آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

د زړونو قاتل

 

هغه وخت چې ملنګی نا یې زموږ کلی ته راغی هغه وړه وه. کلی نا یې نه درلود.پخوانی نا یې کټوری دملک محبوب او ازادخان کاکا د شاقه کارونوله امله څومیا شتی د مخه کلی پری ایښی و.نو ځکه د ملنګی په راتګ کلی ته ټول خوشاله شول.ملنګی ته د اوسیدو د پاره موږ په خپله زړه کلا کې دوه کوټې ورکړی،او هغه ورته را کډه شو.
ملنګی خورا سپیڅلی انسان و،او په لږ وخت کې یې دټولو کلیوالوپه زړونوکې ځای وموند، یوڅه موده وروسته یې میرمن دیوی ناروغۍ  له امله ومړه چې لور یې مرغۍ په دغه وخت کې ۸ کلنه وه. ملنګې نور څوک هم نه لرل دا چې یې زموږ په بله کلا کې ژوند کاوه ،نو کله چې به مرغۍ کورکې یوازی پاتی کېده زما مور به کورته راوسته او دپلارد راتګ سره به بېرته خپل کورته ورتله.
رښتیاچې مرغۍ خوراښکلۍ نجلۍ،تکه سپېنه،اوږده خرمایې وېښته،غټی بادامې شنی شانته سترګې اودنښترشانته ونه،کت مټ لکه هوسۍ. کله چې مرغۍ د ۱۳ کلنۍ نه واوښته ملنګی خورا زوریده اودا به ورته ګرانه تما مېده چې مرغۍ یوازی کورکې پرېږدی په تېره بیا د شپی له خوا.مګربیا هم د ملنګی ټول ډاډ اوباور یوازی زما په مورو.او زما مور هم مرغۍ لکه خپل اولاد نازوله او خورا پالنه به یې د هغۍ کوله.ملنګی ددغی ستونزی له کبله اړ و، چې واده وکړی خو پیسی نه درلودی. څوځایه چې جرګه شوهغه خورکې ته چا ښځه نه ورکوله.یو دوه ځایه که پیداهم شول ،یوازی د مرغۍ په بدل کې.مګرمرغۍ خو وړه وه.د برکلی نایې دخلیفه خیرولورچې کونډه وه او د    پخوانی خاوند له خوا یې هم څوک نه لرل موږ کلیوالو ټولوورسره مرسته وکړه چې ملنګی ته یې واده کړو،خو د خلیفه خیرو غوښتنه د   مرغۍ بدل و د خپل کوچنې ځوی سلېم سره.
اوس نوملنګی ته خپل یوازیتوب له یوی خوا او د مرغۍ ژوند له بلی خوا ستر پیټی و.نو ځکه یې د خلیفه خیروټولی غوښتنی ومنلی خو په یوه شرط چې د مرغۍ واده به دوه یا دری کاله وروسته ترسره کېږی.دا ځکه چې هم مرغۍ وړه اوهم د خلیفه خیرو ځوی سلېم وړ و. د ۱۳۵۷ کال دوهمه میاشت وه چې د راډیوله څپو نه ملی او حماسی ترانی اونغمی واوریدل شوی.د بزکرانو او خواریکښانود ښه ژونداو هوساینی غږپورته شو.د هر بی وزلی انسان احساسات اوعواطف خوزیدل او خوارکی ملنګی هم ددغی چاپریال هغه بی وزلی انسان و،او فکریې کاوه چې که خدای کول نور به یې ژوند ښه شی خو په دی نه پوهیده چې څه به پیښېږی.
څه موده وروسته د ځمکو د ویښ د فرمان له مخی ملنګی ته هم دمفتی  صیب د ځمکو نه ۶ جریبه وویشل شوه.ملنګی خو د یوی خوا    ورته مڅ مڅ کېده ،خو د بله پلوه  یې د ځان  سره هوډ کړی و چې د همدی ځمکی نیمایې غلی دانی به د حکومت نه په پټه هرو مرو مفتی صیب ته ورکوی.ځکه چې هغه یوسپیڅلی انسان و، او دغه د ځمکو ویښ ورته یو نا روا کاربریښیده.
ملنګی سږکال د نایې توب تر څنګ د خپلی ځمکی خاوند هم و. یو خواته یې غنم او شولی او بل لور ته د خټکیواو هندوانو پالیزجوړکړی و.اومرغۍ به هم لکه زرکه د خپل پټی په دی سراوهغه سرکې کته پورته کېده.ملنګی د خپل هوډ سره سم د دانو ،غلو اوخټکیو،هندوانو نه نیمایې غوښتل چې مفتی صیب ته ورکړی ،مګرمفتی صیب د هغه خوارکی د ډېرکاراوخوشالۍ له امله هیڅ شی تری وانه خیستل چې دی کار د ملنګی خوشالتیا لا پسی زیاته کړه.
