آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

لاس یې تــــر واشنګتن آزاد

 

څو ورځې مخکې ( دمی  یولسمه ) دآریانا دتلویزیونې شبکې دخبرې سرویس له لارې مې دولسې جرګې درییس ښاغلې یونس قانونی څرګندونې  دهغو مرور وکیلانو په هکله چې څه دپاسه یوه میاشت دولسې جرګې په غونډوکې برخه نه اخیستله   واوریدلې او هغه وویل که دا ډله وکیلان نور په غونډوکې ګدون ونکړی ولسې جرګه به ددوی په هکله لازمه پریکړه وکړی اوهغه وخت یې بیالاس تر لندنه آزاد ، خو په تالارکې ناست کوم استازې وویل ((  دست شان تا واشنګتن آزادیعنی لاس یې ترواشنګتن آزاد ))۰  ښاغلی قانونی دا خبره  تایید اودنوموړی وکیل خبره یې په مانداره موسکا سره تکرار کړه ۰ کله مې چې دا خبره واوریدله خپل کوچنوالې مې را یادشو چې ما یوه ورځ دخپل خدای بخښلې پلار څخه پوښتنه وکړه چې کله په کلی  کې ددووتنوترمنځ  کومه شخړه پیداشی  ،دیوبل په پته د سپکو سپورواو تهدیدولوسربیره هغه څوک چې ځان حق په جانبه ګڼی  په حکومت کې  دې عریضه خبره کوی مقابل لوری ورته  وایی چې (( لاس دې تر لندنه آزاد)) داڅه مانا لری پلار را ته وویل چې کله انګریزانوزموږهیوادنیولی وو، خپل دزړه دخوښې تش په نامه بیواکه پاچا ( شاه شجاع ) یې پرتخت کښینولی وواودافغانستان ټول واک دانګریزانوپه لاس کې و نوکله به چې دخلکوترمنځ کومه شخړه پیدا شوه اوهغه چا چې ځان مظلوم اوحق په جانبه ګاڼه نومقابل لوری به یې پردې ډاراوه چې په حکومت کې به عریضه پرې وکړی   نو مقابل لورې به ورته ویل چې (( لاس دې تر لندنه آزاد  )) یعنې کولای شی په لندن کې چې دانګریزانو پایتخت دۍ پرهغې عریضه وکړی ، خلکوته دشاه شجاع تش په نامه پاچاهۍ اوواک څرګندووچې هغه کوم اختیارنلری او دافغانستان واکداران انګریزان وو نه شاه شجاع او شاه شجاع دهغوی دیوه ترلاس لاندې سرکاتب حیثیت درلودنولدې کبله به خلکو یوبل ته ویل چې لندن کولای شی ددوی خبره واوری ،ستونزې یې حل کړی خوبیا هم هغوی دلندن پروا هم نلری ۰  له هماغه وخت څخه تراوسه پورې  داخبره  پاتې ده ۰ 
کله چې ما دولسې جرګې درییس دا خبره چې ((  دست شان تا واشنګتن آزاد )) واوریدله دخپل پلارخبره رایادشوه  چې  نن مهال زموږ دهیواد اصلې واکداران دامریکې دمتحده ایالاتوچارواکې دی کوم چې دواشنګتن دښار په سپینه ماڼۍ کې ناست دی ۰او که څوک دهیواد دکوم لوړپوړې چارواکی یا دواک دسیمه ایزوارګانونودمسؤلینواویا کوم مستبداوظالم څخه شکایت لری، یا یې حقونه ترپښولاندې شوې ، ظلم ورسره شوی وۍ هغه مرجع چې  دهغې شکایت واوری ،حقوق یې بیرته ورته ورکړی یا دظالم دظلم څخه  یې وساتی هغه سپینه ماڼۍ ده چې په واشنګتن کې موقعیت لری نه دکابل ارګ ۰دا ځکه چې دافغانستان دولسې جرګې مشراودولس استازې دا ډول فکرکوی او وینی چې هغوی خواران بیواکه دی  ددوی هغه پریکړې پلې کیږی چې دبهرنیانوپه مزاج برابرې وی  اوهغه چې دهغوی په خوښه نه وی هیڅکله دعمل جامه نه اغوندی چې څرګندمثال یې دبهرنیوچارودوزیر څخه داعتماددرایی اخیستل وو چې هغه چا ونه منله اوددصلاحیت څخه سلب شوی وزیر ترننه پورې دنرپه شان پخپله څوکۍ پاتې دۍ ۰     
