آرشیف

2018-9-6

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

څلورمه او وروستۍ برخه :  د تیري دریمي برخي په تړاو او ادامه .
تر هغه ځایه چي زما را یاد دي ، د اتیایمو کلونو د پیل څخه او د شوروی لخوا د افغانستان تر اشغال پوري د هیواد په شمال کي د لاجوردو ، ګازو ، تیلو ، د خوړومالګي ، ډبرو سکرو او یو لړ ساختماني موادو او یو شمیر نورو وړو کانو صنعتي زیرمي ، په لودیز کي د هرات د مرمرو او رخامو ، په مرکزي برخو کي د حاجیګګ د اوسپني کان ، په جنوبی او ختیزو سیمو کي د هلمند د یورانیمو ( خانشین ) ، مرمر او رخامو کانونه ، د جګدلک د یاقوتو ، دننګرهار په ماماخیلو کي د تالک ، په لوګر کي د کرومایټو ، د غزني په زرکشان کي د طلا  او  په پنجشیر کي د زمرودو د کان زیرمي تثبیت شوی وې . د عینک د مسو کان يوازنۍ معدن دی چي اکتشافي کارونه یې د کشف ( ۱۳۵۳ کال ) سره جوخت په ۱۳۵۴ کال پیل او د زیرمو ډیره برخه یې د اشغال په کلونو کي محاسبه او تثبیت شوه . ددغه معدن د کشف د کیسي په تړاو زما یوه خاطره ډیره په زړه پوري ده . انشاالله که مي فرصت پیدا کړ ، یو وخت به یې تر لوستونکو پوري ورسوم . البته دلته په لوړو کرښو کی یوازي د هغو معدنو یادوونه شویده چي د زیرمو پر ارزوني باندي یې تر لویه بریده اړین کارونه تر سره شویدی . ددغه وړاندي شوي لست پر بشپړتوب ټینګار نه کوم .
       د نوموړو کانو له ډلی د حاجیګګ د اوسپني کان د اسیا تر ټولو لوی او په نړیواله کچه یو د لومړیو لویو معدنو به کتار کي راځي او د عینک د مسو کان د نړۍ د څلورو سترو کانو په ډله کي پروت دي . د شمال د ګازو زیرمي ستري دي او د ډبرو سکرو زیرمي د هیواد د اړتیاوو بسنه کوي . د هغه وخت د ارزونو او محاسبې له مخي په افغانستان کي د تیلو زیرمي له بده مرغه ډیري وړې وې چي د ننني اړتیاوو وړه برخه هم نه پوره کوي . خدای دی وکړی چي نوو څیړنو پدې هکله نوي هیلي را ټوکولي وی .
       د لوړو یاد شوومعدنو پرته یو لړ نور واړه معدنونه هم وه چي زیرمی یې تر یوې کچی محاسبه شوي وې ، لکه : د نورستان بیروج ، د غور سرب ، جست او سیماب ، د غوربند بیرایټ ، دهرات د ډبرو سکاره ، مس ، قلعی ، ګچ ، مالګه او بیرایټ ، د ارزګان فلورایټ او شامقصود ، د بدخشان اوسپنه او طلا ، د لوګر ازبست ، ګرافیت او په دربند کي مس ، د زابل مس او المونیم ، د کندهار په دره نور کي سرب او جست او په خاکریز کي طلا ، د فراه قلعي ، د کنړ بیریل ، د بلخ په البرز کي سلفر ، د کابل په ماهیپر کی شامقصود ، د خوست کرومایټ او د پکتیا په میرزکه کي طلا . ځیني نور د وړو معدنو څرګندویه نښی هم وې چي په یادولو نه ارزي .  لکه څنګه چي می یاده کړه د شورویانو لخوا تر اشغال نه وروسته ټول هیواد د جنګ په لمبو کي کړیدی . نه یوازی داچي په اتیایمو کلونو کي نوی کان پیدا نشو ، بلکه پر هغو پخوانیو پیدا شوو معدنو باندي هم کار په ټپه و دریدي . ددې خبري څخه هم سترګي نشو پټولای چی د افغانستان د کانو په کشف کي چی څومره شوروي ماهرانو کار کړي ، بل هیڅ هیواد به هم په یوازي توګه دومره کار و نه کړي . د همدغه ډول کارونو له مخي خلګو ورته د دوستۍ غیږه پرانیستل ، خو د کرملین لنډه غر او عاقبت نه سنجونکو واکمنانو هغه څه و کړل چي هم یې زموږ په هیواد کي د ستري غمیزي اور بل کړ او هم یې پدې داو کي خپله لویه امپراتوري د لاسه ورکړه .
