آرشیف

2019-2-19

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د مورنۍ ژبي د نړیوالی ورځی په پلمه

د مورنۍ ژبي د نړیوالی ورځی په پلمه

د روانی فیبروري میاشتي په ۱۶ نیټه د ډنمارک هیواد د وایله په ښار کي د نوموړي ورځي لمانځغونډي سیمینار ته ور بلل شوی وم . په سیمینار کي مي د وینا متن دادي ستاسی سره هم شریکوم : 
خوښ یم چي نن یو ځل بیا ددغي ورځي په اړه د افغانستان ملي تحریک په نوښت د ډنمارک میشتو فرهنګپالو افغانانو  لخوا په را بلل شوي غونډه کي د هیواد په کچه د وړتیا لرونکو پوهانو او څیړونکو سره یو ځای د مورنۍ ژبي پر شاوخوا را ګرځو او خپل د نظر ټکي یو د بله شریکوو . 
د مورنۍ ژبي تر نامه لاندي دانړیوالهورځ له هغه وروسته هر کال د فیبروري په ۲۱ نیټه لمانځل کېږي چې په ۱۹۵۲کال کې په مشرقي پاکستان یانې اوسني بنګله دېش کې پولیسو پر هغوبنګالي زده کوونکو باندي ډزي وکړې او هغوي یېوژل،کومو چې په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنه او هڅه کوله. دا د فیلډ مارشال ایوب خان د واکمني مهال وو چی چارواکو یوازي اردو ژبه د هیواد د ملي ژبي په توګه د رسمی چارو او تدریسي نصاب د پر مخ بیولو د پاره ټاکلی وه . بنګالیانو ددې پریکړي له منلو څخه انکار وکړاو په یوه یا بل ډول به یې پخپله ژبه د زده کړو هلي ځلي کولې . 
انسانان په خپل ورځني ژوند کي د ټولنیزو مناسباتو د ساتلو ، راکړي ورکړي او د ژوندانه د ټول معنوي اړخ د ښه سمبالښت په موخه پوهیدو او پوهولو ( افهام او تفهیم ) ته اړتیا لري او دا پوهیدل او پوهول د ماشوم د زیږیدني له ګړیه بیا تر اخیرني ساه کښلو پوري دوام مومي .
مورنۍ ژبه هغه وسیله ده چي نوی زیږیدلي ماشوم د لومړي ځل د پاره د مور په توده او د میني ډکه غیږه کي  د کورنۍ د غړو سره اړیکي ور باندي نیسي ، خپلي غوښتني څرګندوي او د لاري یې د ګرانښت کلمې اوري . دا هغه څه دي چي پر بنسټ یې متقابله مینه ټینګیږي او یو پر بل اړین ډاډ پیدا کیږي . 
که دا وسیله دمور له غیږي نه را پیل کړو ، بیا نو د وطن نه لیري د مهاجرت په شرایطو کي سره لدې چی د کورنۍ اقتصادي ژوند ښایي په پلرني وطن کي د ټولني تر لویي برخي وګړو ښه وي ، مګر هغه څه چي ماشومان او مور او پلار ترې نه محروم دي ، هغه یو بل ته په مورني ژبه د میني او ګرانښت څرګندوني دي . ددغي پدیدې کمښت او نه شتون بیا د معنوی ژوند هغه برخه ده چي په هکله یې ځانګړو څیړنو او سیمینارونو ته اړتیا ده او د نننۍ پشان غونډو د زغم نه بهر ده. 
        په ټولیز ډول د ژبي په څیړندود کي ادبپوهنه ، ژبپوهنه او پدې وروستیو د دغو دواړو برخو ګډولې د  ادبي ژبپوهني په توګه دود موندلی دي . دا ځکه چي ادبپوهنه هم پخپل وار په اړینو څیړنو کي د ژبپوهني د یو لړ پرنسیپونو سره اړیکي لري . البته ادبیات د ژبني پرنسیپونو په توګه ځانته خپل څیړندود او لاري چاري پالي .
