آرشیف

2019-3-18

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د « نا آشنا میرمن » د تابلو معما

پیمانو کي یې د سترګـو ، نصوحا تـوبـه ماتیږي
تــه بــه و وینې زاهـده چـي نن بیا تـوبـه ماتیږي

مړو کتو په ور بللو، به طلاق حـورو ته ورکړم
په سوګند مي تکل کړی، په والله تـــوبـه ماتیږي

                                 ( نوزادي )

 

د « نا آشنا میرمن » د تابلو معما
دا تابلو په ۱۹ پيړۍ کی د روسي وتلی نقاش ایوان کرامسکوی ډیر مشهور شهکار دی . نقاش د ډیرو غوښتنو سره سره د ژوند تر پایه دا راز رسوا نکړ چي دغه دده په ګوتو نقاشي سوې نجلی څوک ده . نه دده په لیکونو او نه هم په یاداښتونو کي ددغي میرمني یا نجلي په اړه کومه یادوونه تر سترګو سوې نده . ددغی تابلو تر نقاشۍ یوازي څو کاله وړاندی د « انا کارینینه » پنامه د وتلي روسي لیکوال لیو تولستوی مشهور رومان له چاپه ووت . کله چي دغه تابلو نقاشي سوه ، داسي اوازه خپره وه چي ګویا کرامسکوي په نوموړي رومان کي پدغه نامه قهرمان کرکتر ترسیم کړیدی . ځیني څیړونکي داسی فکر کوي چی ښایي دا به د « ایدیوت » پنامه د د روسي وتلی لیکوال ف . دستایوفسکي د رومان څخه د ( ناستاسیا فیلیپوونا ) انځور وي . ډیرۍ څیړونکي باور لري چی دا انځور یوازي هنري څیره نه ، بلکه رښتینې څیره ده . د نقاشي سوی میرمني د څیري ورته والي ځینو څیړونکو ته دا فکر پیداکړي چي دا د ( ماترینا ساویښنا ) پنامه هغه د بزګري کورني نه کلیواله نجلی ده چی د ( بیستوږیف ) پنامه یې د یوه اشرافی درباري سره واده وکړ . ځیني بیا د نجلي د سرو کړو شونډو او د موډ سره سمو قیمتي جامو له مخي فکر کوي چي پدې انځور سره نقاش یوازي د ټولني طبقاتي حالت ښودلی دی . داسی یوه نظریه هم وړاندي سویده چی پدې تابلو کي کرامسکوی خپله لور سوفیا کرامسکایا انځور کړیده . ددغي نظریې بنسټ پر دي خبره پروت دی چي نقاش « نجلی د پیشو سره » پنامه تابلو کي د خپلي لور انځور کښلی دی او هلته د هغې سترګي ددغي تابلو د نجلۍ سره تر لویه بریده ورته والی لري . ایګور ابولینسکي په ټینګار سره وایي چی په تابلو کي دا میرمن د ګرجستان د شاهي کورنۍ یوه ملکه ده چي بیحده ښکلي وه او د کورني ناخوالو له مخي یې ځان وژنه وکړه . دی وایي چی کرامسکوی د هغې و ښکلا ته هیښ پاته وو او د تراژیدي ژوند نه یې اغیزمن سوی وو . ځکه یې نو پدغي تابلو کي هغه انځور کړیده . ځینو ماهرانو بیا نوری ډیري فرضیې هم وړاندی کړیدي ، خو د ښکلو سترګو والا نجلی د پیژند پاڼي اصلی راز لا پټ پاته دی .

( د روسي انترنیټي سرچینو څخه ) ــ  ۱۷ / ۳ / ۲۰۱۹ ــ  ډنمارک