آرشیف

2019-4-28

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د ۱۳۵۷ کال ثور او څو تاریځی واقعیتونه

کله چي د روڼ آندو تر منځ ددغي ورځي نوم اخیستل کیږی ، سمدستي یو دوه قطبي حالت را مخته کیږي . یو شمیر یې ډانګ پلاس ودریږي او هر څه یې د یوه مخه ردوی او بد رد ورته وایي . بله ډله بیا په پټو سترګو ورته ګوری او د یوې زرې نیمګړتیا هم ور پکښې لیدلای نشي او په نظر یې هرڅه سم پر مخ تللی دي . 
ددغه کال او په تعقیب یې د ۱۳۷۱ کال د ثور په میاشت درې پیښي وشوې چي په یوه یا بل ډول یو د بل علت یا معلول ګرځیدلای شي .
۱ ــ د خیبر ترور او وژنه : 
که څه هم دا ناوړه عمل د وري میاشتي په وروستیو کی تر سره شو خو اصلي پیښو یې په ثور کي دوام و موند . دا وژنه ښایی د ټولني په روڼ انده قشر کی د ځینو تضادونو محصول وي ، خو د هیواد په دودیز سیاست او واکمنۍ کي د ستر بدلون لامل و ګرځیده . ددغي پیښي په اړوند د خیبر د جنازې پر مهال سوله ایزي بېساري کتلوي پراخي مظاهري دا وښوده چي د دودیز سیاست د بدلون د پاره په ټولنه کي څرګند بنسټ منځته راغلی دی . 

۲ ــ د ثور د ۷ نیټې اوښتون :
د خلق دموکراتیک ګوند د هیواد د پیاوړي لیکوال نور محمد تره کي په مشرتوب تر دغه مهاله د هیواد په روڼ آنده قشر کي دومره ژوري ریښې ځغلولي وي چي ساری یې نه وو لیدل شوی . د شاهي دودیز رژیم په وړاندي د داؤد خان تر کودتا وروسته ، په هیواد کي ښی لاسي افراطي نظریاتو د هیواده بهر په ځانګړي توګه په پاکستان او تر یوه حده هم ایران کي د استخباراتي کړیو لخوا ملاتړ و موند چی د داؤد خان واکمنۍ ته ګواښ شو او پر ضد یي څرګند ګامونه محسوس وه . داچي داؤد خان تل شوروي پلوی سیاست چلاوه او د واک په پیل کي یې د پرچم پر ګوند تکیه کړې وه ، په همدې خاطر د خلق دموکراتیک ګوند هم د یوه کیڼ لاسي نهضت په توګه د اخوانیانو لخوا تر سخت تهدید لاندي راغي . ددغه تهدید د مخنیوۍ لپاره د ګوند مشرتابه اړینه و ګڼل څو په اردو کي د ځان د دفاع پخاطر پلویان و لټوي او تر منځ یې سیاسي کار و کړي . ددغه کار د پاره یې حفیظ الله امین چي یو زړور سیاستوال وو ، و ټاکه . دده د نه ستړي کیدونکي کار له مخي په لنډه موده کي نژدي ټول اردو خلقي و ګرځید . 
کله چي د خیبر د جنازي په وخت د مظاهرې له کبله دګوند رهبري د داؤد خان زندان ته ولویده ، د حفیظ الله امین په قومانده د نظامي پاڅون په پایله کي د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ نیټه سیاسي واک د خلق دموکراتیک ګوند لاس ته ورغی . 
دغه واک چي نژدې ۱۸ میاشتي و غځید ، اصلی منځپانګه اته ګوني فرمانونه وه . سره لدې چي دا ټول فرمانونه د خلګو په ګټه او د شرعي احکامو سره برابر وه خو دا چي ګوندی چارواکو د عملي سیاست تجربه ندرلوده ، صلاحیتونه احساساتي کادرونو ته وسپارل شوه ، د فرمانونو په عملي کولو کي د نااړین تشدد نه کار واخیستل شو . دغه کار د یوي خوا ، په کور دننه او بهر کي د ګوند او اولس د مخالفانو لخوا پراخو تبلیغاتو له بلي خوا د خلګو تر منځ یو لړ نارضایتونه منځته را وستل . دغه چاري او د واک پر سر د مشرانو خپل منځي شخړي د ثور د اوښتون اساسي نیمګړتیاوي او د ناکامۍ بنسټیز لاملونه ګڼلای شو . البته د کرملین په امر د سره اردو یرغل او د هیواد اشغال خلقي حاکمیت ته د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږم ماښام د پای ټکی کښیښود او یوې ستري غمیزي ته یې لاره هواره کړه .

۳ ــ د ۱۳۷۱ کال د ثور ۸ نیټه :
دغي ورځي چي اصلي لامل یې د سره اردو لخوا پر دوست هیواد افغانستان باندي د یرغل او بیا د وتلو پر وخت نا سنجول شوي سیاست وو ، په وطن کي یې داسي اور بل کړ چي لمبې یې دا اوس هم اسمان ته خیژي او تر ۴۰ کالو وروسته یې د پای څرک نشته . دا خبره هم څرګنده ده چی د امریکایي ائتلاف په مټ د هیواد اشغال د غمیزي بار نور هم دروند او روان ناورین لا پیاوړي کړ .
دا وه د هغو پیښو او واقعیتونو یادوونه چي د ثور د ۷ نیټې په پلمه یې لنډیز په څو کرښو کي وړاندي شو .
 ـــ د هیواد د سوکالي او د سولي د ټیګښت په هیله !

پوهنمل حاجي محمد نوزادي