آرشیف

2019-4-21

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

ستاسی تحلیل به پدې اړه څه وي ؟

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیېاستازی پیري مایادون د اپریل په ۱۸نیټه دستراتیژیکو څیړنو په مرکزکي اولسمشرۍ ته د ځینو نوماندانود وړاندیز په ځواب کي وویل : موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې په راتلونکي میاشت کي د اشرف غنی ددورې د پوره کیدو سره سم یو مؤقت حکومتجوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي.
 
ده دا هم و ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږياوزیاته یې کړه : «که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو».
ښایي دا به یوه دیپلوماتیکه ژبه وي چي یوازي دیپلوماتانو ته د پوهیدو وړ وي . خو :
 ماته خو ددي خبري له تحلیل نه داسي ښکاری چي که د سولی پروسه پر مخ شړو ، بیا نو د راتلونکو ټولټاکنو خبره ګلجانۍ ده . که رښتیا هم دا خبره ګلجانۍ شوه او د خدای په غوښتنه د سولي لمر را وخوت ، بیا نو د انتخابي اداري بدیل بیله مؤقت حکومت نه بل څه کیدای شي ؟ ستاسي نظر؟

پای . 
 
ډنمارک ــ ۱۹ / ۴ / ۲۰۱۹
 پوهنمل حاجي محمد نوزادی