آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

افغانستان ملی پوځ ته اړتیا لری نه اربکیو ته

افغانان اوعراقیان  هغه مظلوم   ولسونه  دی چی   په دې وروستیو دریو لسیزو کې  د نړی دسترو ځواکمنو دولتونو دلاس وهنو اوتیریو اودقدرت دلیونیانو اوزورواکانو ډول ډول ظلمونه  اووحشتونه  لیدلې اوزغملی  چې ددغو ټولو ظلمونو اووحشتونو موخه داوه ترڅو داآزادخیاله اومغرو رولسونه  مات اوپرهغوی حکومت وکړی ۰ خودې ټولو ظلمونواووحشتونو ددې میړنیو ولسونو اراده ماته نکړه خپله مبارزه یې جاری وساتله او همدا مهال هم دزورواکۍ او زور واکانوپرضد اتلواله مقاومت ښیی  چې  دسپینې ماڼۍ  اندیښنې یې زیاتې کړی  اوهلته  په دې لارو چارو غورکیږ ی چې څه رنګه ددې میړنیو ولسونو مقاومت  وځپی اودهغوی دوطنپالنې  نه ماتیدونکې روحیه ماته کړی ۰ زموږپه ګران هیوادکې چې  پوره اوه کاله دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه  ناټویی لښکرو لنګر اچولی دی اودواک څخه دنسکورشوو طالبانو دجنګیالیو اونوروډلو چې دپردیو لښکرو مخالف  دی  په جګړه بوخت دی  خوکومې لاسته راوړنې نلری بلکه  دوخت په تیریدوسره  امنیتی  وضعیت کړکیچن کیږی اودوسلوالو مخالفینو ترولکې لاندې سیمی پراختیا مومی  ۰ سپینه ماڼۍ اوپه تیره ددې ماڼې راتلونکی مشر بارک اوبامایې  دې  ته اړایستلی ترڅود افغانستان په اړوند پخپلو تګلارونوې  کتنه وکړی اوکله ناکله دنوی ستراتژې خبرې هم راپورته کیږی ۰ څرنګه چۍ نړیوال سترځواکونه لکه دامریکی  دمتحده ایالتونو په شان دولتونه چې  دحکومتونو  اومشرانوپه تغییرسره یې  په  تګلارو اوستراتیژیوکې بدلون نه راځی دافغانستان په اړوند به دهغوی په تګلاره کې داسی تغییر چې دافغانانو په ګټه وی کوم بدلون را نشی ۰ چې څرګنده بیلګه یې دامریکې دنوی ټاکل شوی جمهوررییس ښاغلی اوباما انتخاباتی کمپاین دۍ چې دافغانستان په اړوند یې دښاغلی بوش تګ لاره چې دمخالفینو سره دجنګ تګلاره ده  اعلان اوژمنه یې وکړه چې لانورزیات پوځونه به افغانستان ته استوی ترڅو ولکولای شی دمخالفینو په ځپلو سره خپلو موخو ته ورسیږی ۰  که څه هم  هغه افغانستان ته دزیاتو اقتصادی مرستو ژمنې  هم کړی دی  خو هغه اقتصادی بحران چې نړی  اوپه ځانګړې توګه اتازونی ورسره مخامخ  ده افغانستان ته  دزیاتو اقتصادی  اوملی مرستو  امکان ناشونۍ بریښی  ۰ خویوشی چې اوس څرګندشوی دی هغه  په افغانستان کې دامریکایی پوځیانو دجنګی تکتیک بدلیدل دی ترڅو دخپلو پوځیانو دمرګ اوژوبلې کچه راټیټه کړی اوهغه په دې کې وینی چې  زموږدهیواد په جنوبی سیمو کې چې هلته  دتلوالې اودهغې ترحمایی لاندې حکومت خلاف مقاومت اوجګړه روانه ده  ځینې پښتانه قومونه اوقبیلې مسلح کړی اودمخالفینو پرضد یې وجنګوی ۰  دمخالفینو پرضد دقومونو جنګول بیله شکه په امریکایی