خاوند یې جلند ر اکا چې زما نه یادېږی ډېر پخوا ومړاو تری دوه نوڼی اویو دری میا شتینی ځوی پاتی ول.د خاوند نه ورته یوازی یوه کنډواله کور ورپاتی و ،چې هسی یې ژوند په کې تېراوه.نوڼی یې پیغلی اویوه د بل   پسی واده شوی.مګرد هغی خوارکۍ ټوله هېله خپل کوچنې ځوی مېرزمان ته وه، چې که خدای کول هغه به ورته لوېږی اود ستونزو نه  به خلاسېږی.
ټولوکلېوالو ورته اناره ترورویل،او د ټول کلی د وړو،زړو ترور وه. په ځوانۍ کې کونډه شوه خو مېړه یې ونه کړاوپه خپلو بچو کېناسته  نوځکه نوره هم د کلی کورپه خلکوګرانه شوه.هغی په وږی ټولول اود ځینوشتمنوکورنیو د کورورته کارو باریې کاوه.اود ځان او مېرزمان  ګذاره به یې پری کوله.هغه دومره په کور،کلې ګرانه وه چې د ټولو کلېوالو کورونو ته به بې له پوښتنی ورتله او د هرچا دکورملکه وه.  هغی به هر وخت د ځان او نورو سره داسی ویل چې:« زما په ژوند کې به وګورم چې مېرزمان راته ځوان شې،واده شې،دمسیوڅښتنه   شم اودمال ، دولت خاونده .هوما دغه خوب لېدلی،سوچ کې مې ګرځی،کوم پېریا اولېیا راباندی غږ کړی،همداسی به انشأاله هم وشی.» هو! مېرزمان هم ورو ورو لویده ،او په کوچنیوالی کې خورا هوښیار،زېرک ماشوم  و.همېشه به یې خوله د خندا ډکه وه. اناری ترور د خپل د مزدوری هست او بود یوازی تر مېرزمان نه جاره ول.په اخترونو،جشنونو کې به یې ځان ته جامې نه کولی او مېرزمان ته به یې کټ مټ هغه جامې کولی کومی چې به ملک صیب خپل ځوی ته کولی.اناره ترور به کله دا سی په فکراوټال کې روانه وه هر څومره چې به چا ور غږ کړهغی به نه اوریدل اود خپل او مېرزمان د ژوند دپا یلی سوچ اواندیښنې به یې کولی.
کله چې مېرزمان د شپږو کلونو شو،اناری تروردنورو کلیوالو اوملک صیب د ځوی سره یو ځای او په یوټولګې کې ښوونځۍ کې داخل  کړ. مېرزمان تر اتم ټولګې ښوونځی په خورا مېنه ولوستل اوپه ازموینه کې به کله لومړی اوکله دوهمه درجه ترلاسه کوله چې په دی  ترتیب به داناری ترور د اومېدونودفکرټال نورهم پسی باوری کېدو.خوله بده مرغه کله چې مېرزمان دځوانۍ داحساساتوپه بڼ ورګډ شو په  اتم ټولګې کې یې د څوتنو بی سرو،تنبلوزده کوونکوسره  ملګرتیا شوه،او د هغوی په لومه کې راګېر شو.ډېربه داسی پېښیدل چې دکوره به د ښوونځی په نامه راووت او اونۍ، اونۍ به ښوونځی ته نه ورته.او ددغو بی سرو او وړیا هلکا نوسره به د باغونو،پالیزونو،هندوانواو خټکیوپه لوټولوهسی ورځی تېرولی.هغه د دری کالو پرله پسی ناکامیووروسته د ښوونځۍ نه ځواب شو.دلوست اوزده کړی نه وتل نور هم دده د راتلونکې ژوند یو سترګواښ وګرزید.