       مورنۍ ژبه د یوه ځانګړي شخص یا قوم مال ندی ، بلکه د بشر د حقونو په لړ کي مورنۍ ژبه  د هر انسان یو ډیر برجسته حق دی چی د هیوادونو حاکم نظامونه ددغه حق د پوره کولو دنده لري . زموږ ګران هیواد افغانستان چي ښایسته ډیر قومونه یې د بڼ ګلان جوړوي او د هر ګل و غوټیو ته باید د غوړیدلو لاره پرانیستل شي . د نیکه مرغه  د ټولو قومونو د پاره اوسمهال دا حق منل شوي چي پخپله مورني ژبه د زده کړو امکانات ولري او د خپلو وګړو د کچي له مخي په متوازن ډول پرمختګ وکړي . پښتو او دري چی د هیواد په کچه رسمي ژبي ټاکل شویدی ، د دواړو ژبو د ودي د پاره و یوه مناسب توازون ته باید پام واړول شي . زه پدې ډیر خوښ یم چي دري ژبه مو د پیړیو په اوږدو کي د یوې خوا د فارسي ژبې سره د ګډو ریښو او د بلي خوا پخپل هیواد کي دا چي د واکمنو نظامونو کورنۍ ( نه مورني ) ژبه یادیده او درباري ژبه بلل کیده ، تر ډیره حده کار ورته شویدی او ویلای شو چي اوس په بشپړ ډول یوه ستنډرډ ژبه ده ، مګر پښتو ژبه . . . . دا ژبه دي د بلا هیره شي ، له بده مرغه د خپل ټول واکمن نظامي پوټنشیال سره سره د یوې ژبی په توګه په راکړه ورکړه او ټول مروج دفتري نظام کي په بشپړ ډول له یاده وتلی او یوازی د شفاهي ژبی په کچه پاته وه . هر چا چی به د واکمن نظام سره کورنی اړیکي درلودي او یا به یې شتمني درلوده ، نو ددې د پاره چي ځان برجسته وښئي ، هغه به که له آره د پښتو ژبی ویونکی هم وو ، کوښښ به یې کاوه چي پښتو و نه وایې . له همدې کبله دا متل د عام و خاص په خوله کي خپور وو چی « موړ نس فارسي وایي » . ددغي خبري د پوره برجسته کولو د پاره یوه بیلګه راوړم . په تیرو پخوانیو رژیمونو کي یو لوړ پوړی چارواکی چي زما ورسره شخصي انډیوالي وه ، یوه ورځ دده په ګډون څو تنه ټول پښتو ژبي کسان په یوه بانډار کي سره ناست او غوري مو کولې . کله چي وار و دغه محترم پخواني لوړ پوړي چارواکي ته ورسید ، هغه وویل چی زه په پښتو خبري کولو ستړی کیږم ، نو اجازه راکړۍ خپل مطلب په دري ژبه درته ووایم. 
        د لوړي او نورو ورته بیلګو څخه په جوته مالومیږي چي په پښتو ژبه خبري کولو کوم معنوي ارزښت نه درلود او په رسمیاتو کي یې ګویا د کارولو وړتیا نه درلوده . د همدغه ذهنیت پر بنسټ وه چي ژبي خپل دروندوالی له لاسه ورکړي وو . ښه مي پیاد دي : د هلمند ولایت په نوزاد اولسوالۍ کی چي د ټولي سیمي اوسیدونکي پښتو ژبي خلګ وه ، د څلورم ټولګۍ زده کړي وم . یوه ورځ د پښتو معلم صاحب راته وویل چي په خپل سر غیرحاضري مه کوئ ځکه چي سرمعلم صاحب مو بیا ډوبوي ، یوه هلک پوښتنه وکړه چي که مریض شوو ، بیا څه وکړو ؟ معلم وویل چی یوه رقعه نوشته او د خپل یوه همصنفي پلاس یی را ولیږي . موږ چي « رقعه » هیڅ نه پیژندل او نه مو لیکلای شوه ، ښوونکي صاحب چي ښه مهربانه سړي وو ، د ټولګۍ پر توره تخته یې داسی راته و لیکل : « جناب محترم سرمعلم صاحب ! نسبت مریضي که دارم ، به دروس خود حاضر شده نمي توانم . اُمید است غیرحاضر معامله نه شوم . با احترام . د شاګرد نوم » . دا چي زه د ټولګي اول نمره وم ، رقعه مي تر ټولو ژر یاده کړه او ځان به ډیر پیاوړی راته ښکاریدی چی زه په فارسي ژبه « رقعه » نوشته کولای شم . موږ هغه مهال داسی فکر کاوه چي دا ډول شیان یا په پښتو اصلا ً نوشته کیدلای نشي او یا یې نوشته کول منع او لوی جرم دی ، ځکه نو باید ډډه ترې و کړو . لوړي بیلګي ته ورته په زرهاوو داسی بیلګي شته چي د پښتنو د مورنۍ ژبي خوار زار حالت څرګندوي . 