اودایساف په ځواکونودبریدونو کچه راټیټوی چې  منطقا دهغوی تلفات به هم لږ شی چې په دې توګه به  هغه نارضایتی چې په متحده ایالاتو اونوروناټویی هیوادونو کې  دهغوی دسرتیرو دمرګ اوژوبلې  له امله پیدا شوې  ده تریوه حده جبران کړی ۰ددې خبرې څرګند مثال  په منځنی ختیځ اومرکزی آسیا کې دامریکایی ځواکونو قوماندان جنرال دیویدپترس  څرګندونې دی چې دنوامبر پر دریمه نیټه یې په افغانستان کې کړی  اوویلې یې و(( چې قومونه بایددطالبانو سره وجنګیږی )) اوداخبره یې پردې بنسټ کړې وه چې په عراق کې دې کارښه نتیجه ورکړی ده ۰ داچې په عراق کې دامریکایانو له خوا دعراقې قبیلو اومذهبی ډلو وسلوالول اودولسې مقاومت سره  دهغوی جنګیدو کومی لاسته راوړنې لرلې  ،امریکایی اشغالګران  هغه ستایی اوغواړی هغه په افغانستان کې پلې کړی  نه غواړم بحث وکړم خوغواړم داخبره وکړم  چې  هغه ګزارشونه اوخبرونه چې دعراق دتاوتریخوالی  په اړوند په رسنیو کې خپریږی لیدل کیږی چې په عراق کې تاوتریخوالی  قبیلوی اومذهبی بڼه  نیولې  ده چې دقبیلو ترمنځ ترسره کیږی  چې اصلی قربانیان   یې ملکی وګړی دی داځکه دعراق داشغال وروسته   هغه تاوتریخوالی چې په عراق کې واکمن شوی د ۍ  اوهغه ځانمرګی بریدونه او دبمونو چاودنې چې په عراق کې ترسره کیږی په عراقی امنیتی ځواکونو یا امریکایی پوځې هدفونو  نه بلکې اکثراپه مارکیټونو، بازارونو، بسونو ،مقدسه اماکنو(  جوماتونو، تکیه خانو،زیارتونو) ،دقبیلو په مشرانو، دسیاسی اومذهبی ډلو په دفترونو کیږی او دابریدونه  اوحملې په هغو ځایونو  کیږی چې په یوې ځانګړې قبیلې پورې اړه لری  اوبیځایه هم نه ده  چې کله نا کله په رسنیو کې دې خبرې ته ګوته نیول کیږی چې په عراق کې شخړې اوجګړې   قومی اومذهبی اساس اوریښې لری ۰ خوکه چیرې په افغانستان  کې دتاوتریخوالی پیښو ته په واقعبینۍ سره  د عقیدوی اوسیاسی ملحوظاتوپرته وکتل شی لیدل کیږی چې  ټول  ځانمرګی بریدونه  اوحملې په بهرنیو پوځی کاروانونو، پوځی اډو ،امنیتی ځواکونو ، دولتی لوړپورو چارواکواودولتی اداروترسره شوی چې سره له دې زیاتره قربانیان یې بیا هم بیګناه ملکی وګړی دی ۰ که چیرې ددیوید پیترس  عراقی فارمول  په افغانستان کې عملی کیږی او ځینې قبیلې اوقومونه مسلح او دوسله والو مخالفینو خلاف جګړې ته استول کیږی بیله شکه به وسلوال مخالفین دغچ اخیستی  په موخه نوموړې قوم یا قبیله اوپه هغې پورې تړلی قبیلې اوقومونه چې هرچیرې وی تربریدونولاندې نیسی اومقابل لوری به ورته دریځ نیسی چې دا غچ اخیستنه به کلونه کلونه ادامه پیدا کړی  چې پایله به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالی اووروروژنې ادامه  وی ، امنیتی وضعیت به لانورهم کړکیچن کیږی اوله بلې خوابه  په پشتنو کې قومی دښمنیو ، شخړو ، جګړواوبدل اخیستلو ته لاره هواره کړی  چې دا به د افغانانو اوپه ځانګړې توګه دپښتنو لپاره یوه بله غمیزه اونسل وژنه وی ۰ دهیوادپه جنوبی سیموکې دقومی اربکیو دجوړولوګنګوسې  په دې وروستیودوو کلونو کې ډیرې اوریدل کیدې خو دامریکایی اودترهګرۍ ضدتلوالې لخوا څه نه ویل کیدل خو د روان میلادی کال دنوامبر په میاشت کې داربکیودجوړولو اړتیا او  دافغانستان دکړکیچ په  هوارولو کې  دقومی مشرانوراګډول دتلوالې دقوماندانانولخوامطرح شوې اومطرح کیږی  ۰ که چیرې دجنرال پترس دا خبرې ته چې  (( قومونه  باید دطالبانو سره وجنګیږی )) ځیر شوظاهرادهر افغان په زړه ښه لګیږی چې باید خلک دسولې اوټیکاوپه ټینګښت کې خپل ملی  اووطنی مسولیت ترسره کړی ۰ خوخبره په دې کې ده چې ولې نړیواله تلواله چې اوه کاله په دې نامه  په افغانستان  کې پوځی حضورلری چې افغانان دترهګرو اوترهګری فعالیتونوڅخه وژغوری اودا ژمنې یې کړې وې  چې  یو پیاوړی ملی پوځ اوډاډمن امنیتی ځواکونه  به  جوړوی   چې په خپلواکه توګه دافغانستان دځمکنی بشپړتیا اودخلکو دسوله ایز ژونددفاع وکړی  اوسربیره پردې یې داژمنې هم  کړې وې چې په هیواد کې به ولسواکی  اوقانونیت ټینګوی ، خلکوته به دکارزمینه برابروی اوداسې نور۰۰۰،خوژوندوښودل چې  هغوی پخپلوټولو ژمنو کې پاتې راغلل اودا ددې سبب شوچې دخلکو اودولت ترمنځ واټن زیات اووضعیت لا نورهم کړکیچن شی ۰ دافغان دولت  حامیانوددې پرځای چې یوپیاوړې ملی پوځ اونور ډاډمن امنیتی  ځواکونه  جوړاوپه پښو درولی وای په دې لټه کې شوی چې دعراق ترخه اوناکامه تجربه چې عراقې ولس ته یې  ناوړه پایلې لرلې په افغانستان کې تکرار اوعملی کړی  چې هغه زموږ دهیواد په جنوبی سیمو کې دځینوقومونواوقبیلو مسلح کول اودمخالفینو پر ضد یې جګړو ته چمتو کول دی ۰ پردې ټول پوهیږی چې څه ډول به قومی اربکۍ یا نورې ولسې وسله والې ډلې  چې نه دنظم څخه برخمنې کیدای شی اونه دلوړوملی اووطنی  ګټو ددرک وس لری په هیواد کې  ډاډمن امنیت اوټیکاو ټینګ کړی اوداسترملی اووطنی مسولیت یوازې اویوازې یو منظم  ملی پوځ اوامنیتی ځواکونه  چې په هغې کې دهیواد دټولو میشته وروڼو قومونواستازې موجودوی ترسره کولای شی نه قومی اربکیان اونورې  غیرمنظمې  وسله والې ډلې ۰ څرنګه چې مخکې وویل شول په عراق کې دځانګړوقبیلو مسلح کول اودمخالفینوسره جنګول قومی اوقبیلوې اوهمداراز مذهبی دښمنیو ، شخړو اوجګړوته لاره پرانیستله اودعراق ملی یوالې یې سخت زیانمن کړ اوهغې ته یوه ناکامه اوترخه تجربه ویلای شو نودیوې ناکامې اوترخې تجربې  پلې کول په افغانستان کې څه مانا لری اودڅه په خاطر ترسره کیږی؟ که امریکایان غواړی چې په افغانستان کې قبیلوی اوقومی شخړواوجګړوته لمن ووهی ،افغانان اوپه تیره پښتانه سره وجنګوی اوپه دې توګه  دخپلو پوځیانو دتلفاتو کچه راټیټه کړی  نوویلای شو چې دامریکایی چارواکو لخوا په افغانستان کې دعراق دترخې تجربې اوغلط فارمول  تطبیقول   دترهګرې سره دپریکنده مبارزې لپاره نه بلکې دامریکایی اونورو ناټویی پوځیانو دمرګ اوژوبلې دمخنیوی لپاره عملی کیږی ۰  
