آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

ولې دخبرواترو اوروغې جوړې سره مخالفت کيږي

دآلمان دميونيخ دښارپه کنفرانس چې مرکزې موضوع يې په افغانستان کې دثبات په ټيګښت څرخيده اودنړۍ يوشمير مشرانو اولوړپوړوچارواکوګدون کړي وودافغانستان ً منتخب جمهوررييس ً يوځل بيا خپله پخوانۍ هيله په غونډه کې دنړي مشرانو ته چې دافغانستان دستونزې حل کلۍ اوواک ورسره دۍ تکرار کړه چې (( افغانستان ته دثبات دراوستلو يوازينۍ لاره داده چې بالاخره دطالبانو سره بايد خبرې اومعامله وشي ))٠ خوزموږدهيواد دخوارمشر دې غوښتنې ته چې دافغان جګړه ځپلي ولس هيله ده دپخوا په شان چا ارزښت ورنکړ اوبالمقابل دامريکې دجمهوررييس مرستيال اودناټومشردخپلوناټويي متحدينو څخه وغوښتل چې افغانستان ته نور پوځيان واستوي چې په دې توګه دمخالفينوپه ځپلوکې چې دوخت په تيريدو سره ځواکمن کيږي برخه واخلي او افغانستان ته سوله اوټيکاو راوړي ٠ دکرزي ددې غوښتنې په اړوند چې زموږ دهيواد دکشالې اودافغانانو دوژنې او کړاوونو دختميدو يوازينۍ منطقي اوعملي لاره ګڼل کيږي بيله ځنډه ځينو افغان ليکوالو اوسياستوالودوسله والومخالفينو اوپه تيره دطالبانو سره دخبرواترواومعاملې سره مخالفت وښود٠څرنګه چې په کابل کې يوې نادولتې ورځپاڼې ( هشت صبح ) په يوه مقاله کې دښاغلي کرزي ددې وړانديز په اړوند داسې راغلي دي ((دنړۍ ځينې مشران به له خپله ځانه دا پو شتنه وکړي چې څرنګه ممکن دي چې ديوې ترهګرې ډلې سره خبرې اوروغه جوړه وشي )) ٠ په پورتنۍ جمله کې دمقالې دليکوال منطق اواستدلال اودهغې دريځ دخپلو خلکو دبرخليک په اړوند چې هره ورځ وژل کيږي، کورونه يې ورانيږي څرګنديږي چې هغه ددې افغان وژنې ، دخلکو دروانوبدمرغيواودهيواددورانۍپه اړوند انديښنه لري که نه ؟ ٠ ديوه داسې وړانديز سره چې دهغې پربنسټ کيداي شي په هيواد کې جګړې اوافغان وژنې، واکمنه انارشۍ ،دپرديو دلاسوهنواوبلواکۍ اويا په يوه کلمه کې دافغانستان ناورين ته دپاي دټکې ايښودلو يوه عاطفي اوانساني هڅه ده مخالفت کيږي دتعجب اوانديښې وړغبرګون دۍ اوداپوښتنه را پورته کوي چې ولې داډله کسان نه غواړي چې په ګډکور کې يې دوروروژنې اودهغې دورانيدودې بې پايه ډرامې يا سريال ته دپاي ټکې کيښودل شي ، وطنوال يې نورمال انساني ژوندپيل کړي کوم چې جګړو ،دپرديو لاسوهنو او تيريوترې اخيستي دۍ ٠ سربيره پردې دا پوښتنې هم په ذهنونو کې را پيدا کيږي چې هغوي دمخالفينو سره دجوړجاړي سره په مخالفت کې څه استدلال لري دوي څوک دي او څه غواړي ؟؟؟

که چيرې دخبرواترودمخالفينواستدلالونوپه پوهيدوسره کولاي شو چې هغوي وپيژنواوموخې يې درک کړو٠ ددې ډلې دمخالفت مرکزي اواصلي ټکۍ دادۍ چې د ً ترهګرواوبنسټپالو ً سره نه ښايي چې مذاکره اومفاهمه وشي ٠ هو !