اناره ترور لا اوس هم یو څه نا هېلی نه وه.چې ګوندی مېزمان اوس ځوان دی.هغه به څه بل کار او کسب وکړی.او کله یې داسی هم ویل.«پلاریې چېری ښوونځۍ لوستی وه.»اوس نو مېرزمان د کلی دبیکاره،لټانو،اووړیا ځوانانوسره کلی کې ملګرئ شو، قمار،چرسواو   غلا ته یې مخه شوه.دکلی کورد خلکو خبری یې نه اوریدی.مېرزمان اوس ددغی ډلی هغه د موریو نازولی ځوی و چې د هیچا پروا یې  نه ساتله.خوکه چا یې مورته هم تری انګېرنه کوله اناری تروربه ویل چې: « هغه وړوکی دی.نوی ځوان شوی،وايې چې پلاریې هم په ځوانی کې همداسی و.وروسته بیا ښه شو.» او کله خوبه یې له قاره بیا داسی هم ویل«خدایه دټولو سترګی زما ځوی ته دی دهیچا پری ښه نه لورېږی».   اوس نود موردغه نازولی ځوی نوردهیچا او آن د مولا صیب جلات خان چې ټولوکلیوالو یې احترام کاوه هم خبره نه منله.اوس نو د کلی غټ جوارګراوغل شودباغونواو پالیزونودغلاوو نه یې پښه دکلی وکورونو ته وغزیده او د خپل پلارنه ورپاتی مېراثی کوریې هم په جواریو کې وبایله.اناری ترور چې هرکال د ژمې د پاره د وږود دانو او غلونه یو څه ذخېره ځانته ساتله هغه هم دا کال مېرزمان په جواریو کې دلاسه ورکړه.اناره تروردځوی ددی بد سلوک له امله نورچا خپل کورته هم نه پریښوده.او هغې ته ټولو کلېوالونور دکور کار  هم نه ورکاوه اود ژوند ټولی لاری پری بندی شوی.اوس نورمېرزمان په شپو،شپو کورته نه راته اواناره تروربه کورکې وږی تږی شپی تېرولی او چا ته به یې د شرمه څه ویلی هم نه شول. اناره ترورنور دمېرزمان کړووړواو پېښوکلیوالوته دومره کمه کړه چې نوره جوړه لېونۍ شوه.او د ورځی له خوا بیا چا هیڅ دکوره بهر ونه لېدله یواری به د شپی له خوا کله ځینو لېدله چې د ځان سره به هسی غوریده او هسی به ګډه وه او ویل به یې .«مېرزمان،مال ،دولت او مسیان،مسیان».   اوس نورمېرزمان په کلی کې ځای نه درلود اود کلی نه بهر شو.او چا به ویل چې ایران ته ولاړ.ویل کېدل چې هلته هم دقاچاقوپه تور بندی شو. هوبندی.  دکلونو وروسته هغه داسی یو وخت کلی ته راغی ،چې اوس نو پاڼه بل لورته اوښتی وه. دغلواولوتماروچټئ مورشوی وه.اوس نو مېرزمان دخپل کلی پاچا و.شل کسېزه وسلواله ډله یې په لاس کې وه.او د پردیوپرضد یې جهاد کاوه.حال دا چې په کلی کې پردی چېری ول؟ډېرکورونه یې بیا د جهاد ترنامه لوټ کړل. ډېربی ګناه انسانان یې ووژل،پرهغه چا چې یې کور پلورلی و،هغه یې هم وواژه.دوه دری ودونه یې په زورسره وکړل.د ډېرمال ،دولت او،اولادونو څښتن شو. خو اناره ترور چې په سترګو وړنده او وجود بېخی نا توانه شوی وه د مېرزمان نه یې سخته کرکه راتله. یوه ورځ مېرزمان غوښتل چې هغه د سترګو د درملنی د پاره روغتون ته یوسی تر څو یې  سترګې جوړی شی او هغه هېلی اود فکرټالونه  چې یې د مېرزمان په هکله زړه کې لرل اواوس هغه هرڅه هغه ترلاسه کړی ول په خپلو سترګووګوری.هو اناری ترورچې د خپل ځوی ددی هوډ نه پوه شوه د واره دکوټی نه را بهر شوه او ددغه ځای ټولو اوسېدونکو اود ځوی شل کسېزه ډله یې هم راوغوښته اوکوکه یې کړه داسی یې وویل:« هو ځما خوبونه خوریښتیا شول،مېرزمان د هر څه څښتن شو، خو زه دېره نیک بخته یم چې سترګی مې ړندی دی. ځما د فکرټالونه خو مېرزمان ډېرپخوا په سیند کې لاهو کړی ول.ما خودداسی بی ننګۍ اوبی شرمۍ مال،عزت او مسیان نه غوښتل،تو لعنت دی وی په تا ،شرمېږم چې ته مې ځوی یې ستا د شرم نه ډکی درملنی نه مرګ راته  ښه دی » هو کلمه یې وویله کوکه یې کړه څو سلګۍ یې ووهلی او ځان یې رب ته وسپاره او ومړه. جنتونه یې نصیب شه. پای