آرشیف

2019-8-19

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه

( لومړۍ برخه )
 
په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد پهAarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې لومړۍ برخه :
د نننۍ پرتمیني غونډي درنو ګډونوالو ، آغلو او ښاغلو!
د ویاړه ډګه خبره بولم چي د غربت د ټولو کمزوریو او محرومیتونو سره سره ، ډنمارک میشتي افغانان پدې توانیدلي چي دهیواد د استقلال سلمه کالیزه په ویاړمنه توګه ولمانځي . د غونډي د جوړولو ستړیاوي که تر لویه بریده د افغانستان د ملی تحریک پرغاړه وي ، خو هر افغان باید پدې اړه پر خپله ونډه او ګډون باندي و ویاړي . 
زه غواړم پدغه مهمه ورځ د امان الله خان یوې تاریخي بیانیی ته ستاسی پام را واړوم . دده ددغي بیانیي څخه موږ دقیق حدس وهلای شو چي ځوان او نوی خپلواکی ته رسیدلی پر وطن مین واکمن د خپل هیواد راتلونکې  په څه کي لیدل : 
 داستقلال تر لاس ته راوړلو وروسته،شاه امان الله د کابل په جامع جومات کی یوه تاریخی بیانیه ورکړه چی متن یېوتلی مورخ عبدالرحمن زمانی د برټانیوی هند دمحرمو اسنادو له ارشیف نه تر لاسه کړی دی. غواړم ددغي ویاړلی ورځي د سلمي کلیزي په لمانځغونډه کي د نوموړی بیانیی برجسته ټکی د ګډونوالو سره شریک کړم. دلته څو خبري د یادولو وړ بولم : د ځوان شاه په بیانیه کي یو شمیر ترمینونه یا اصطلاح ګاني لکه ملت ، حکومت ، دولت او نور دهغه مهال د پوهاویو له مخي کارول شویدي . شاه امان الله کله چي ددغي بیانیي په ترڅ کي د ازادی معنی تشریح کوی ، دی د ازادی یو مهم شرط دا بولی چی یو  ازاد هیواد باید د نړۍ د لویو قدرتونو له ډلي نه وګڼل شي . البته دده موخه دا وه چی واړه اوکمزوره هیوادونو ته لکه څنګه چي ازادي تر لاسه کول سخته ده ، همدرانګه یې ساتل ورته اسانه کار ندی . ځکه نو ده پتیئلی وه چی خپل ګران هیواد افغانستان ته باید هر اړخیز پرمختګ ورکړي ، څو و کولای شي ځان د نړۍ د لویو قدرتونو سره سیال کړي . دی پوهیدی چی هیواد یې یوازی د اقتصادی اونظامی توان په درلودلو سره خپل استقلال ساتلای شی او د نورو اړمنو اولسونو سره مرسته کولای شي . ځکه یې نو د معاصرو غوښتنو سره سم د پیاوړتیا او پرمختګ پلانونه تر لاس لاندي و نیول . 
راشئ چي دا هر څه پخپله دده له خولي نه واورو .

په نوموړی مسجد کي چي خورا ډیر خلګ حاضر وه ، ده خپله تاریخي وینا په ډیر ویاړ او برم سره د وطنپالني تر احساساتو لاندي داسی پیل کړه :

« ای زما هوډمن ملته !
ستاسو به ښه په یادوی چی ما دخپل سلطنت په پیل کی،شاهی تاج پدی شرط پر سر کښیښود چی د افغانستان بشپړه داخلی او خارجی آزادی به تر لاسه کوم». 
هغه وخت لوستی قشر دومره پراخ نه وو . پدې خاطر ده غوښته چي اولس یي دده ددغه هوډ په مانا او منځپانګه باندي و پوهیږي ، نو یې خپلو خبرو ته داسی دوام ور کړ :
« اوس غواړم تاسو ته څرگنده کړم چی د یوه هیواد خارجی او داخلی آزادی او همدارنگه د یوه خارجی هیواد تراسارت لاندی والی څه معنی او مفهوم لری؟یوه هیواد ته هغه وخت په خارجی او داخلی چاروکی آزاد ویل کیری چی و کولای سی د نړی له لویو قدرتونو څخه وشمیرل سی، دا حق ولری د هر حکومت سره په سیاسی او سوداگریزو چارو کي هوکړی لاسلیک ، دخپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره وحدت او د اړتیا پر مهال مرستی ور سره وکړی او په نړۍکی د بل هیڅهیواد تر نفوذ لاندی نه وی. پدی توگه دخپلهیواد پهټولو چاروکی د آزاد لاس درلودل او دخپل هیواد په گټه د هری چاری د اجرا کولو توان ته استقلال ویلای شو» . دا وه دده له نظره د ازادۍ او استقلال مانا چی د خلګو د فهم سره یې سم توضیح کړه . وروسته یې د اسارت د تشریح کولو په موخه خپلي خبري داسی و غځولې : 
« دبل لوری نه تر اسارت لاندی والی وهغه څه ته وایی چی د نړی د قدرتونو څخه ونه شمیرل شی، دنورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسی هوکړو اجازه ونلری او ونه شی کړای د خپلو هممذهبو او همنژادو وړونو سره مرستيوکړی او همدارنګه دا حقونلری چی د هغه هیواد داجازی نه پرته ، چی تر نفوذ لاندی یی دی ، دکوم بل هیواد سره اړیکي او سروکار ولری». پدې وخت کي یې د برټانیا سفیر ته د هغه هیواد د ناوړه نیت او کړنو پخاطر پدې ډول پیغور ورکړ :
« . . . . که څه هم نفوذ لرونکی هیواد ښایی په ظاهره او سربیرن ډول ځان دوست وښئی، مګر په واقعیت کی به یی دښمن وی او جرړی به یی باسی» .ددغه پیغور سره سم یې دا هم وښودل چي استقلال یې د نورو هیوادونو لخوا په ښه توګه بدرګه شویدي او زیاته یې کړه :

« زه نن دخپل خدای نه شکر باسم چی خپل هدف ته یی ورسولم .همدا اوس زموږ د هیواد استقلال د ترکیی ،المان،برټانیی،روسیی،اطریش، او بخارا د هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل سوی دی. زه نن دغه لاس ته راوړنی تاسو ته اعلانوم او ددغو ټولو بریالیتوبونو مبارکی درته وایم» (اوږدی چکچکی او ستاینیز شعارونه ) .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا .
پوهنمل حاجي محمد نوزادي