ملنګی لا دخپلی ځمکی د دوم کال غله او دانه نه وه ترلاسه کړی چې د پردیو یرغلګروپرضد د هیواد په ګوت ګوټ کې مقاومتونه پیل شول ،چې په نتیجه کې زموږ ولسوالی هم د دولتی کنترول نه ووته اود وسلوالو مجاهدینو په لاس کې کېوته.اوس نود ځینو سره رښتیا جهاد،اسلامی جذبات،او خپلواکی پالنه،مګرد ډېرو سره هیڅ او یوازی وسله تر لاسه کول.د کلی ټولو بدامله اوغلوکسانووسله ترلاسه کړه  د یوی لږی مودی نظم او کنترول وروسته د جهاد ترنامه د چور،لوټماری انسان وژنواوداسی نورو سلګونو ضد انسانی غمیزوجال په همدی سیمه را خپورشو.  توری چې د خپل پلارټول هستوبود په قمار او چرسوبایللی ول.اوس د یوی وسلوالی ډلی سره یو ځای را پیدا اوپه کلی کې قوماندان شو. دجمه خان کاکا ۱۴ کلنه لوریې په زور ځانته نکاح کړه. د برکلی امېرخان ۱۵ کلن ځوی قاسم یې دوسلی په زور تری راوست اودچرسو د چلم د ساقی دنده یې تری اخیسته.توری د هیچا په کور کې چرګ،پسه او خوسی پرېنښود آن د مولاصیب سیدالرخمان دقربانۍ د پاره اخیستی وری یې هم تری غلا کړ. د همدی زور زیاتی لاس آن د خوارکۍ مرغۍ ترځالی اوجونګړی پوری هم وروغزید.
دتوری دزور واده د جمه خان کاکا د لورسره دمرغۍ په ژزوند کې ستره ستونځه  شوه.ځکه چی چېری پری د توری قوماندان سترګی ورخښی شوی وی.اوس نود مرغۍ د ژوند او، اومیدونوځاله دطوفانی بادونوفضا کې هسی راګېرشوه.دا ځکه چې تورمنګوتوری ورته د  پایلی ژوند د ظلم او ناروا ډک دام ایښی و،تر څوچې هغه خوارکۍ هسی په کې راګېرشوه.
د جمه خان کاکا د لورد واده لا یوه اونۍ نه وه تېره شوی چې د توری په زړه اوسوچونو کې دمرغۍ د ښایست او ښکلا اور رابل شواو   ملنګی نایې یې ځانته راوغوښت او دمرغۍ د واده په هکله یې د ځان سره ملنګی مجبور کړ. ملنګی چې هرڅومره توری ته زاری اوننواتی وکړی،چې مرغۍ خو هم وړه ده اوهم د سلېم په نامه ده هغه یې خاوند دی. خدای پاردی   داخونه اسلام دی او نه پښتو، ولی داسی ظلم کوی. ته خومسلمان یې او بیا د جهاد قوماندان ،ولی دخدای د پاره.مګرتوری کله څه اوریدل  اوملنګی ته یې وویل«د خېرود ځوی قیسه کې مه اوسه چاره به یې  وشې» ملنګی مجبورشو او دوه دری ورځی یې تری وخت وغوښت اود ځان سره یې سوڅ وکړ چې ګنی کوم لوری به وتښتی او مرغۍ ته به نجات ورکړی.
بله شپه ملنګی په توره تیاره کې چې خپل ټول هست اوبود یې پری ایښی اویوازی یې خپل مېرمن او مرغۍ دځان سره روانی کړی وی  ترڅود توری د ناتاراومنګولونه د مرغۍ ژوند وژغوری.خو د بده مرغه توری لا د پخوا نه هغه ترڅارنی لاندی نیولی و.د هغه وسلوالو کسانو راګېراولاس تړلی یې توری ته راوست.
توری ظالم خو ملنګی دومره وواهه چې نېم بدن خویې په وینو ورته سور کړاو د جمی دورځی دغم په ماښام یې بی وزلی مرغۍ ځانته   نکاح کړه اود زوردوم واده یې وکړ.
مرغۍ د یوی خوا دخپل د پلار زورید نه اوله بله پلوه د سلېم سره د هغی د واده خبری چې لراوبرکلیوال نراوښخی تری خبری وی د ځانه سره پریکړه کړی وه چې ددی ژوند به د توری سره د همېش د پاره د ملنګی او سلېم د غم پیټی اوپیغور وی.نو ځکه یې د توری تومانچه ترلاسه کړه او ځان یې په خپلولاسوپرهغه زړه وویشت چې غوښتل یې یوازی یې سلېم ته ورکړی نه هغه د زړونو قاتل وحشی تورمنګو توری ته.  پای