آرشیف

2019-12-27

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د سیاسی لوبو یوه تماشا

د ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه د هیواد په معاصر تاریخ کي یوه تر ټولو ناوړه نېټه ده چي ورڅخه پیل شوې غمیزه دادي څلورو لسیزو ته رسیږی . ددغي توري ورځي په اړه ډیري لیکني شوي چي په ترڅ کي یې بیلابیل اړخونه څیړل شویدي . زما خپل قلم هم تر خپله وسه په اړوندو مناسبتونو کي ددغي ورځي څخه را پیل شوي غمیزي او پخپله د یرغل انګیزې ته پام اړولی دی . ځکه نو دلته د کلیشه اي مقدمو څخه تیریږم ، خو یوازي دومره یادوونه اړینه بولم چی د شوروي اوولس د نسبي خواخوږیو سره سره د کرملین عاقبت نه سنجونکو سیاسی داړه مارانو د ثور د اوښتون د لومړیو ورځو څخه دا چي په واک کي ددوي د کارملي ارجمندانو ونډه د کرملین د غوښتنو او توقع په کچه نه وه ، نو یې د خلقي واکمنۍ په وړاندي خنډونه جوړل . پدې الندي څو کرښو کي غواړم د هغو سیاسی لوبو د تماشا یوه خاطره لوستونکو ته وړاندي کړم چي د یوې خوا می خپل د سترګو لیدلی حال دی او له بلي خوا د هغو سیاسی معادلو یوه څنډه په ګوته کوي چي د ۱۳۵۷ ( ۱۹۷۸ز ( کال د ثور د اوومي نیټې تر اوښتون وروسته د افغاني ارګ او د شوروي کرملین تر منځ روانه وه . د نوموړي اوښتون پر مهال زه د کابل پولي تخنیک انستیتوت د استاد په توګه د مسکو په دولتي پوهنتون کي د ډاکترۍ پر ډګرۍ باندي په څیړنو لګیا وم . په همدي کال کابل ته د راتلو سره سم ، د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجی سروي د لوي رئیس په دنده و ګمارل شوم . د ۱۹۷۸ کال منۍ رارسیدلی وو . د شوروی اتحاد د جیولوجی وزیر کازلوفسکی د افغانستان د کانو او صنایعو د وزیر محمد اسماعیل دانش په بلنه کابل ته په یوه رسمی سفر راغی . دا لومړی شوروي وزیر وو چي د ثور تر اوښتون وروسته په رسمي سفر راغلی وو . د سفر د پروګرام په رسمي برخه کي د عینک و مسو د کان او په شبرغان کي د نفتو او ګازو د کانونو لیدل هم شامل وه . ده پخپله د وزارت د لوړ پوړو چارواکو په بدرګه د عینک معدن وکوت او د افغان سیال سره یی پر اړوندو چارو خبری وکړی . شبرغان ته یی هم سفر وکړ چی د جوزجان والی محمد بشیر بشریار یی د میلمه پالنی په دود دروند هرکلی وکړ . هلته یی د ګازو کانونه هم ولیدل اوشوروی ماهرانو ته یی اړینی الرښودنی وکړی . دسفر په پای کی یی دافغان خارجی چارو وزیر حفیظ هللا امین سره مالقات په پام کی نیول شوی وو . دملاقات پر وخت زه هم د دندی له مخی د کازلوفسکی سره هلته والړم . کازلوفسکی دافغانستان د کانو دنقشی پروف چی تر دې مهاله یې ال د چاپ کارونه بشپړ شوی نه وه ، له څانه سره راوړی و . ده نقشه را خالصه کړه او حفیظ هللا امین ته یی دهغو کانو په هکله معلومات ورکړ چی دشوروی ماهرانو په مرسته کشف شوی اویا یی دلټون هلی ځلی روانی وی . تر ټولو زیات دعینک دکان په اړه و ږغیدی او ویی ویل چی دا د نړی د څو لویو کانو له ډلی څخه دی ، دافغانی او شوروی متخصیصانو دګډو هلو ځلو یوه ډیره ستره السته راوړنه او د دوستی یوه ښکلی بیلګه یادیدالی شی . دد ی معدن د راسپړلو او استخراج په موخه د دوولسو زرو اوسیدونکو دپاره یو ښارګۍ په پام نیول شوی او نژدی لس زره کارګران به پرمعدن باندی کار وکړی . ددغه معدن او د ګازو څخه ترالسه شوی پیسی به د افغان پرګنو او زیارکښانو د ژوند په سوکالۍ کی لوی رول ولوبوی . او