آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

کاڼه پښتانه

څنګه به ویښ کړمه ویده پښتانه 
په روغو سترګو دا ړانده پښتانه

لکه چی غم لره پیدا له موره 
په لر او بر خواره واره پښتانه

دا غوږ کی چا ورته موږی منډلی 
اواز می نه اوری کاڼه پښتانه

څومره پخپلو لاسو ځان سپکوی
ها چی په خټه وه درانه پښتانه

چی یی دخیال لونګۍ کږه ګرځول
اوس ګرځی ځوړنده شمله پښتانه

څوک یی په بم څوک په راکټو وژنی 
خپل او پردی دلاسه مړه پښتانه

خدایه د ژوند فرصت می دومره راکړی 
چی شمله ور ووینم زه پښتانه

ها بریتورو کډی چیرته وکړی ؟
چی نوزادی پری نازیده پښتانه
 

ډنمارک ـ ۳۰ / ۴ / ۲۰۱۳