آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

د حامد کرزی د اپریل دلومړی نیټې ټوکې

په لویدیځ کې داپریل لومړی نیټه دټوکودورځې په نامه یادیږي  ۰ په همدې ورځ دافغانستان ولسمشردټولټاکنودکمیسیون غړوسره په کتنه کې داسې څرګندونې وکړي چې داپریل دلومړی نیټې ټوکوته ورته وې چې خپلولویدیځوالوحامیانواوخاصتآ واشنګتن ته یې خورا تریخ پیغام درلود چې نه یوازې دواشنګتن  بلکه دسترګووړافغان سیاستوالواوروڼ اندودمنفی غبرګون سره مخامخ شوې ۰ دکرزی دې ټوکوورته څرګندونوکې په افغانستان کې دملګروملتو اونړیوالې ټولنې دعملي چلنداوکړووړ وڅخه پرده پورته کړل شوه  چې هغه دافغانستان په کورنیوچاروکې دلاسوهنې، دافغانستان په حکومت اوسیاسي کړیودزور، تهدید، تطمیع اوفشارڅخه استفاده،په افغانستان کې بې اتفاقیواوپه دولتی نظام کې بې نظمیوته لمن وهل اوپه ځانګړې ډول دتیرکال په ټولټاکنوکې ددرغلیوسازماندهي اودنړیوالومعتبرورسنیوله لارې دافغانانوداذهانوپه مغشوشولوڅرخیدې چې دویښ وجدان خاونددهغې نه سترګې نشي پټولای ۰ دسترګووړافغان سیاستوالو،لیکوالواودمدنې ټولنې بنسټونوحامدکرزی ددې ډول څرګندونوله امله ځینولیونی وباله، بل بیا دکرزی خبرې دسپنتا نصیحتونه وګڼل اونورولدې کبله دی ترنیوکولاندې ونیولوچې هغه څه یې بایدنه وای ویلې چې افغانستان یواشغال شوی هیوادوشمیرل شي اوداسې نور…۰
    داسې بریښي چې کرزی دکورنی اوخارجې فشارله امله اړشوچې پدې کارلاس پورې کړي اوداچې ددې کارله امله به دهغې خارجې حامیان څه ډول دریځ غوره کړي دهغې وړاندوینه دهغوی دمبهم سیاست له امله ستونزمن کاردۍ  ۰ خویوشی پوره څرګندشول چې افغانستان دخپل تاریخ په خورا حساس حالت کې قرارلري ۰ دکرزی وروستیوڅرګندونودهیوادسیاستوالو،سیاسي کړیواوهمدارازدافغانستان په کشاله کې ښکیلودولتونوته داپیغام درلودچې دافغانستان وضعیت خطرناک پړاوته رسیدلی دۍ چې هغه دخلکودغوښتنوسره سم اودافغاني ټولنې دځانګړتیاووپه واقعبینانه درک  کابوکیدلای شي ۰ دکرزی دڅرګندونو سره دمخالفت نه څرګندیږي چې یوشمیر کړۍ اوبنسټونه چمتوندي دافغانستان په هکله اوهغه څه چې په افغانستان کې پدې وروستیواتوکلونوکې تیریږي رښتیا واوري اودوی لا لیوال  دي چې دافغانستان دروان بهیرپه اړه غولونکواواغواکونکو درواغو اوتبلیغاتولړۍ ادامه پيداکړي۰ممکن زما دا ډول ارزونه زما دنیمګړې سیاسي پوهې له امله صحیح نه وي اودوی حق په جانبه وي خوغواړم ددې درنولیکوالو، سیاستوالو اودنظرخاوندانو نه دلاندې څوپوښتنوپه طرحې سره ځواب ترلاسه کړم چې دهغې په رڼا کې زه اوزما په څیر دسیاست څخه بیخبره کسان ګټه پورته کړي ۰ 
-دتیرکال په ټولټاکنو کې چې دتاریخ له رسوایۍ ډکې ټاکنې وې اودکرزی په خبره داروپایی اتحادیې دپلاوې داستازې له لورې مخکې لدې چې دټاکنوپایلې اعلان شي غوښتل ددووځوواکمنوکاندیدانوترمنځ معامله وکړي اوحامدکرزی هغه نه مني اوټاکنې ددرغلیوډکې اعلانوي ددموکراسۍ له کومواصولواوشته تجربوسره سرخوري ؟ آیا په لویدیځ کې هم دا ډول چلندشوی اوکیږي ؟ 
-دکرزی داخبره چې په هیوادکې یې پراته بهرنی ځواکونه دزور، تهدید اوفشار وسیله ده آیا پداسې واکمنوشرایطوکې دآزاده ټاکنوترسره کیدل دیوې سیاسي نندارې پرته بل څه کیدای شي چې دتیرکال جنجالي اوله رسوایۍ ډکې ټاکنې یې څرګنده بیلګه وه؟ 
-څه دپاسه اته کاله کیږي چې په هیوادکې خارجې پوځیان بیله دې چې واکمن حکومت اویا دم،م سازمان پرهغوی کوم نظارت ولري خپلسرې پوځي اواستخباراتی عملیات ترسره کوي ، خپل زندانونه لري چې افغانان پکې ساتل اوشکنجه کیږي اوپارلمان ته دافرصت نه ورکوي چې دهغې شتون په هیوادکې قانون مندکړي دا څه مانا لري ؟ 
-بهرنی ځواکونه دم، م دامنیت دشورا  اودبن دنیمګړی کنفرانس دپریکړې پربنسټ چې دم،م دسازمان دنامه اونښان لاندې فعالیت وکړي چې دا ونشول اوتردې مهاله دم،م سازمان  کوم غبرګون ندی ښودلی دا په نړیواله کچه دیوه قطبی نړۍ واکمن حالت ښکارندوی نه دۍ چې دانړیواله مؤسسه په کوم دریځ کې قرارلري ؟
– کله چې ولسمشرم،م اودم،م دمرستیال دفتر  ددرغلیوقرارګاه بولي اوداامریکایی توکمه مرستیال له دندې ګوښه کړل شودکرزی خبرې دهغې لیونتوب ښیي ، واقعیت وواویا دبل چا نصیحتونه وو؟ که داومنوچې دادبل چا خبرې وې خویوڅرګندحقیقت پکې پروت وو اوآیا دحق اوحقیقت بیانول احساساتی چلنددۍ ؟ درښتیا ویل دغندلووړعمل دۍ ؟
-کله چې دکرزی حکومت غواړي داسې قانون جوړکړي چې افغان حکومت دخپلواکۍ څخه برخمن شي اودهغې مخنیوی کیږي آیا داډول چلند دغندلووړګڼل کیږي یا داچې دهغې ملاتړوشي ؟
دځینوافغانانونه اوریدل کیږي چې په یوویشتمه پیړی کې دیوه هیوادداشغال په اړه د نولسمې پیړی کلاسیک تعریف  سر نه خوری ددوی نه هیله کیږی چې دیویشتمې پیړی په اړوندداشغال نوی تعریف وړاندې کړي۰ په پای کې غواړم دهغودرنوهیوادوالوپام دې ټکې ته راوګرزوم چې دافغانستان داوسني حکومت ناکامی او داوسنیوبیشماره اوبیساره ناخوالوپړه یوازې په خوار حامدکرزی اچوي هغه کرزی چې پدې وروستیودریوکلونوکې دنړیوالې ټولنې له چلندنه سرټکوي اودهغې غوښتنوته غوږنه نیول کیږي ،پدې هکله دپیدې شیرون بریتانیایي دپلومات کوم چې هغه په افغانستان  کې دم،م داستازې په توګه ونومول شوی خوحامدکرزی ورسره مخالفت کړی ووویلې وو چې ((زموږماتې چې نن په افغانستان کې ورسره مخامخ یودجمهوررییس کرزی په نه وړتیا کې نه ،بلکه پدې کې ده چې موږونشوای کړای په نړیواله ټولنه کې ګډکاروکړو،یوغږې وو،یوګډپلان ،روښانه ستراتیژي اوڅرګندلومړیتوبونه ولرو ۰که غواړۍ په افغانستان کې ناکامیوته ګوته ونیسۍ ځانته ګوته ونیسۍ نه حامدکرزی ته ))۰ داچې نن مهال حامدکرزی دنړیوالې تولنې منفی چلندته ګوته نیسي نه داچې دغندلووړنه دي بلکه دستایلووړچلنددۍ ۰  هغوی چې کرزی پدې ملامتوي چې دنړیوالوټولنې په منفی چلند نیوکه کوي اودپخوا په څيرپدې هکله سکوت وشي دانودولس  په هکله بې تفاوتي اودهغه سره  جفا ده۰ داچې حامدکرزی نن چمتوشوچې دهیوادداوسنی ځورونکی وضعیت په اړوند واقعیتونه ووایي چې لاملونه یې دکوردننه نه بلکې په بهرکې اوهغه هم دهغودولتونواوسازمانونوپه تګلاروکې دي چې دافغانستان په چاروواکمن دي داښه پیل دۍ دهغې څخه بایدملاتړوشي اوسربیره پردې موږته پکارده چې نورنودپردیودایدیالوژیو،سیاستونو،موخواوسیالیووسیله نشوخپلوملي ګټوته لومړیتوب ورکړو هغه څه چې کولای شي موږخپل مزل ته ورسوي۰    
پای