آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

افغان مظلوم ولس څه غواړی

موږ په داسې نړی کې ژوندکوو چې بیله استثنی ټولې سیاسی کړۍ ،حکومتونه اوسیاستوال ددموکراسۍ ، عدالت ، قانونیت ، بشری حقوقو، برابرۍ اودهغې په شان نورې ښکلی اوپه زړه پوری مقولی اومفاهیم دخپلو تګلارو اوسیاستونو مرکزی ټکی ګڼی اوداسې ښیی  چې دهغې دپلې کولو په خاطر مبارزه اوهلې ځلې کوی ترڅودمیلیونونو ولسونواعتماداوملاتړترلاسه کړی ۰ په رښتیاسره چې دنړی مظلوم ولسونه اوپه تیره وروسته پاتې یا په بله خبره وروسته ساتل شوی  ولسونه چې دزورزیاتۍ ، استبداد، استعمار اوبیعدالتۍ قربانیان دی دا ښکلی مفاهیم یې په زړونو ښه لګیږی اودهغې دپلی کیدو په هیله  ژوندکوی ۰ ددی انسانی غوښتنو اوهیلو ترڅنګ بیا هغه ولسونه چې دشتمنو هیوادونواوزبرځواکونو دسیالیو له امله پرې جګړې تحمیل شوې اواوس مهال هم د افغانستان ، عراق اوفلسطین په څیر  ولسونه چې هلته دجګړې اوربل دۍ اوهغوی پکې سوزیږی دبشری حقونوڅخه دسرغړونکو اوجنګی جنایتکارانو دمحاکمې خبرې هم اوریدل کیږی چې البته پر هغو کورنیو چې خپل عزیزان یې دجنګ جګړو له کبله له لاسه ورکړې دی او دهغوی بشرې حقونه ترپښولاندې شوی دی دعدل اوانصاف دپلې کیدو داډول خبرې خورا ښی لګیږی او یوازنۍ هیله یې داده چې جګړه ماران ، جنګی جنایتکاران اودبشری حقونو ناقضین محاکمه شی ترڅو نورو ته دعبرت درس وګرزی۰ همدا دلیل دۍ چې ځینې سیاستوال ، دنظر خاوندان اودډله ایزو رسنیو مسؤلین دافغانی غمیزې په دوران کې دیشری حقونو څخه دسرغړونکو اوجنګی جنایتکارانو محاکمه غواړی  اودا مساله یې نظر غوښتنې ته اچولی چې دنظر خاوندان پرهغې رڼا واچوی چې دافغان جرمن پورتال یې یوه بیلګه ده ۰ 
که چیرې دافغانی ټولنې ماضی اوننی حالت ته ځیرشو افغانی  ټولنه  لکه نورې شرقی ټولنې دتاریخ په اوږدو کې دظلم  اواستبداد څخه ډک تاریخ لری او غوځ اکثریت افغانان یې ربړولې اوکړولی دی اودا کړیدلې ولس دا غواړی چې نورنوعدل اوانصاف هم دهغوی په مینه کې واکمن شی اوهغوی دمتمدنې نړی داوسیدونکوپه شان ژوندوکړی اودهرډول  ناخوالو ،تیرې ، تبعیض اوبیعدالتیو څخه خوندی پاتې شی ۰ 
 په افغانستان کې دعدالت دټیګښت په اړوند افغان جرمن دپورتال  دریځ چې دبشرې حقونوڅخه دسرغړونکواوجنګی جنایتکارانو دمحاکمې غوښتنه شوې ده  نه یوازې دستایلو اومنلو وړمساله ده  بلکی دهغې دانسانې غوښتنو دپلې کولو په اړوند باید ټول افغانان اوپه تیره دنظر خاوندان اوروڼ اندی لاس سره یوکړی اودهغې دپلې کولو په خاطر مبارزه وکړی خو موږ دا خبره چې (( هغه چرګ چې بې وخته اذان کوی سر یې دپرې کولو دۍ )) هم له یاده ونه باسو هغه په دې مانا چې پردې واقعیت وپوهیزو چې نن مهال افغان مظلوم ولس کوم چې موږ روڼ اندی یا دقیقا با سواده قشردهغوی په  خاطر لیکنې کوو ، مقالې لیکو ،  دهغوی داذهانودروښانولو له پاره مو دډله ایزو رسنیو د خپرولومسؤلیت په غاړه اخیستی دی له څه شی نه ډیر ځوریږی او هغوی څه غواړی ؟ دخپل ولس دغوښتنو په درک سره اودافغانی ټولنې دلومړیتوبونو په پوهیدوسره  په کارده چې دنظر دخاوندانو نظر وغوښتل شی چې دخلکو هیلو اوغوښتنوته اودهغوی دستونزو  دحل لپاره د اړینې نسخې دموندلو په لټه کې شو۰ که چیرې دافغانستان وافعیتونو ته، هغه افغانستان چې هلته جنګ جګړه دپخوا په شان ادامه لری دهغوی دبشری حقونوڅخه سرغړونه  اوجنګی جنایتونه ترسره کیږی ځیر شو افغان ولس دا غواړی چې په ټاټوبې کې یې  سوله راشی اونور نو دټانکونو، توپونو اوټوپکو ډزې ،د ماینونه اوبمونو دچاودیدوغږ وانه وری اودخپلو وطنوالو دوژنې اودهیوادورانۍ شاهدان نه وی ۰ کله چې دافغانانو په ټاټوبی کې سوله واکمنه شوه ،هرو مرو  هلته ولسواکی او قانون واکمن کیږی ، عدالت  ټینګیږی چې دولسواکۍ او قانون په ټینګیدو سره به یقینا دبشری حقونوڅخه دسرغړونواوجنګی جنایتکارانودمحاکمې خبره هم راپورته کیږی ۰ هغه ډله لیکوال، سیاسی څیړونکی اوډله ایزې رسنۍ چې همدا اوس اوس دبشری حقونو څخه دسرغړونکو اوهمداراز دجنګی جنایتکارانو دمحاکمې خبره راپورته کوی باید وویل شی چې که دا محاکمه اوسنې اداره  کومه چې له یوې خوادهغې ځینې ترکیبې کړې اوډلې  دبشرې حقونو څخه په سرغړونې تورنې دی او په هغې کې ځرګندجنګی جنایت کاران اوجګړه ماران هم لږ نه دی اوله بله پلوه بهرنیان دهیواداوخلکو به سرنوشت حاکم دی  داډول اداره به څه ډول عدالت پلی  اوتطبیق کړی ؟ آیا هغوی به خپل  دجنایتونو شریک افراد محاکمه کړی یا به خپل سیاسی اوعقیدتی سیالان اومخالفین ؟ خبره څرګنده ده چې داسې اداره  به  جنایتکاران نه بلکې شریف انسانان کوم چې دهغوی سره نه پخلاکیدونکې پخوانی دښمنۍ اوسیاسی – عقیدتی اختلاف لری محاکمه کړی ۰پورتنیو واقعیتونو ته په کتلو سره اوس مهال دټولو درنو لیکوالو اودډله ایزو رسنیو دمسؤلینو ملی اووطنی مسؤلیت دا دۍ چۍ دهرڅه دمخه په دې اړوند فکر وکړی اودنورونظر وغوښتل شی چې :      ۱ –  څه ډول کیدای شی په هیواد کې جګړه ختمه ،سوله اوټیکاوواکمن شی ۰ 
۲-  څرنګه اودکوم مکانیزم پربنسټ ممکنه ده چې پردی پوځیان اوخارجی لښکرې چې دجګړې یو لامل دی خپلو هیوادونوته بیرته ستنې شی ۰
 ۳- څه ډول کیدای شی  چې  دملی یوالې شیرازه چې دپرله پسې جګړو اودپردیو دتوطیو ،دسیسو ، لاسوهنو اوتیریوله امله خورا زیانمنه شوې  اودروڼ اندو ترمنځ هم دبې اعتمادۍ فضا واکمنه شوې ده بیرته اعاده اودتفاهم اوپوهاوې حالت منځته راشی ۰ 
۴ – څه ډول کولای شو چې پخپل ځان متکی اوپخپلو وطنوالو باورپیدا کړو، دپردیو له منګلو څخه چې په دې یا هغې نامه یې دا  یا هغه ډله ، دا یا هغه سیاستوال ترخپل شیطانی اغیز اونفوذ لاندې راوړې دۍ ځانونه خلاص کړو۰ 
۵ – څرنګه کولای شو چې دګروپی ، ژبنی اوقومی کوچنې چوکات څخه راووزو، ملی اوفراقومی تفکر پیدا کړو، افغانستان په شمال اوجنوب ، اوسیدونکی یې په پښتون اوغیرپشتون ،ښه اوبد ونه ویشو اودیوه افغان په نامه  په ګډه سره دجنګ جګړو دټولو ناوړه میراثونودله منځه وړلواو هیواد په بیا ودانولو اوجوړولوکې اغیزمن رول ولوبوو۰ 
که چیرې پورتنېو څوکرښو ته ځیرشو دا نتیجه ترلاسه کیږی چې دافغانی ټولنې اودافغان مظلوم ولس غوښتنه اوهیله داده چې نور جګړه اوافغان وژنه ، دپردیو لاسوهنه اونفوذ په هیواد کې پای ته ورسیږی او دهغې پربنسټ د لیکوالو اودډله ایزورسنیو دمسؤلینو دنده داده چې دروانې جګړې څخه دوتلو په لارو چارو فکروکړی اودې پوښتنې ته ځواب پیدا کړی چې څه ډول کیدای شی په  هیوادکې جګړه ختمه او سوله اوټیکاو واکمن شی ؟  
پای 

۲ /۱۱ / ۲۰۰۸