       د پنتاګون په راپور کي یوازي د جنوبي سیمو د معدني زیرمو ارزښت یو میلیارډ ډالر ښودل شویدی چی هغه مهال د افغانستان د کانو او صنایعو وزیر بیا د هیواد د معدني زیرمو ارزښت درې میلیارډه ډالر یاد کړ . زما په نظر دا دواړه رقمونه دقیق ندي . دا ځکه : ۱ ــ په اړوندو سیمو کي د ټولو کشف شوو عناصرو شتون لا تر اوسه د معدن نومولو تر کچي څیړل شوی ندی . ۲ ــ پر نوموړو معدنو باندي اقتصادی ـ تخنیکي څیړني تر سره شوی ندي . زه باور لرم که د افغانستان طبعي معدني زیرمي که په دقیق ډول دنوو متودونو او پرمخ تللی تخنیک په مټ و څیړل شي اودغو موادو ته د نړیوالو ورځ تر بلي زیاتیدونکي اړتیا او د قیمتونو یو په بل پسې جګوالی په پام کي و نیول شی ، کیدلای شی چی ارزښت به یې لدې نه هم زیات وي . په هر حال یاد شوی رقمونه لا تر اوسه دقیق بللای نشو .
        دامریکایانو په راپور کي د یادو شوو کانو د ذخیرو د محاسبې په اړه باید ووایم چي د رسنیو د مالوماتو له مخي امریکایي کارپوهانو د شوروي جیولوجیستانو لخوا د لیکل شوو راپورونو تر لوستلو وروسته پر ډیرو اړوندو سیمو باندي څیړني د الوتکو په مټ له هوا څخه تر سره او بیا یې پرمختللي تکنالوژي هم د هوا څخه پکار واچول او دغه معدنونه یې په دري اړخیز ( سه بعدي ) ډول و څیړل . ښایي د پنتاګون لخوا خپور شوی راپور به د همدغو وروستیو څیړنو پایله وي . پدي کی هیڅ شک نشته چي ددې ډول څیړنو د لاري د معدنو په هکله ډیر اړین مالومات تر لاسه کیدلای شي مګر تر هغه ځایه چي زه د جیولوجي د یوه شاګرد په توګه پوهیږم ، دغه څیړني سره لدې چي اړیني دی خو بشپړي او کافي ندي . د معدن د زیرمو دقیقه محاسبه تر دي ټولو برسیره و ځای په ځای نیغ په نیغه کار ، کیندنو او حتي برمه کاریو ته اړتیا لري چي دا کار لا تر اوسه نه امریکایانو او نه هم د دوی نورو ائتلافي انډیوالانو تر سره کړی . که زیرمي په علمي متودونو سره دقیقي محاسبه نشي ، بیا یې نو مقدار يوازي د اټکل په کچه یادولای شو . کیدلای شی دا اټکل تر ډیره واقعیت ته نژدي وي خو پانګه وال پر اټکلي مقدار باندي و پانګوني ته زړه نه ښه کوي .
       لکه څنګه چي مي په پیل کي یاده کړه ، د افغانستان د جیولوجیکي نقشې له مخي د هیواد د خاوری تر ځمکي لاندي جوړښت لوړ معدن زیږونکی پوټنشیال لري . که چیري دا پوټنشیال د نوی پرمختللی تخنیک په مټ و څیړل شي ، احتمالی موجود معدنونه کشف او د کشف شوو معدنو د زیرمو په محاسبه کي د پرمختللی تکناوژۍ نه کار واخیستل شی ، په هیواد کي د جنګ لمبې مړې شی او د دموکراسۍ تر څنګ د قانون دیکتاتوري واکمنه شی ، د اقتصادی مافیا او نورو زورواکو ټوپکیانو لاسونه پرې شی ، فساد ته مرګ موش ورکړل شي او د کانو د لاری تر لاسه شوې پانګه د یوه منظم علمي پلان له مخي د هیوادوالو د سوکالی په چارو کي ولګولي شي ، نو بیله شکه کیدلای شي چی د ځمکی لاندي زیرمو او سرچینو له برکته د افغانانو د پاره د ځمکی پر مخ جنت جوړ کړل شی .  و من الله توفیق . د لیکنی پای

نیټه : ۵  / ۹ / ۲۰۱۸
ډنمارک هیواد ، د Aarhus ښار
   پوهنمل حاجي محمد نوزادي