آرشیف

2018-12-26

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د لیاخوفسکی له نظره د ناورین پیل

( لومړۍ برخه )
 
هـــر يو مخ کله لايـق وی د آبـرويو
اوښکی نه درومی پرمخ دهرناولې

( رحمان بابا)

يو روسی متل وايی : « چی څوک زور لری نو دعقل اړتيا ئی نشته» . کله چی دبرژنيف کم عقله بانډ په يوه ناسنجولې عمل سره پرخپل يوه دوست هيواد افغانستان باندی چی لخوائی د هيڅ ډول خطر ډار نه درلود ، ديرغل تکل وکړ، هغه ئی اشغال او دمنځنۍ اسيا دخپلو مستعمرو پشان ئی د روسفيکيشن پلانونه ورپکښیپکار واچول ،نوهغه وخت ما داسی فکر کاوه چی دامتل د روسانو دکړو وړو سره د سمون له مخی منځته راغلی دی او يوازی ددغه اولس د واکمنانو ځانګړيتوب ښئی. دنړۍ ديوقطبی کيدلو وروسته امريکا ځان يو بی رقيبه ځواک وموند او خپلسرې ئی پيل کړه . نژدی دټولې نړۍ دمخالفت سره سره پر عراق باندی د بوش يرغل ودی پايلې ته ورسولم چی دامتل دهر زورور سره سمون خوړلای شی . وروسته پدی باور شوم چی اصلا بشری ټولنه لاتر اوسه د ذهنې ودی او تکامل په ډیرو کښتوپړاوونو کيواقع ده، اوسنۍ نړيوالې اړيکی او په ملې کچه ځان غوښتنې د زورلرونکو هيوادونو دمشرانو ذهنيت داسی عيار کړی دی چی ددغه زنځير په هريکړۍ کی بايد له هرڅه نه وړاندی خپلې شخصی ګټی په پام کی ولری او د دغو ګټو پربنسټبيا ملی ګټو او يا نړيوالو ارزښتونو ته پام واړوې . ددغی خبری دثبوت دپاره کيدلای شی په يوه يا بل شکل کی ديادونې وړ ډيري بيلګی په ګوته شید دی ډول بيلګو څخه يوه تر ټولو کرغيړنه ئی په ١٩٧٩کی دکرملين دناپوهو واکدارانو په برخه شوه . د١٣٥٨ کال دجدی شپږمه نيټه دافغانانو دهغي غميزی پيل دی چی پايلي ئی دپرافغان مين اولس په ميړانه دنړۍ په تاريخ کی دشوروی امپراتورې په نړيدو سره يو نوی پړاو رامنځته کړ. ددغه بشری ناورين څخه که هرچا دخپل توان او وړتيا په پيمانه ګټه ترلاسه کړه ، خو يوازی افغانان دی چی په کور کی ئی دکرملين په مردارو لاسونو د بل شوی اور لمبی لا اوس هم د اسمان لورته په جګيدو دی
راشې وګورو چی نوموړې کړغيړنه پريکړه دغه انسان دښمن شيطانې ځواک په کوم دليل او دڅه پخاطر ترسره کړه . جنرال لياخوفسکی په خپل ( دافغان ميړانه او غميزه ) نومی کتاب کی داخبره لا اوس هم يوه معما ګڼلې ده . په دغه کتاب کی ليکوال دنوموړې غميزی مختلف اړخونه څيړلې چيدلوستلو وړ ټکې می دلته را سپړلې دیغواړم دهمدغی توری ورځی په پلمه دده دکتاب نه داګړۍ يوازی دهغه د دوهم پاړکی ( فصل ) نه چی سرليک ئی (افغانستان ته دپوځونو دليږلو په باب ستونزمنه پريکړه ) دی ، يو څو کرښی وشنم او د لوستونکو مخ ته ئی کښیږدمليکوال که ديوی خوا هڅهکړی دا وښئی چی افغانستان ته دشوروی پوځونو ليږل، دافغانی مشرانو ( نورمحمد تره کی او حفيظ االله امين ) داړتياوو له مخی د هغوي په غوښتنه اودهغوی سره دمرستې په موخه ترسره شوی دی ، خو دبله پلوه هغه د ( کی جی بی ) لخوا وړاندی شوی اسناد او دليلونه چی ليکوال دافغانی مشرانو دغوښتنو په هکله دلته نقل کړيدی، دهغو کړنو سره هيڅ ډول سمون نلری، کوم چی دغه پوځ دافغان خاوری داشغال په موخه ترسره کړه . دی په هغه په اصطلاح سند کی چی دنورمحمد تره کی او کاسيګين ترمنخ دتليفونې خبرو جريان پکی ليکل شويدی، ښئی چی دهرات تربلوا وروسته دبلوا دځپلو پخاطر نورمحمد تره کې د کاسيګين نه دپوځی مرستو غوښتنه کوی او کاسيګين دنړۍ او سيمې دشرايطو په نظر کی نيولو سره دپوځونوليږل د دواړو خواوو په ګټه نه بولې او پايلې ئی دخطره ډکی بولې . ددی خبرو اترو جريان دکتاب په ٧٤ مخ کی پدی کرښو پای ته رسيږی
 (… دغه خبری په کابل کی دلوی پوځی سلاکار جنرال ل. ګاريلوف دياور لخوا ژباړل کيدلې او د ب. باڅانوف لخوا ثبت کيدلی) . که څه هم دکتاب په ٨٨ مخ کی ليکوال پخپله ليکی چی : (… دهرات بلوا حکومت ته وفادارو ځواکونو پرته لدی چی د شوروی پوځونو مرسته تر لاسه کړی، پخپله وځپله ). له دی نه چی تيرشو په لوړه موضوع کی دحقيقت څرګندولو په هکله منطق ډير کمزورې ښکاری ځکه اول داچی دي خبرو دکابل او مسکو تر منځ په تليفون کی جريان درلود او ترهغه ځايه چی زه معلومات لرم ، تره کی او کاسيګين دواړه په انګريزی ژبه پوره بلد خلګوه او وژباړونکې ته اړتيا نه بريښیده . دوهم داچی (کی جی بی) پخپله په مسکوکی دثبتولو بشپړ امکانات درلوده ، او پدی خاطرنو په کابل کی بيا ددوی د اجنټانو لخوا دثبتولو ضرورت څه وو ؟ لياخوفسکی له يوی خوا دکتاب په ٩٢ مخ کی ديوه پټ راپور له مخی دحفيظ االله امين دخولې ليکې چی دشوروی پوځی ټولګې که افغانستان ته راوليږلی شی نو په جګړو کی به ونډه نه اخلې اويوازی به ديوه ډاډمن ډال په توګه دنده سرته رسوی، خو لږ وروسته په ٩٣ مخ کی بيا ديوه بل پټ راپور پر بنسټ همدارنګه دحفيظ االله امين له قوله ليکی چی دشوروی څرخکو (هيليکوپترونو) نه به دپاکستان څخه دراليږل کيدونکو ياغيانو او تروريستانو پرخلاف په جګړو کی کار واخيستل شی . دلته زما په اند دوه ټکې دپام وړ دی چی دموضوع رښتينوالۍ تر سوال لاندی راولې
الف – دغه دوه راپورونه ديو دبل ضد غوښتنې رامنځته کوی.
ب – ټولې نړۍ اوپه ځانګړې توګه دافغانانو پاخهنسل ته معلومه ده چی په هغه وخت کی لا دپاکستان څخه دوسله والو ياغيانو او تروريستانوداسي ډله ايزه راليږنه پيل شوی نه وه چی دهغوی سره دی دجګړه ايزو عملياتو ضرورت دومره زيات شی چی له بل هيواد نه ئی پرضد پوځی مرسته وغوښتله شی ، داخبره دوخت دواقعتونوسره هيڅ سرنه خوریښاغلۍ لياخوفسکی همدارنګه د( کی جی بی ) يوه بله ځانګړۍ دوسيه ( بيخی پټ لاسوند ) پرانيزی چی هلته دشوروی اتحاد کمونيستی ګوند د سياسی بيرو ديوی غونډی جريان ثبت شويدی، چيری چی پ. کيريلنکو، فاوستينوف (دملې دفاع وزير)، ن. کاسيګين (دوزيرانو دشورا رئيس يا صدراعظم )، ی. اندروپوف ( د کی جی بی رئيس ) ، ک. چرنينکو، ل. زمياتين او دخارجی چارو وزير ښاغلۍ ا. ګروميکو حاضر دی او افغانستان ته دپوځی ټولګيو د احتمالې ليږلو موضوع څيړی ( دکتاب د ٧٥ – ٧٩ مخونو پوری ) . پدی راپور کی دهر يوه حاضر غړۍ دنظر ټکی درج شوی چی هريوه په خپل وار دپوځونو دليږلو سره په ډاګه مخالفت څرګند کړي او دخپل مخالفت دليلونه ئی هم په ګوته کړيدی . ديادونې وړ ده چی په سند کی تاريخ ندی ښودل شوی او دخبرو دجريان نه داسی ښکاری چی پخپله برژنيف په جلسه ګډون ندی کړی .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی