آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

موږ لیوانوخوړلي یونه د هغوی ایراني او پاکستاني بچیانو

پدې وروستیومیاشتوکې چې دبهرنیولښکرودوتلوخبرې ډیرې تودې دي یوشمیرروڼ اندي اوسیاسي کړۍ  وایي  که چیرې بهرنی پوځونه له افغانستان څخه ووزي نوافغانان به کورنۍ جګړه مارې ډلې یا ګاونډيان وخوري، یابه دتیرې پیړۍ دوروستۍ لسیزې پیښې تکرارشي۰ دداډول ګواښونوخبردارۍ پدې موخه کیږي چې خلک پدې متقین کړي چې په هیوادکې دامریکې دپوځي اډوشتون اړین دۍ۰ خوواقعیت دادۍ چې زموږدهیواداصلي انګلوساکسوني واکداران غواړي چې اوسنۍ مافیایي ،په فسادککړه اوملي سلامتۍ ته ګواښمنه واکمني کومه چې ددوی دلښکرودتیري زیږنده ده  د خپلواډوپه برکت په واک کې پاتې شي ۰ هغه ډله افغان روڼ اندي چې افغان ولس له دې څخه ویروي چې که ناتویي لښکرې له هیواده ووزي دتیرې پیړۍ دوروستۍ لسیزې پیښې به تکرارشي اړینه بریښي چې دهغوی پام څولاندې کرښوته را وګرزول شي۰ دوی نه غواړي په دې وپوهیږي چې دتیرې پیړۍ پیښي چې دم ،م دسولي دپروګرام دشنډولووروسته رامنځته شوې ریښې یې دهیواد بهراودسترولیوانوپه پالیسیواوعملي کړنوکې وي اودهغوی په اراده ترسره شوې ۰ دم، م دسولې پروګرام  دیوه نړیوال خاینانه سازش له امله شنډ شواوهغه يې دخپلوافغان بچیانوچې هم په واکمن حکومت  اوهم په جهادي ډلوکې وو پلی کړچې په شمال ټلواله کې یې په یوه آخوردرولي وو۰  که چیرې دافغانستان لرغونی تاریخ ته وکتل شي هغه ګاونډیانونه بلکه هغه نړیوالو لیوانوخوړلی دۍ  چې دتاریخ په  مختلفو پړاوونوکې دزبرځواکونوپه بڼه راڅرګندشوي اوغوشتل یې په نړۍ واکمن وي۰ پدې خاوره کې سترلیوان( مقدونیان، چنګیزیان،تیموریان،صفویان، انګریزان اوروسان ) په ګونډوشوي اونوربه هم په ګونډوشي۰ دا دمیرویس نیکه  اود احمدشاه بابا بچیان ډاډمن دي چې دلته ډیرلیوان په ګوندوشول نودهغوی پاکستاني اوایرانی بچیان به څه رنګه جرئت وکړي چې داولس وخوري یا هغه وداړي۰ددې ولس داډول ډاد دڅو میاشتو اوڅوکلونوپه بهیرکې نه دۍ واکمن شوی بلکه هغه دخپل تاریخ په پاڼو اودخپلونیکونو په کړووړوکې ګوري چې هغوی ګاونډیانونه بلکې نړیوالوسترولیوانوداړلي خوهغوی ته یې بیا هم خوله ماتونکي ګوزارونه ورکړي دي۰ ولس دروانې غمیزې په بهیرکې ګوري چې څرنګه  دمحمدداوددواکمنۍ پرمهال دپردیوپه لاس روزل شویوډلو خوله ماتونکي ګوزارونه ولیدل اوپه سرکوزۍ سره ګاونډي پاکستان ته بیرته ستنې شوې اودابهیرهمداډول دثوردسیاسي بدلون وروسته دوام وموند۰ ترڅوقطبي خرس(ستر شوروي لیوه) پخپل تیري سره موقتآ داهیوادونیو اودې هیوادته یې یولړبیشماره اوبیساره ستونزې جوړې کړې  اودیونیم میلیونوافغانانوسرونه وخوړل۰ له بده مرغه افغان روڼ اندی دولس خلاف دخپل  هیواد پروني اونني واقعیتونه دفلسفې ، حکمت اوډله ئیزورسنیوپه پاڼوکې لټوي اوهغه څه زمزمه کوي چې دلویدیځ دتبلیغاتي ماشین له خولې راوزي۰ داهم له یاده ونه باسوچې زموږګاونډیان پدې ښه پوهیږي چې هغوی ددې میړني ولس سره دمقابلې وس هم نلري اوهغه وخت ددې ولس دداړلو اوهغه ته دستونزودجوړولوجرئت کوي چې دسترو لیوانوخوښه وي اوشاه ته یې ودریږي۰ پیړۍ پيړۍ تیرې شوې خودا ولس ژوندی دۍ اوچا په پشپړه توګه نه دۍ خوړلی۰ دشوروي لښکرودوتلو پرمهال هم ځینودا ویل  که دالښکرې ووزي په هیوادکې به دوینورودونه وبهیږي خوعملآ ولیدل شول چې دشورویانو دوتلو وروسته پوره څلورکاله نجیب الله په واک کې پاتې شوترڅو دیوه نړیوال سازش له امله دملګروملتودسولی پروګرام شنډ اووروسته ترهغې په هیوادکې دوینورودونه وبهیدل۰ تاریخ ښیي چې افغان ولس ته سترې بدمرغۍ ګاونډیانونه بلکې نړیوالولیوانوډالې کړې دي اوګاونډیان دهغوی په لاس کې بې ارادې وسیلې وې۰ زموږدهیوادسترې برخې  دفرنګیانو اوتزاري روسیې دسیالیواوتیریوله امله له لاسه ورکړې۰ تاریخ ته اودروانې غمیزې کلونوته په کتوسره دا واقعیت دلمرپه شان څرګنددۍ چې افغان ولس لیوانوداړلی اوخوړلی دۍ نه دهغو پاکستاني اوایراني بچیانواویا دهغوی په لاس جوړوشویوډلو۰دروانې غمیزې پرمهال موږولیدل چې نړیوالو لیوانو د خپلوافغان بچیانو پواسطه  افغان وخوړل وداړل اوهغوی یې په افغانستان واکمن کړل ۰اوس مهال یې دخپلوبچیانود واکمنۍ دساتلوپه موخه دا ډنډورې پیل کړې دي که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي نوګاونډیان به مووخوري یا به دتیرې پیړۍ دوروستۍ لسیزې پیښې تکرارشی۰ خوکه چیرې سترداړونکي لیوان ونه غواړي نه به ګاونډیان موږوداړي اونه  به دتیرې پیړۍ دوروستۍ لسیزې پیښې تکرارشي ۰ البته دا هغه وخت شونی  دي چې په هیوادکې یووګړنیزملي دولت دچاروواګي په لاس کې واخلي او دهیواد ټول ملي اومترقی ځواکونه یواومتحدوي اوپخپلوخلکوکې دپښوایښودلوځای ولري ۰ له بده مرغه نن داسې نه دي  نه ژمنه اووطنپاله واکمني لرواونه ملي قوتونه سره یودي۰ دا تریخ واقعیت دافغاني ټولنې ننی ځانګړتیا ښيي ۰ خودا بایدله یاده ونه باسو چې په افغانستان کې پردۍ پوځي اډې  دجګړې ددوام اودافغانانو دنورووینو توئیدوته لاره هواروي ۰ دافغانستان دجګړې پای اوپه دې هیواد کې دوینې دتوئیدودمخنیوي یوازینۍ لاره دمخالفینوسره دجوړجاړي اوسولې لاره ده چې هغه  دملګروملتواویا داسلامی کنفرانس دهیوادونوپه ګډوهڅوکې ترسره شي چې له بده مرغه تراوسه پورې پدې لاره کې نه داچې ګام نه دي اوچت شوی بلکه لیوالتیا هم نده ښودل شوې۰