په افغانستان کې دامریکی نوی  جنګی تکتیک   افغان چارواکی دافغانستان قومی جوړښتونو اوارزښتونو ته پام راګرزونه ، درناوی اودقومونواودقومی مشرانو اومخورورول دموجودوستونزوپه حل کې  ګڼی چې ګواکی  دې  قومی جوړښتونو دتاریخ په اوږدو کې په پښتنی سیموکې خپل اغیزمنتوب څرګندکړی دۍ اواوسنۍ واکمنی هم هغې ته درناوی کوی  له دې امله یې قومونو اوقومی مشرانو ته مخه کړی چې  پخپلو سیموکې امن اوثبات ټینګ کړی اوقومې اربکی ډلې جوړې کړی ۰ ددې خبرې یادول اړین بریښی  چې دهیوادپه جنوبی   سیمو اوپه تیره پکتیا ، پکتیکا اوخوست کې قومې اربکیو ددې سیمو دخلکواوقبیلوترمنځ دګډسوله ایز ژوند،دخپل منځې ستونزوپه حل اوپه ځانګړې توګه دجرګو اومرکو دپریکړوپه عملی  کولو، دخیرښیګڼې په چارواوهمدارازددولت سره د امن ، ټیکااوقانونیت دټینګښت  په لاره کې ګټورې تمامې شوې اومثبت رول یې لوبولی دۍ  چې البته هغه، ولسونو بیله دې چې حکومتونوپرهغې کوم اغیز درلوداویایې د هغې لوژستیکی اومالې اړتیاوې  تامینولې قومونو پخپله خوښه اوداړتیا له مخې جوړې کړې اوفعالیت یې کاوه۰   خوکه چیرې  په دې اړوند د امریکایی جنرال دیویدپترس خبرې ته چې (( قومونه باید دطالبانوسره وجنګیږی )) یادایساف داوسنی قوماندان امریکایی جنرال  داویدمک کرنین  څرګندونو ته (( زه فوق العاده چمتویم چې قومونو ته دمرستندوی پوځ په توګه وګورم ترڅو هغوی دافغان پوځ ، ناټو اوامریکایی پوځیانو ترڅنګ ودریږی )) ځیر شوهغه د قومی اربکیو دشتون  اورول  سره چې دتاریخ په اوږدوکې یې درلود هیڅ سرنه  خوری اوپه څرګندمخالفت کې دریږی ۰
 زیاتره افغان چارواکی قومی اربکیو ته دکومکی پولیسو په سترګه ګوری خوددفاع وزیر دا خبره هم کړیده چې کیدای شی قومی اربکی دپوځ اوپولیسو په چوکاټ کې تنظیم شی چې  هغه داربکیو دماضی  اوتاریخ سره  مخالفه خبره ده  چې په دې توګه  ددفاع وزیر غواړی  دپنتاګون دنوی جنګی تکتیک پربنسټ  قومونه مسلح اوددولت دمخالفینو خلاف استعمال،دامریکایی پوځیانو مرګ اوژوبله کمه کړی  اوپه دې توګه افغانان دافغا نانو سره وجنګوی  ۰  دامریکایی جنرالانوڅرګندونی چې  بیله شکه هغه  به ټاکونکی رول ولری    چې (( قومونه باید دطالبانوسره وجنګیږی )) یا هغه   (( دمرستندوی پوځ په توګه  دافغان پوځ ، ناټو اوامریکایی پوځیانو ترڅنګ ودریږی ))  دا به دپښتنووروڼوقومونوترمنځ قبیلوی اوقومی  بې اعتمادۍ ،تاوتریخوالی ،شخړو ، جګړواودغچ اوبدل اخیستنو ناوړه پیښو ته زمینه برابره کړی ۰  له نیکه مرغه  دافغانستان دروانې غمیزې  ناوړه پیښو، دمیلیونو نو افغانانو مرګ اوژوبلې، دهیوادورانیدو اوددې غمیزې په راتګ کې دپردیو  رول اوشیطانی دسیسو زیات شمیر هیوادوال اوسیاستوال  وپوهول چې ددې غمیزې  لامل  دهیواد په ننه کې نه بلکه په بهرکې دۍ له همدې امله اوس اوس زموږ ځینې بااحساسه سیاستوال اوروڼ اندې دهیواد دستونزو دحل  په خاطر دپریکړوپه نیولواوفعالیت کې   له پوره غور ،دقت  اواحتیاط څخه کاراخلې ، دخپلودوستانواوحامیانوپه پرتله  ملې ګټوته دلومړیتوب  حق ورکوی چې څرګندمثال یې دمشرانوجرګې دنوامبر په اتلسمه نیټه هغه پریکړه ده چې دهیوادپه جنوبی سیموکې داربکیو دجوړیدو سره مخالفت وکړ اودهغې جوړول یې رد کړل ۰  دښاغلی کرزی دحکومت څخه هم داتمه کیږی چې دمشرانو جرګې  دپریکړې   درناوې  وکړی  اوداربکیو دجوړولوڅخه په کلکه ډډه وکړی او که احیانا دهغې دجوړیدو اړتیا وینی غوره داده چې دپخوا په شان هغه فعالیت وکړی اودپوځ ، ناټو اوامریکایی پوځیانو ترڅنګ په پوځی عملیاتو کې ګډون ته ونه هڅول شی یا داچې دپوځ اوپولیسو دتشکیلاتوپه چوکاټ کې را نه وستل شی۰   خوله بده مرغه لیدل شوی چې  اوسنی حکومت ډیر ځله دملی شورا پریکړې  چې  دقانون حیثیت لری  نه  دی  عملی کړی   اوحتی دهغې خلاف یې عمل کړی دی چې ښه مثال یې دولسې جرګې هغې پریکړې ته چې دبهرنیو چارو دوزیرښاغلی سپنتا څخه یې داعتمادرایه بیرته واخیستله  جمهوررییس ونه منله چې دهغې  دا چلندله یوې خوادقانون څخه څرګنده سرغړونه ده  اوله بلې خوا دخلکو  ارادې ته  دنه درناوی مانا لری ۰ په اوسنیو  کړکیچنوحالاتو کې داربکیودجوړولوخورا مهمې مسالې ، دهغې مثبتو اومنفی خواوو ته په کتلو سره  لازمه ده چې درانه  لیکوال، روڼ اندی ،سیاستوال ،خپلواکه اوبې پرې ډله ایزې رسنۍ دهیوادپه جنوبی سیموکې دداسې اربکیو جو ړول چې دمخالفینو سره جګړې ته واستول شی او په پوځی عملیاتو کې برخه واخلی خپل مخالفت  څرګندکړی دا ځکه چې هغه بیله شکه دپښتنو وروڼوقومونو اوقبیلوترمنځ جګړواوتلپاتې دښمنیو  ته لاره هواروی ، نړیوال وپوهول شی چې  په رښتیا سره افغانان سولې اوټیکاو ته اړتیا لری خو سوله اوټیکاو داربکیو اونورو وسله والو ډلو په جوړولو سره  نه بلکې دپیاوړې ملې پوځ په پښودرولوسره چې په هیواد کې  ټول میشته وروڼه قومونه په هغې کې خپل بچیان ، وروڼه اوپلرونه ووینی امکان لری  اوله بله پلوه  دافغانستان دروان  ناورین حل یوازینۍ  اومعقوله لاره دسیاسی حل لاره ده  نه د مخالفینو دځپلو اوټکولو چلند چې تراوس مهاله پرهغې  ټینګار اوډډه لګول شوې شوی  ده دپوځې لارې  دافغانستان دکشالې  هوارول اویا دنورو بهرنیو پوځیانو استول  افغانستان ته   چې دامریکې نوی منتخب جمهوررییس  شاغلی اوباما پرهغې ټینګارکوی  زموږ دهیواد روان تاوتریخوالی ته نه داچې ګټه نه رسوی بلکه  تاوتریخوالی لا نور هم پراخ اوژوروی ۰  
پای    

۲۲ / ۱۱ / ۲۰۰۸