داسی نور یی ډیر څه یاد کړه . حفیظ هللا امین په ځیر سره دده خبرو ته غوږ نیولی وو او سره لدی چی د ژبی او بیان لوړ فصاحت یی درلو ، خو داچی یو زیږ پښتون وو ، تل یی سپینی خبری کولی او په خبرو کی یی د دیپلوماسۍ نه ډیرکار نه اخیست . ده شوروی وزیر ته وویل چی ددی معدن په هکله دداود خان د وخت راهیسی د کشف نه وروسته تر دا اوسه پوری په افغانی رسنیو کی ډیری لیکنی شوی چی ما ټولی په دقت سره لوستی دی او د دانش صاحب ) د کانو او صنایعو وزیر ( نه هم پدی باره کی منظم راپورونه غواړم . د عینک په هکله ستاسی په دغو ټولو خبرو کی زما څه نوی شی تر غوږ نشو او دهغه څه هیله چی می درلوده تاسی خو بیخی یاده هم نکړه . هغه و پوښتل چی تاسی ملګری امین دکومی خبری انتظار درلود ؟ امین : زه غواړم پدی پوه شم چی د استخراج کارونه به کله پیل شی کازلوفسکی : ښایی لس دوولس کاله وروسته دی پړاو ته ورسیږو . امین : موږ یو متل لرو چی بزک بزک نه مر که جو لغمان میرسه . کازلوفسکی : ملګری امین دا یوه ډیره ستره پروژه ده او ډیری پانګونی ته اړتیا لری ، افغانستان یی پخپله تمویلوالی نشی او شوروی اتحاد په نظر کی لری چی پړاو په پړاو یی ترسره کړی . په یوه ځل دومره پانګه ورباندی لګول موږ ته هم سخته ده . امین : راشی سپینی خبری وکړو ، زموږ ځوانان دبیکاری د السه دکار موندلو په تمه ایران او پاکستان ته ځی ، هلته یا په مخدره موادو یا اخالقی فساد اخته کیږی اویاهم د ساواک او ای اس ای لخوا ور نه جاسوسان جوړیږی . که تاسی ددی پروژی تمویلول پرغاړه اخیستالی نشی نو بی پردی راته پوست کنده ووایاست چی بیا موږ د نړۍ د نورو هیوادو نه مرسته وغواړو او پانګه وال یی راوبولو ، مسو ته اوس ټوله نړۍ اړتیالری اوهغوی به دا بلنه په ډیره مینه ومنی . ددی خبری په ارویدو سره د شوروی وزیر شونډان لکه د ستړي اوښ غوندي و ځړیدل ، رنګ یی تک ژړ او تندۍ یی له ګونځو ډک شو . دا ځکه دی پدې ښه پوهیدی چی دا کان د شورویانو په په مالي او تخنیکي مرسته کشف او اکتشافي کارونه یې پر مخ تللي دي ، بیا نو څنګه کیدالی شی د شوروي پلوه حاکمیت په وخت کی داسی یوه خبره منځته راشي چي د نورو هیوادونو پانګه وال ورته را وبلل شی . حفیظ هللا امین چي یو ازاد خیالي چارواکی وو او ځان په تعبدي ډول په چا پوري تړلی نه باله ، خپل د زړه خبره یې سپینه او په ډاګ پیئیلی وکړه . کازلوفسکي چي د دیپلوماتیکی ژبی سره ښه بلد وو ، څو شیبی پټه خوله پاته او بیا یی وویل : ملګری امین ! ستاسی ددی سوال دجواب صالحیت زماسره نشته خو زه به ستاسی دا فرموده و خپلو مشرانو ته په کرملین کي ورسوم . پدی توګه مالقات په یوه ترینګلی فضا کی پای ته ورسیده او یو له بله سره یی په سړه لهجه خدای په امانی وکړه . سبا ته د جمهور ریئس نورمحمد تره کی سره د لیدلو نوبت وو . هلته هم کازلوفسکی نقشه خالصه او ټولی هم هغه خبری یی تکرار کړی . تره کی نرمی نرمی ، شمیرلی او ارامي خبری کولی او په هره جمله کی یی دیپلوماتیکه ژبه کارول . ده په اخیره کی په ارامه لهجه و پوښتل : تاسی څه فکر کوی چی د عینک استخراج به کله پیل کړو ؟ کازلوفسکی په ډیری رندۍ سره هڅه وکړه چی د حفیظ هللا امین د یادونی په اړه د نورمحمد تره کی نظر هم معلوم کړی ، نویی په خندا کی ګویا د ټوکو په توګه وویل : ملګری امین هم پرون د ملاقات پروخت پدی هکله ډیرټینګار کاوه او حتی یاده یی کړه چی که شوروی ملګری نشی کوالی نو کیدالی شی د نورو هیوادونو څخه پانګه وال ورته را وبلل شي . تره کی یی خبره په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه ورغبرګه کړه او ویی ویل : ملګری امین ته زموږ اقتصادی ستونزی ډیري ښه معلومی او دحل د الرو چارو لټول یی دده له دندو نه ګڼل کیږی ، د شوروی چارواکو څخه هم زموږ اقتصادی ستونزی پټی پاتی ندی او په ټول ستونزو مو خبر دی ځکه نو زموږ هیله داده چی دوستان مو لږ نوره پاملرنه هم ورته وکړی . که دا کار له یوی ورځی نه بلی ته و ځنډوو ، خلګ به را څخه نا امیده شی . کازلوفسکی پدی پوه شو چی د امین او تره کی خبره یوه ده خو توپیر یې یوازي پدې کي دی چي امین په پښتني ږیږوالي سره سپیني خبري وکړي مګر تره کي هم هغه خبري په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه باندي وکړې . کازلوفسکي ته سره لدی چی د تره کي لخوا د امین د خبرو تائید هیڅ خوند ورنکړ ، خو شونډانو یی ساختګی موسکال پری نښوده او د تندۍ کونځو یی هم له احتیاط نه کار واخیست . پای

د کرغیړنو شیبو ترخه یادونه

له بده مرغه ترخي خاطري تر اوږدو کلونو د ذهن پر چاپیریال تور لوګۍ غوړولاي شي ، دا ځکه چي دلستوڼي د مار زهر تر بیګانه مارانو  ډیر وژونکی وي .  د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمه د هغه ناورین پیل دی چي غمیزه یې تر ننه پوري را غځیدلې او لا یې د پای ټکی لیري ښکاری . ځیني دوستان ددغي کرغیړني ورځي په  اړه ډیر ساده فکر کوي او وایی چي د نور محمد تره کی په مړینه برژنیف پر حفیظ الله امین باندي دومره په قهر شو چي نور یې د خپل قهر زغم د لاسه ووت ، سمدستی یې د افغانستان د اشغالولو او د امین د وژلو امر یې ورکړ .
       دغه ډول دوستانو ته غواړم د خپلو سترګو لیدلی حال ووایم تر د ځینو پټو واقعیتونو څخه خبر او د دغسي ذهني قضاوت  نه تیر سي . د ۱۳۵۷ کاال د عقرب میاشت وه او زه د کانو او صنایعو وزارت کي د کانو او جیولوجي د سروې رئیس په توګه د یوه قرارداد د لاسلیک پخاطر مسکو ته تللی وم . پوهاند دوریانکوف د پښتو ژبی ډیر وتلی متخصص او استاد وو . کله چي مي د خپلي ډاکترۍ پر تیزس باندي د مسکو په دولتي پوهنتون څیړني کولی ، په هغه وخت د پروګرس مطبعې لخوا راته د حق الزحمي په بدل کي د  شوروي اتحاد د نوي قبول شوي اساسي قانون و پښتو ته د ژباړلو چاري و سپارل شوي . که څه د روسي ژبي څخه پښتو ته ما د ژباړلو پراخه تجربه درلوده . خو داچي دا اساسي قانون ډیر مهم سند وو ، ما به کله ناکله د پوهاند صاحب دوریانکوف نه مرسته غوښته او هغه هم په ورین تندي منل . پدې توګه مو شناخت په یارۍ واوښت او راشه درشه مو پخه شوه . را به شم اصلی خبري ته  . مسکو کي می د نوموړي سفر په مهال یو ماښام زنګ ورته وواهه او هغه زما د ږغ په ارویدو ډیر خوښ شو او هیله یې وکړه چي بیله ځنډه یې همدا ګړی لیدو ته ورشم . په کور کي یې زما ښه هرکلی وکړ . سر یې لږ ګرم غوندي وو او سمدستي یې د ثور تر اوښتون وروسته د نوي حکومت د کړو وړو او خپلمنځي مناسباتو په اړه پوښتني پیل کړي . ما ورته د اته ګونو فرمانو او په ځانګړی ډول د د اووم او اتم لمبر فرمانو چی د نجونو د ولور د منع کیدو او بزګرانو ته د ځمکي د اصلاحاتو له مخي د ځمکو د ویشلو کیسي وکړی . د خپلمنځي مناسباتو په هکله می ورته وویل چي امین صاحب په هره بیانیه کی ځان او تره کي نوک او غوښه بولي . تره کي  صاحب هم تل دې ته ورته خبري کوي .