ظاهرادا استدلال نه يوازې دمنلو وړاومنطقي بريښي بلکه دمتمدنې نړۍ اومدني ټولنې د غوښتنو سره بشپړسرخوري ٠ خو که دافغانستان څه دپاسه ديرش کلن ناتاراوناورين ته داحساساتو،عقيدتي باورونو، سازماني، تنظيمي ،قومي اوژبني تړاوونوپرته وګورواودخپل وجدان په حکم قضاوت وکړو ددې ترخه واقعيت شاهدان يو چې دافغانستان دغميزې په بهير کې مختلفوحکومتونواودهغې وسله والو مخالفينو، په جګړو کې ښکيلو ډلواودهغې نړيوالو حاميانوخپلو سياسي موخو ته درسيدو يوازينۍ لاره تشدد،زورزياتۍ ،دسيالو اومخالفوډلوځپل اوفزيکي محوه کول ګڼلې او عملي کړې دي چې داپخپله ترهګري او ترهګر چلند دۍ ٠ له بلې خوا چې افغانستان ديوه وروسته پاتې هيواد په توګه چې دصنعتي توليداتو او په تيره دوسلو اوپوځې تجهيزاتوتوان نه درلود اونه لري او په جګړې کې ښکيلو ډلو خپلې ټولې پوځي اړتياوې دخپلو نړيوالو حاميانو څخه ترلاسه کولې او په دې ترڅ کې هغو افغان جنګي ډلوته پريمانه سخاوتمندانه مرستې ورکول کيدې چې هغه بنسټپاله شميرل کيدلي چې دا ډول چلند ښيي چې زموږپه هيواد کې تر کومې کچې پورې بنسټپالنې ته سترو اوشتمنو هيوادونو لمن وهلې او دهغې دپياوړي کولو ليوال وواو بالاخره يې بنسټپاله ډلې دهيواد په مقدراتوواکمنې کړلې اونن عملا په واک کې دسترګووړ ونډه لري ٠ زموږ دهيواد دغميزې کلونه ښيي چې هغه دتشدداوزورزياتي ،ځپلو اوځورولو،جنګ جګړو،ړندو بمباريو،دبشري حقونو څخه سرغړونې ،د کمونست ، اشرار،طالب ،ترهګراوالقاعده په نامه د لسګونوزروبيګناه افغانانو دبې محاکمې وژنويوه مجموعه ده چې ددې بهير اصلي لوبغاړي يا په اوسني واکمنۍ کې ځاي لري يا دوسله وال مخالفت په ليکو کې دي ٠ هغوي چې دواک په ګډۍ ډډه لګولې دمخالفينو ځپل په هيواد کې ددموکراسۍ ددښمنانوسره مبارزه ګڼي او مخالفين يې بيا دپخوا په شان په دې نامه چې دخپل هيواد دخپلواکۍ لپاره سرونه قربانوي دپرديو لښکرو اودهغې ترملاتړ لاندې لاسپوڅي حکومت پرضدخپل سپيڅلي جهاد ته ادامه ورکوي ٠ 
دافغانستان دترڅو واقعيتونو اوداوسنۍ واکمنۍ دترکيب په پام کې نيولو سره وينو چې دافغانستان دناتارلوبغاړي نن هم دروانې جګړې اصلي لوبغاړي دي اوجګړه دوي توده ساتلې ده ٠ د وسله والو مخالفينو سره دخبرودمخالفينوڅخه داپوښتنه کيږي چې که چيرې دکابل دښاردشا ه اوخوا ٦٥ زرو دقربانيانودعاملينويوشميرپه اوسني اداره کې دسترګووړونډه لري او يوه برخه يې چې داوسنې نظام ضد جنګيږي آيا حق نلري چې په نني نظام کې ځاي ولري ؟ آيا دکابل دښاردورانولو اودهغې داوسيدونکودوژلوناورين ترهګر چلنداوکړه وړه وو که نه ؟ که چيرې ځواب مثبت وي خو ليدل کيږي چې دکابل دښاريانو دوژلودعلملانو يوه برخه په اوسني حکومت کې ترسترګو کيږي نو تاسې ښاغلي ولې دهغې خلاف کوم اعتراض نه کوۍ اوخپل مخالفت نه څرګندوۍ چې داوسني مقاومت په پته خلاف خپلې فتواوې ورکوۍ چې ګواکې هغوي ترهګردي؟ يا داچې تا سې هغه څه وايۍ اوهغه تکراروۍ چې دافغانستان دبرخليک بهرنيان يې وايي اوتاسو دهغو دموخواوتګلارودمبلغينودنده ترسره کوۍ اوپدې توګه دهغوي دارادې پلې کونکي ياست ؟ تاسو ته خپل خلک اودهغوي سرنوشت اوژوندمطرح دۍ يا دا چې دنورو موخې تاسو ته ارزښت لري ؟ 