       مورنۍ ژبه ده چې کلتور له یوهنسل څخه بل نسل ته انتقالوي او د کلتورونو د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي. ددې د پاره چي یوه ژبه وکولای خپله دغه ټولنیزه دنده تر سره کړي ، پکار ده د یوه منل شوي ستندرد په چوکاټ کي را ونغښتل سي . هیڅ یوه ژبه نشي کولای د شفایي لاری و نوموړي ستندرد ته ځان ورسوي . اوس هغه وخت تیر دي چي کلتورونه به د شفایي ادب د لاری د یوه نسل نه بل ته لیږدول کیدل .
      د ژبي د پاره د ستندرد  اصلي بنسټ واحد لیکدود دی . ددې خبري مانا داده چي د ژبي په ټول قلمرو کي باید لیکني که نظم وي یا نثر په یو ډول لیکدود باندي تر سره شي . د پښتو ټولني لخوا د واحد لیکدود په اړوند پخپل وخت کي د قدر وړ کارونه وشوه او په بره پښتونخوا کي یو منلی لیکدود تر یوه ټاکلي بریده مخته ولاړ . له بده مرغه په وروستیو څلور لسیزو کی چي د یوې خوا پښتو ټولنه منحل او د بلی خوا هیواد په تپل شوي جنګ کي شکیل پاته شو ، دا د ستندرد کیدو زرین مهم اصل ورځ تر بلي د کمزوري کیدو خواته ولاړ . پدې وروستی یوه نیمه لسیزه کي د فیسبوک په غوړیدو سره د ژبي ټول اصول د ګرامره نیولي تر لیکدوده پوري یو ډول بې مانا مفاهم و ګرځیدل او یو په بل پسې تر پښو لاندي شول . په خواشینی سره باید ووایم چي په دغه منفی چارو کی د هیوا د ختیزو او جنوب ختیزو پښتو ژبو هیوادوالو ډیر رول درلود . دغو وطنوالو د پښتو ژبي د اتو اصلي تورو لکه ( ټ ، ځ ، ډ ، ړ ، څ ، ڼ ، ږ ، ښ ) څخه اخیرني دوه توری چي پښتو ژبه پرې « خوږه او ښکلي » وه یاني « ږ » او « ښ » د خپل ګړدود پر بنسټ له ژبی بیخی و ایستل چي د  « ږ » پر ځای « ګ » او د « ښ » پر ځای « خ » په نظم او نثر کي کاروی . زما په آند دا نه یوازي تیروتنه بلکه د پښتو سره لویه جفا ده . هیله ده موږ هر یو دغه تیروتي کسان پوه کړو څو ددغه جفاکارانه عمل څخه لاس واخلي . البته دوی حق لري چي تلفظ یې په « خوګ او ښکلي » سره وکړي ، مګر سوچه پښتو حروف له لیکدود نه ایستل و ژبی ته بې احترامي ده .
د اوس د پاره همدومره .
د مورنۍ ژبی د غوړیدو په لور !