که چیرې دافغانستان دخلکو برخلیک ټاکونکی واشنګتن نه وی نو ولې دولسې جرګې  رییس ددې جرګې په رسمی غونډه کې داسې خبره کوی چې نه په نوموړې غونډه کې چا دښاغلی قانونی خبره وراصلاح  کړه اونه بل کوم دولتی ارګان  د ولسې جرګې درییس خبرې رد کړی اودا خبره یې ونکړه چې دافغانستان چارواکی او درې ګونې دولتې قواوی دخپلوپریکړوپه کولوکې خپلواکه اودخپلو وطنوالو خدمتګاران  دی  ۰  نوموړې خبرې  دیوې خوا  دخپلواک افغانستان موجودیت  ترپوښتنې لاندې راوړی ، او له بله پلوه  داوسنی حکومت دمخالفینوپه هغوڅرګندونو چې  افغانستان یو  اشغال شوی هیوادګڼی دصحت مهرلګوی اودمخالفینو دریځ لا نور هم پیاوړی کوی ۰که چیرې ومنو چې دښاغلی قانونې پورتنۍ خبره یوه ټوکه وه نودډله ایزورسنیوله لارې یې بیا   خپرول  هم ټوکه وبولو چې په هیڅ ډول نشی کیدای هغه ومنل شی دا چې وایی په هره ټوکه کې درښتیا اوحقیقت یوه برخه پرته ده نو دښاغلی قانونی په ټوکه کې هم دافغانستان دواقعیتونواوحقایقویوه  برخه لیدل کیږی په دې ماناچې دافغانستان اصلی واکمنان دکابل په ارګ کې نه بلکه په واشنګتن کې ناست سیاستوال دی  ۰
دافغان چارواکودا ډول خبرې اوڅرګندونې ، دهیواددډله ایزو رسنیوداډول کړه وړه اوچلنداودافغانستان عینی واقعیتونه داوسنی حکومت دمخالفینوتورونه اوڅرګندونې اوهغه ګومانونه لا قوی کوی چې دافغانستان دولت  یوبیواکه دولت شمیری کوم چې یوازې اویوازې  دخپلو نړیوالوملاتړکونکواوپه تیره دنړۍ دیوازینې زبرځواک دپالیسیواوارادې پلې کونکی  دۍ۰ که څه هم ظاهرانړیوال پوځې ځواکونه چې دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه دملګرو ملتودسازمان دپریکړې پربنسټ حضورلری خوعملا دامؤسسه ددې ځواکونوپه عملیاتواوعملی کړووړوهیڅ اغیزاوکنترول نلری ۰نوموړې ځواکونه دواشنګتن دتګلارواوسیاستونوپربنسټ پرافغانستان کې خپل فعالیتونه پرمخ بیایی ۰په دې اړوند ددې خبرې یادول اړین  ګڼل کیږی  چې د۲۰۰۱ کال دسپتمبردیولسمې تروریستې پیښې وروسته دملګرو ملتو سازمان دامنیت شورا دنوامبرپه( ۱۸- ۱۹) نیټه ۱۳۸۶ لمبر پریکړه لیک تصویب کړ  چې دهغې پربنسټ په افغانستان کې دنړیوالې سولې اوامنیت دپاره دقواوو استعمال مجاز وګڼل شو ۰ نوموړې پریکړې پردې تاکیدکاوه چې دتروریسم سره مقابله باید دافغانستان د ملی واکمنی ، خپلواکی اودځمکنۍ بشپړتیا په چوکاټ کې ترسره شی ، چې عملا داسې ونشول اوهغه مهال دم،م دسازمان عمومی منشی کوفی عنان په یوه مطبوعاتی مرکه کې په دې اړوند  داتازونی د( ای بی سی ) دتلویزیونې شبکې دخبریال ( دیان سویر ) دپوښتنې په اړوندویلی وو (( ۰۰۰ دم، م مخکنۍ پریکړه طالبان دیته اړکوی چې بن لادن م، م ته تسلیم کړی که طالبان دغه غوښتنې ته هرکلې نه وایی ترتعزیراتو لاندې به راشی ۰ اما دسیاسی نظام بدلون دافغانانو کاردۍ نه دبهرنیو قوتونو )۰
دپورتنیو څرګندونواوپه افغانستان دعینې واقعیتونوپه پام کې نیولو سره وینو چې دوخت په تیریدو سره د اوسنۍ حکومت په ترکیبې ډلو کې دنظر اوعمل دیوالی ترمنځ واټن ،بې اعتمادی  او مخالفتونه زیاتیږی،داوسنې حکومت دکمزورتیا اوبیوسۍ او دپردیوپوځیانو دخپلسریو په لیدوسره اودیولړواقعیتونو دبربنډیدوله امله دخلکو اعتماداوباورپه اوسنی دولت کمیږی ، خلک وینی اواوری چې ددې حکومت هغه کارکونکی کوم چې په ټولو سختو شیبو کې په هیوادکې پاتې وومیاشتنۍ تنخوا  یې د۳۰۰۰  افغانیوشاه اوخوا ده  خو یوخارجې مشاور تر ۶۰۰۰۰ دالرو پورې حقوق لری ، په دولت کې داسې لوړپوړې چارواکې لږ نه دی چې  دبهرنیو دولتونواومؤسسوڅخه ډالری معاشونه ترلاسه کوی نه دافغانستان له دولت څخه ، هغه لړ افغانان چې دوه ګونی تابعیت لری دخارجیانو په شان دهغو خوارو افغان مامورینو چې ټوله موده په خپل وطن کې پاتې وو څوخله زیات اوهغه هم دالری معاشونه لری  ۰ (هغه څه چې ورته اشاره وشوه داوسنۍ کابینې دیوه غړی ښاغلی انورالحق احدی دڅرګندونویوه برخه ده چې دآریانا دتلویزیون دتیرې اونۍ دحقیقت په نامه  پروګرام  کې یې بیان کړې ) ۰څرنګه چې  لمرپه دووګوتو نه پټیږی نوداوسنی افغانستان ترخه واقعیتونه هم پټ نه پاتې کیږی ، هغه څه چې په افغانستان او هغه څه چې دقدرت اوواک دماڼیوپه دهلیزونوکې  تیریږی اوپرافغان ولس څه ډول کسان واکمن دی خلکو ته دوخت په تیریدوسره جوتیږی اوهغوی پردې پوهیږی چې دوی څه ډول حکومت لری۰ نویوشمیرځیرک ،پر څوکۍ اومقام مین چارواکې اوسیاستوال دخپلې راتلونکې په خاطرکله کله هغه څه وایی یا ضمنې اشارې ورته کوی چې خلک هغه ډول فکرکوی هغوی چې دعامه افکاروتراغیز لاندې راغلی اویا غواړی ځان بیا ولس ته په غولونکو څرګندونوسره نږدې اوملاتړ یې ترلاسه کړی نو هغه څه وایی چې دولس هیلې اواراده تمثیل کړی یو یې خلکو ته وایی چې په نړۍ ګرزم او درویزه کوم ترڅو وطن ته خدمت وکړم ، بل یې بیا وایی چې هیوادمومستعمره دۍ که مستعمره نه دۍ نیمه مستعمره خودۍ بل یې بیا داسې اشارې ورکوی چې دهیوادواک دواشنګتن سره دۍ اوداسې نور۰۰۰ 
ددې ډول څرګندونو اصلی موخه  داده چې هغوی دخلکو په زړونوکې ځای پیدا کړی او بیا هم  په راتلونکې کې دپخوا په شان په سیاست اودولت کې مطرح کسان پاتې شی ۰ له بده مرغه زموږځپل شوی ولس چې ددیرش کلنې جګړې ،خوارۍ اوغریبۍ ،مهاجرتونواوکډوالۍ اودپردیودپرله پسې لاس وهنو- تیریو- درواغجنواوزهرجنوتبلیغاتو له امله خورا ځپل شوی اودیوه ژورمعنوی بحران سره مخامخ دۍ په ډیرمشکل سره کولای شی دسیاستوالو رنګارنګ سیاسی لوبې ،عوامفریبانه تبلیغات اوموخې درک کړی اوهغوی بیا ونه غولیږی ۰که څه هم ډیرپدې پوهیدلې دی اووینې چې ددې هیواد خواراوزیارایستونکې خلک لاپسې خواراوډنګریږی ،ځواکمن لانور هم ځواکمن اوپړسیږی، دمیلیونونوافغانانودژوندښیرازه ویجاړیږی  خودشتمنوهستی اومستی لا زیاتیږی ، پردی یې ددوی په ټاټوبی کې هوسیا اوبسیا ژوندلری خودوی دژوندې پاتې کیدو په خاطردیوې مړې ګولې دپیدا کولو په موخه رازرازکړاوونه ګالی چې هغه هم نشی ترلاسه کولای ۰ددې ترخو واقعیتونو پربنسټ ده چې  پروطن مین روڼ اندې  خپل ولس ته دافغانستان ترخه واقعیتونه اودهغې لاملونه  څرنګه چې دی  ورسوی  ،هغوی ته هغه لاره چاره وروښیی چې څه ډول  کولای شی داوسنی ځورونکې له شرمه ډک حالت څخه ځان راوباسی ،پخپلو پښوودریږی  اودخپل برخلیک دټاکلوواک ترلاسه کړی ترڅو داولس بیا هم دسیاست بازانواوعوامفریبانوله خواکوم چې دپردیودموخواوارادې رښتینې پلی کونکی دی دوکه نشی۰  
پای

۲۰/ ۰۵ / ۲۰۰۸