      دوریانکوف  ددغو خبرو په ارویدو ډیر خوښ شو او وروسته یې په ډیر ټیټ اواز ، ګویا ویریده چي بل څوک یې وا نه وري ، رانه و پوښتل چي د کرملین او کابل تر منځ مناسبات څنګه ارزوې ؟ ما ورته وویل چي ډیر صمیمی دي او او یو لړ فورمالیټي خبري می ورته و کړي . ده راته وویل دا یوه خبره په زړه کي در سره وساته چی دلته د کرملین نظر د کابل د مشرانو په اړه ډیر منفی دي . بیله ملګري  تره کي او ملګري امین نه باید بل ځای  دا خبره تر خولي  و نه باسي ( دیرږي یازیک زا زوبامي ) دا یوه روسي مقوله وه چي مانا یې ( ژبه دی تل د غاښونو شاته ساته ) ده . ما هم تر ده لا په ټیټ اواز ترې نه و پوښتل چي دا منفی نظر د کوم یوه په اړه دی ؟ ده وویل د دواړو . دلته دواړو ته په یوه نظر کوري او وایي چي دوی نه یوازی کمونیسټان  ندي بلکه متعصب نیشنلیستان دي ، د ثور پاڅون اصلا انقلاب نه بولی او وایي چی دا د نظامي  افسرانو کودتا وه . دلته په لوړ پوړ کي چارواکي داسي فکر کوي چي د وطن خواخوږي اصلی کمونیستان ( د کارمل ډله ) یې د وطنه و شړل او واک یی په دوو لاسونو ( تره کی او امین ) کی غصب کړ . ددي خبرو په ارویدو هیښ پاته شوم .
      په کابل کي مي حفیظ الله امین ته دا جریان ووایه ، هغه ډیره عادي و نیول او ویې ویل چي ښایی دوریانکوف زموږ او کرملین د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندي راغلی او تشویش پر سر اخیستی وي . دده په دغو خبرو زه هم ډاډه شوم او نور می و نه غوښته چي تر بل چا پوري یې و رسوم .
      ددغه واقعیت په ارویدو به ښایی ټول دوستان پدي پوه شوي وی چي کرملین ددغو دواړو مشرانو ګډ دښمن وو او د ۱۳۵۸ کال د سنبلې نه ډیر وړاندي او آن د اوښتون د لومړیو ورځو څخه یې د امین او تره کي د دواړو د پرځولو نقشی جوړولې . که چيري د ۱۳۵۸ کال د سنبلې میاشتي په شخړو کي امین وژل شوی وای او تره کي میدان ګټلي وای ، هغه به یې هم مجبور کړی وای چی یا واک کارمل ته وسپاري او یا دې د امین و سرنوشت ته غاړه کښیږدي . راشئ موضوع ته هر اړخیز نظر واچوو ، ځکه ساده ګي مو په سیاست کي پر کږو لارو بیایي . په دې خبره باید یقین و لرو چي برژنیف د کارمل یو ویښته د ګوند د ټول خلقي اړخ سره نه برابراوه او دا هغه ټکی دی چي ټولو پوښتنو ته مو ځواب وایي .

۲۷/۱۲/۲۰۱۵ پوهنمل حاجي محمد نوزادي