زما له نظره دا ډله ليکوال اوسياستوال چې په خپل پلرني ټاټوبي کې دنورمال انساني ژونددراتلودهڅوسره مخالفت اودښمنې ښيي ددوي داډول دريځ دلاندې دووحالتونوڅرګندوي دۍ : 
الف – هغوي په شعوري يا غيرشعوري توګه غواړي دپرديودموخواوتګلارو پلي کونکي اويا لږ ترلږه دمبلغينورول ولوبوي دا ځکه چې پردي غواړي يو بې ثباته ،کمزورۍ اوپه جګړه کې ښکيل افغانستان وويني چې له هره پلوه پرديو ته اړ وي اوهغوي په دې توګه کولاي شي په افغانستان کې نفوذ اواغيز ولري دوي هغه وخت د هدف ته رسيدلي اويارسيږي چې زموږ په هيوادکې جګړه دوام ولري اودمخالفينو سره دروغې جوړې لپاره دهرډول ممکنه هڅو اوهلو ځلومخنيوي وشي ٠ 
ب- وايي چې (( جګړه ،دخلکو دژوندهغه حالت دي چې په هغې کې ډير بداوفاسد انسانان واک اووياړ ترلاسه کوي )) ٠ که چيرې داوسني افغانستان دولتي نظام ته چې بيله شکه يو فاسد نظام دۍ ځيرشووينو چې پورتنۍ عالمانه خبره دافغانستان داوسني رژيم په هکله پوره صدق کوي اوکه په همدې ډول په هيوادکې جګړه روانه وي لانوربه دانظام فاسداودخلکو ضدبڼه ونيسي ٠ نوله همدې امله فکرکيږي چې هغه کسان ، سياسي ډلې اوليکوالان چې دمخالفينو سره دروغې جوړې سره مخالفت ښيي اوسنۍ واکمن وضعيت اونني نظام ورته دمنلو وړدۍ اوپه هغې کې يې ګټې پرتې دي ٠ که احيانا دخبرو اترو له لارې جګړه پاي ته رسيږي يقينا چې دپاک وجدان لرونکي چارواکي کوم چې وطن اوخلکو ته دخدمت ليوال دي اودخپلو خلکوژوند، عزت اوسوکالي غواړي دفاسدو چارواکوځاي نيسي ، بدې خوړونکي ،په پرديو پورې تړلې سياستوال اوفاسد چارواکي به نور پردې خلکو حکومت ونکړي اوهرومرو به دخپلو کړووړو ځواب ورکوي ،په هيوادکې به دقانون واکمني ټينګيږي اونوربه دپرديو لښکروشتون ته چې دجګړې يولامل دۍ اړتيا نه وي ٠ داچې دروغې جوړې اودمخالفينو سره دمذاکراتو اومعاملې هڅې چې موخه يې په هيواد کې دسولې اوټيکاو ټينګښت اودافغانستان ناورين ته دپاي ټکې ايښودل وي دمخالفينو موخې څه دي اويا کوم نور دلايل وړاندې کوي اوس مهال هغه اړين نه ګڼم خودومره وايم چې که دا دلايل عقيدوي بنسټ لري اوهغوي ټولو پديدوته دخپلو ايديالوژيکي باورونويا ګوندې اوقومي اړيکو اوتړاوونو له دريځه ګوري يا داچې دافغانستان دستونزې حل ته دپرديو له عينکو ګوري اوځانونه هيواداوخلکو ته ژمن ښيي، که په رښتياسره دوي ته دانسان ژوند ،انسانيت اوانساني ارزښتونه ارزښت لري ، دخپلو خلکو دهغوي دژوندسره مينه لري اودعزت اوسوکاله ژوند هيله يې لري دا هيلې يې يوازې اويوازې په سوله اوثبات کې ترسره کيداي شي نو دسولې په موخه دهرې هڅې سره مخالفت په حقيقت کې دخپلو خلکو سره دښمني اودپرديو افغاني ضد سياستونو څخه ملاتړ دۍ اوکه داسې نه ده مهرباني وکړۍ په دې اړوند خپل دلايل وړاندې کړۍ اودافغانستان داوسني واکمنۍ دمخالفينو سره دخبرواترو اويوې داسې معاملې چۍ په هيوادکې دجکړې دپاي ته رسيدو اوسولې دټينګښت سبب شي دپلويانو ذهنونه روښانه کړۍ چې هغوي په غلطه لاره روان دي اوستاسودريځ اوستاسو آندونه دافغانستان اودافغان ولس په ګټه دۍ٠ 

پاي
١٧ – ٢ – ٢٠٠٩