آرشیف

2019-4-10

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د افغـاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره

( دوهمه او وروستۍ برخه )

دتیري برخي په تړاو :
او دا هم د جیولوجیستانو د ورځي سره تړلې یوه په زړه پوري خاطره :   
د ۱۳۵۸ کال په پیل کي د یو پر نیم میلیون ( ۱/۵۰۰۰۰۰ ) په مقیاس د ټول افغانستان په کچه د جیولوجي او کانو دوې نقشي چاپ شوی . دا نقشي هغه مهال په سیمه کي بیساري وی یانی ایران ، پاکستان او هند د خپلو هیوادونو د ټول قلمرو په کچه پدغه مقیاس دا ډول نقشې نه درلودې . د نقشو کاغذي لویوالی نژدی دوه متره په یو نیم متر کي وو . د نقشې په لوړه برخه کي د هغه وخت د غوښتنو برابر په سره فون کي ډیر غټ د خلق نښان چاپ شوی وو . ددغو نقشو څخه پر جیولوجیکي بیز یوه یوه د کانو نقشه زما ، د کانو د معین او د وزیر په دفترونو کي پر دیوال ځوړندي وې . وزیر او معین د ۱۳۵۸ کال د جدي د شپږمي دناورین وروسته د نقشې په سر کي د خلق پر نښان باندي د اشغال د وخت دولتي نښان سریښ کړ . ما دا کار ونکړ او دلیل مي دا راوړ چی پر نقشه د چاپ نیټه لیکل شوی او دا نښان اوس رسمیت نلري او یوازي تاریخ دی لکه د پیسو پر لوټونو او نورو ځایونو کي چي سته . 
    خبره د خاطرې په اړه وه . اوس به د نقشې سره په تړاو کي خپله یوه  نه هیریدونکي خاطرهدر سره شریکه کړم :
     خدای مي دی غاړي نه بندوي ، فکر کوم ۱۹۸۴ کال به وو . د جیولوجستانو د ورځي د لمانځلو په تیاریو بوخت وو چی د پنجشنبې په سهار د وعدي سره سم د تلویزیون مرکچي د یوه نفر کامره مین ( کامره والا ) سره دفتر ته راغلل او ویدویي مرکه مو پیل کړه . کله چي مي د معدنو په هکله توضیحات ورکول ، پاڅیدم څو پر دیوال باندي دنقشې پر مخ ځیني ځایونه ورته و ښئیم . و مي لیدل چي کامره والا هم څو ځلی کامره پر نقشه تیره را تیره کړه . د جمعي په ماښام یې په تلویزیون کي د جیولوجستانو د جشن د لمانځلو د راپورتاژ په لړ کي زما مرکه هم ښودله چي کامره والا د خلق پر نښان کامره برابره کړی وه ، څو ځله به یې د لیدونکو د توجه د پاره هغه لوی او وړوکی کړ چی د تلویزیون ټوله صفحه یې پرې نیول . زه نپوهیږم چی هغه دا کار قصداً یا په تیروتنه کړی وي ، خو ماته خدای شاهد دی د حیرانتیا وړ او په زړه پوري وو . 
     د شنبې په سهار مرکچي او کامره والا دفتر ته راغلل چی د دوی د حاضرۍ او کار تصدیق وکړم . په ضمن کي یې راته وویل : د ښادۍ د جیولوجستانو ورځ مو شه ، موږ خو مو ډیر تاواني کړو . ما ترې و پوښتل چي ولي او څنګه . هغوی راته په ډیرخفګان سره د تلویزیون پر صفحه د خلق د نښان کیسه وکړه چی له کبله یې دوی هر یو پنځه لس ورځي کسر معاش یاني جریمه کړی وه . ما ورته وویل چي دا خو رښتیا هم ښه کار ندي شوي . زنګ مي وواهه او د اسناد او ارتباط مدیر مي را و غوښت . هغه ته مي هدایت ورکړ چي د راډیو تلویزیون ریاست ته استعلام ولیږي او ددغو کسانو د معاشو د اندازې پوښتنه ترې نه وکړی . هغوی استعلام واخیست او څو ساعته وروسته یې ځواب راوړ . دواړو ته مي د جیولوجستانو په جشن کي د جدي همکاریو له کبله یوه یوه میاشت بخششي حواله کړه . دوی ډیر خوښ شول او په لوړ اواز یې شعار ورکړ :
فرخنده باد روز جیولوجستهای افغانستان !
زه پدې توګه د افغانستان ټولو جیولوجستانو ته چي دهیواد اقتصادي ستني یې پر اوږو اخیستي دي ، ددغي ورځي مبارکي وایم او په اړوندو چارو کی ورته ستري بریاوي غواړم .
ـــ پرتمینه او ځلانده دي وي د افغانستان د جیولوجستانو ورځ !
ډنمارک ـــ ۲ / ۴ / ۲۰۱۹
 

د افغاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره

 

دا لوړه یوه جیولوجیکي نقشه ده چي پدې وروستیو کلونو کي زموږ د هغي پخوانۍ نقشې په پرتله په واړه او غیر معیاري مقیاس ( ۱/۸۵۰۰۰۰ ) سره د امریکا د جیولوجیکي سروې د ادارې لخوا جوړه شویده . ددغي نقشې اساس هم هغه زموږ پخوانۍ نقشه ده . خو داچي مقیاس یې تر هغې کوچنی دی ، د جیولوجیکي جوړښتونو د جزئیاتو ښودلو توان یې کمزوری دی .
     ـــ پرتمینه او ځلانده دي وي د افغانستان د جیولوجستانو ورځ !
د لیکني پای .   ډنمارک ـــ ۲ / ۴ / ۲۰۱۹
پوهنمل حاجي محمد نوزادي