آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

دښاغلي جهاني وړاندیزدوخت غوښتنه

دښاغلي عبدالباري جهاني په زړه پورې لیکنه « موږبه څه کوو ؟ » اودهغې په اړه مې هغه لیکنې  اوتبصرې  چې دجهاني صاحب دوړاندیز څخه دبشپړ ملاتړڅرګندوی وې ولوستلې اوو یې هڅولم چې په دې هکله څه ولیکم ۰ ښاغلي جهاني په خپله لیکنه کې  زموږ هیوادته شته ګواښونوته ګوته نیولې اوددې ګواښونوددفعې په موخه یې دیوه  داسې ملي خوځښت دجوړولووړاندیز کړی چې وکولای شي ددې ګواښونوددفعې جوګه شي کوم چې دوخت غوښتنه ده ۰ دجهاني صاحب لیکنه دسولې اوجرګوملي ټولنې دخپل ملاتړپه ښودلوسره بشپړه کړې ده۰ دنوموړې ټولنې په خپاره شوې مطلب کې  په افغان ولس له بهرنه تپل شوې اوسنۍ واکمنۍ اصلي بڼه بربنډ ه شوې ، دهیوادرښتینی انځورپکې کښل شوی  اودیوه رښتینې وطنپال حرکت دجوړولوپه اړتیا  ټینګارشوی  کوم چې ولس دهغه دراڅرګندیدوپه تمه دۍ ۰ ښاغلي جهاني په خپله لیکنه کې دې خبرې ته ګوته نیولې چې دلیکنوپر ځای بایدعملي ګام اوچت شي۰ خوخبره داده چې څوک بایدداګام پورته کړي هغه څوک چې دهغه پته نه لګیږي که څه هم ډیردداسې غورځنګ دراڅرګندیدوپه هکله لیکي اوپرضرورت یې ټینګارکوي۰ هیله کیږي چې  په دې لاره کې څوک لومړی ګام اوچت کړي اودهیوادنه بهردهغه ډله پوهانو،لیکوالانو، دنظر خاوندانو اوسیاستوالوسره چې دهیوادله واکمن حالت څخه ځوریږي اودمثبت بدلون لیوال دي داړیکودټینګولوهلې ځلې پیل کړي اوډاډمن یم چې دډیروله هرکلي اوملاتړنه به برخمن شي ۰ البته دیوه داسې خوځښت دبنسټ ایښودل چې وکولای شي هیوادته دبیساره اوبیشماره ګواښونوددفعې جوګه شي په  اوسنیو شرایطوکې چې افغاني ټولنه اوپه ځانګړې توګه روڼ اندي دژورفکري اومعنوي کړکیچ سره لاس اوګریوان دي خوراستونزمن کاردۍ اوزیاتې ستونزې اوخنډونه مخته پراته دي ۰څرنګه چې وایي تصمیم دبري لومړی شرط دۍ  له دې امله ویلای شوکه چیرې په دې هکله ټینګه اراده موجوده وي چې په دې حساسه شیبوکې چې یوشمیرشتمنودولتونواو ددې هیوادغلیمانوزموږدهیواددټوټې کولوله پاره مټې رانغښتې دي اویا غواړي خپلوستراتژیکو موخو ته درسیدوله پاره  زموږپه هیوادکې دجګړې اودافغان وژنې تنورتودوساتي خپل ملي رسالت ترسره کړي بری موشونی دۍ ۰ 
داخبره له یاده ونه باسو چې په دې وروستیو څوکلونوکې ډیرې هڅې وشوې چې دیوه داسې حرکت بنسټ کیښودل شي چې وکولای شي دافغانستان اوږدې بې ثباتۍ ته دپای ټکی کیږدي  کومې مثبتې  پایلې یې نلرلې اوکه دکوم سیاسي – ټولنیزجوړښت  دراڅرګندیدوسبب شوې هم دي ددې حرکت شتون نامحسوس دۍ ۰ داچې ولې دې هڅوبریاوې نه لرلې لامل یې داووچې ددې  هلو ځلو نوښتګرو اوفعالانو له خپلې ماضي سره اودپرونیوسازماني اوګروپي تړاوونوسره مخه ښه نه وه کړې اوغوښتل یې چې دخپلوپرونیویارانوسره اویا دهغه ډلوسره ګډ فعالیت پیل کړي چې پرون یې ددوی په شان فکرکاوه اودنوروسره یې دپوهاوي اوګډې ژبې دموندلولیوال نه وو۰دې ټکې ته له دې امله بایدپام راوګرزول شي چې نن مهال افغانان دداسې یوه ناوړه حالت سره مخ دي چې دافغانانوپه وړاندې دیوموټي اوخپلواک افغانستان یادبلواک اوټوټې ټوټې شوي افغانستان سوال طرحه دۍ ۰ په داسې ګواښمنوشرایطوکې دداسوپوښتنواومسئلولکه چې پرون تا څه کړي اوماڅه کړي، ته پرون ددې یا هغه سازمان غړی وې اوزه ددې سازمان، ستا دریځ سم نه وواوزما هرڅه ښه وواوداسې  نور دغلیمانو ژرندې ته داوبوتویول اودیوه ملي – وطني حرکت په لاره کې دخنډونو اچول دي ۰ 
په دې اړه غواړم ددرنولوستونکوسره کوم چې دداسې خوځښت دراڅرګندیدولیوال دي چې وکولای شي دهیوادپه روان سیاسي بهیر کې دیوه غښتلي جوړونکي اپوزیسیون په توګه رول ولوبوي اودولس  د  ارادې اوغوښتنوممثل وي خبره شریکه کړم ۰دڅه دپاسه یو کال مخکې ما دداسې غورځنګ  دراڅرګندیدو په اړه دیوه وطنوال سره چې دواکمن حالت څخه دوتلولیوال دۍ اوپه رسنیوکې کله ناکله خپل جوړونکي وړاندیزونه اوطرحې وړاندې کوي  داخبره مطرح کړه اوهغه راسره ومنل ۰ ماهغه ته دیوه دقلم دخاونداوسیاست دمینه وال په اړه وویل چې هغه هم ستاسوپه شان فکرکوي  که له هغه سره اړیکې ونیول شي ښایي ګتورتمام شي اومرسته وکړي ۰ زما مخاطب را ته وویل چې هغه پخوا دپلانۍ ډلې سره اړیکې لرلې اوحتي له هغه سره له ټلفوني اړیکو دنیولولیوال هم نه و۰ که چیرې موږپه هیوادکې دناوړه واکمن وضعیت بدلون غواړولومړی بایددهغه دواکمنیدودلاملونوپه لټون کې شو چې هغه دهرڅه دمخه زموږټولو په ماضي کې هغه ماضي چې کومه طلایي ماضي نه وه ، زموږپه تیروکړووړو، پرونیودریځونواوآندونوکې ولټوو۰ هغه پرون چې  دیوبل دنه منلواونه زغملو، دیوبل سره ددښمنانه اړیکوپرون دۍ ، هغه پرون چې موږدپردیودایدیالوژیواوسیاستونوپه خاطروجنګیدواولا جنګیږوموږددې یا هغه زبرځواک دسیاستونوپه ملاتړکې ودریدوچې هغوی خپل شوم پلانونه لرل۰ زموږدداډول دریځ پایله ننی افغانستان دۍ چې خبره یې دې ته راورسیده چې دهیواددتجزیې دګواښونوسره مخامخ شو۰ که چیرې موږدخوشحال خټک داخبره « دنړۍ خوښۍ په اتفاق لاسته راځي ځکه چې غمونه اودردونه دبې اتفاقۍ زیږنده دي » په پام کې نیولې وای نن به موداغمونه اودردونه نه لرل اوهغه به مونه زغمل اود هیواددټوټې ټوټې کیدو اندیښنه به مونلرله۰
  دښاغلي جهاني دوړاندیزاوپاسنیوڅرګندونوپه پام کې نیولوسره هغه ډله وطنوال چې  دیوه داسې غښتلي غورځنګ دبنسټ ایښودلوتصمیم ولري  چې هیواددواکمن کړکیچ اودموجودوګواښونودله منځه وړلوجوګه شي اوپه حالاتوکې  بنسټیزبدلون ته لاره پرانیزي  په کارده چې له هرڅه دمخه پخپل ځان کې پخپلوآندونوکې بدلون راوړي ، پخپلوتیروانتقادي نظرواچوي اوله « خپله ځانه انتقادلکه  دلاسونو اومخ دمینځلوپه څیریوه اړتیا وشمیري » اوله هغوڅیرواوډلوسره ګډ فعالیت پیل کړي کوم چې دافغانستان دکړکیچ حل دسیاسي لاروچارو، دمخالفانوسره دبیله قیداوشرطه خبرواترو،دیوه پیاوړې ،ژمنې مرکزي واکمنۍ  ،یوموټي ، خپلواک اونه بیلیدونکي افغانستان په شتون کې ویني ۰

پای