آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

ګوډ خیال

په څه خطا د غزل ټال وشلیده
خبر پری نشوم څه مهال وشلیده

د غزل توری رانه تیت پرک شول
چی می نیلی له پښی نه نال وشلیده

اوس چی می ګوډ دخیال نیلۍ شو، راشه
مسافرۍ کی زړه نرۍ شو ، راشه

وه د وصال تمه الهام د غزل
چی وه په دی هرڅه سمبال ، وشلیده

لا می غزل توری موندلی نه وه
لا می دخیال په تار پیئیلی نه وه

لا تر ساحل پوری وه لاره پاته
چی می څپاند دریاب کی جال وشلیده

نور د غزل ټال زنګولای نه شم
ماشوم زړګۍ للو کولای نه شم

اوس مخ کاته له د غزل څه لرم ؟
چی می دخیال د ناوی شال وشلیده

ها وږمی نشته چی غزل را ویښ کړی
نه به کاروان پاته مزل را ویښ کړی

هغه نسیم اوس وزرمات پریوتی
چی یی راوړو له یاره حال ، وشلیده

نه د نازو غیږ کی میرویس زنګیږی
نه یی شملی نه اوس ګرګین لړزیږی

نوزادی مات غزل کړه دړی وړی
نن چی له توری د خوشال وشلیده

نوزادی ، ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۳