آرشیف

2019-4-24

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د ستري محکمې پریکړه او د اشرف غني حقوقي مؤقف

د رسنیو د لاري ما هم د نوي جمهور رئیس تر ټاکل کیدو پوري د اوسني جمهور رئیس د صلاحیت د غځولو په اړه د ستري محکمي پریکړه وارویدل .
زه په ۱۳۵۸کال کي د اساسي قانون د تسوید د پاره د پیاوړي قانونپوه عبدالسلام عظیمي صاحب په مشرۍ د کار د کمیټې غړی وم چی د شوروی په یرغل سره یې کار نیمګړۍ پاته شو . همدارنګه د هیواد د وتلي سیاستوال خدای بخښلي عبدالرحیم هاتف صاحب په مشرۍ د هغه اساسي قانون د کار د کمیټې غړی وم چي د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال نافذ شو . پدې توګه زه د تجربې له مخي په بشپړ جرئت ویلای شم چي د اساسي قانون نه نیولي ، هیڅ قانون مکمل او د نیمګړتیاوو څخه بې برخي ندی .
زموږ اوسنی اساسي قانون د خپلو ټولو ښیګڼو سره سره پدغسي حالاتو کي د جمهور رئیس د واک غځولو په اړوند واضح ماده نلري او غواړی یا نه غواړی داخبره اړینه ده چي یوه باصلاحیته مرجع باید دنورو مادو ، مشخصو حالاتو او ملي ګټو په پام کي نیولو سره تفسیر او پریکړه وکړي . ددغه کار د پاره د ستري محکمي پرته بله باصلاحیته مرجع نشته .
که د محکمي دا پریکړه د ښاغلي اشرف غني په اړوند د ځینو دوستانو په آند د اساسي قانون سره برابره ڼه ښکاري ، بیا نو ایا د کوم بل کس په هکله داسي یوه پریکړه قانوني کیدلای شي ؟ بله دا چي په ورته حالاتو کي باید یوه پریکړه وشي ځکه په ټولنه کي یو داسي فورس ماژور حالت منځته راغلي چي نوي مجهور رئیس د اساسي قانون د ۶۱مادې له مخي پر ښودل شوي وخت ټاکل کیدلای نشي . بیا نو کومه پریکړه باید وشي چي تر دغي پریکړي یې قانوني بنسټ قوي وي ؟ دا چي ځیني دوستان وایي چی یوه بې پرې مؤقته اداره دي منځته راشي ، نو دغه کار به د کوم قانون د کومي مادي له مخي تر سره شي ؟ ځیني بیا دا دلیل راوړي چي ګویا اوسنی جمهور رئیس دغه موده د ځان د پاره د کمپاین په موخه کاروي . که چیري ټولټاکني پر خپل وخت تر سره شوي وای ، نو هغه وخت به ده د ځان په ګټه دا کار نه وای کړی ؟ 
 
دا چي اوسنی جمهور رئیس د پنځو کالو راهیسي واک او صلاحیت لري ، پدې توګه که دی شپږ راتلونکی میاشتي نور هم کار ته دوام ورکړي ، واک به په دودیز ډول ور سره پاته وي . که بل چاته ددغي مودي د پاره دا واک و سپارل شی ، برسیره پر دې چی هغه به هم قانوني نه وی ، د اداري ګډوډیو د نه راتلو ضمانت یې هم څوک نشی کولای . موږ و لیدل چي دقطر غونډي ته د پلاوي پر ټاکلو افغان سیاستوال څو میاشتي نه سره جوړیدل ، بیا نو د دغسی څو ورځنۍ مؤقتي اداري د مشر او د غړو پر ټاکلو به دغه ښاغلي یو د بل سرونه سره مات نه کړي ؟
ما تل د هر چارواکي بریاوو ته بریا ویلې او هري نیمګړتیا ته مي نیمګړتیا . نه د چا خیاط وم او نه هم یم . دا څو کرښي مي په حقوقي چارو کي د خپلي عملي تجربې له مخي یادي کړې او بس .
 
و ما علینا الالبلاغ