آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

نوربه لا څه ووینو

دطالبانو دنسکوریدو وروسته ډیرو فکر کاوه چې دنړۍ هغو شتمنو- ځواکمنو هیوادونو کوم چې طالبان یې رانسکوراودخپلې خوښې اداره یې پر ځوریدلی اوکړیدلی افغان ولس واکمنه کړله چې ددې وران شوی افغانستان په بیا جوړونه ،دقانون اوعدالت په ټینګولو اوخلکو ته دکاراوسوکاله ژونددشرایطو په برابرولو کی به هراړخیزه مرستې ونه سپموی داځکه چې هغوی دافغانستان دبیارغونې اوجوړونې بیساره اوبیشماره  وعدې ورکولې اولا یې ورکوی ،دملیاردونو ډالرو دمرستې خبرونه یې دډله ایزو رسنیوسرټکې جوړوی چې ګواکې هغوی  افغانستان ته ورکړې دی ،خوددې پریمانه پیسو دلګولو پته نه ده څرګنده چې هغه چیرې مصرف شوې او څه لاسته راوړنې لری ، نه کومې کارخانې او سترې تولیدې پروژې جوړې  شوې چې په هغې کې زموږبې  وزګاره وطنوال کاروکړی اویوه ګوله ډوډۍ ترلاسه کړی  ۰ دا چې دنویو تولیدی مؤسسو دجوړیدو څرک نه بریښی پخوانی زړې تولیدی بنسټونه اودولتې پروژې دخصوصی کولو په نامه په ډیره ټیټه بیه زورواکاوځواکمنو ته پیرودل کیږی چې ددې کارله امله هلته په کاربوخت زیات شمیر کارګران اوماموران بیکاره کیږی چې پدې توګه دمیلیونوبیکاره هیوادوالو ترڅنګ دریږی اوکړاوونه یې لازیاتیږی ۰ که څوک په هیواد کې دقانون اوعدالت دټینګښت خبره کوی هغه نو پرخپل ځان دملنډو وهلو پرته بل څه نه دی ۰ په یوه ځانګړی هیواد کې چې لوی څارنوال یې دسړک پر سرووهل شی اوڅوک نشی کولای دلوی څارنوال دوهلو دعامل څخه پوښتنه وکړی ، یا داچې دیوه هیواد دوسله وال پوځ درستیزوال دخپل سیال په کور دمافیا دډلې په شان حمله وکړی هغه اودکورنۍ غړی یې وټکوی ، خپل سیال لاس تړلی خپل هستوګنځی ته یوسی اویرغمل یې ونیسی ترڅو دپولیسو له خوا وژغورل شی  خو دهیواد دپوځ درستیزوال دقضیې دروښانولو په خاطر څوک نشی کولای هغه څارنوالۍ ته حاضر کړی اودا کار ځانله سپکاوی ګڼی څرنګه موږ دقانونیت خبره کولای شو۰ دا دوه مثالونه دزرګونو پیښو څخه دوې پیښې دی چې په اسلامی افغانستان کې قانون ته ددرناوی اودعدالت دپلې کیدوکچه اوحالت ښیی  ۰ پورتنې دوې پیښې جوتوی چې  په هیواد کې دځنګل قانون چلیږی چې زورور هرڅه  وغواړی هغه کولای شی ،هغه کولای شی نور ووهی ،وټکوی ،وووژنی، پرې جنسی تیری وکړی ، ددولت او خلکو شتمنۍ او جایدادونه غضب کړی اوداسی نور۰۰۰ داډول پیښې اوکړنې په یوه داسې هیوادکې کیږی چې هلته د۳۷ هیوادونو پوځیان دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه حضورلری ،دا ډول چلند په یوه داسې هیوادکې ترسره کیږی چې دنړې خورا ستر سیاسی – پوځې سازمان( ناټو)دامنیت دټینګښت اودقضایی سیستم دایجادولواوپه کاراچولومسؤلیت په غاړه اخیستی دۍ۰ 
ددې خبرو که تیرشو اودشرم اورسوایۍ خبره خو لا داده چې ددې ستر پوځې سازمان د شتون اودمیلیاردونو ډالرو دمرستې سره سره دافغانستان خلک خواړه نلری او په ځینو سیمو ( غزنی اوبدخشان ) کې خلک دې ته اړشوی دی چې دخپلې بقا په خاطر واښه او ګیا ه وخوری دا ځکه چې هلته خوراکې توکی نشته اویایی دلوړې بیې له کبله داخیستلو توان او امکانات نلری۰ په یوه هیوادکې چې اوسیدونکی یې دفقر او خوارۍ اومحدودو امکاناتوله امله واښه اوګیاه خوری  ، آیا چارواکی یې دا مسؤلیت نلری چې خپل ولس ته خواړه چمتو کړی او یا هغو سیمو ته چې داقلیمې او جغرافیایی ستونزمنو شرایطو له امله لارې تړلې دی دچورلکواو الوتکو له لارې خواړه ورسوی؟ پداسې حال کې چې په هیواد کې  دا ډول غمیزه روانه ده وینو چې ددې ولس استازی ( وکیلان ) چې غوڅ اکثریت یې ځانونه( مجاهدین اودمقاومت اتلان ) شمیری د مخالفتونو اوسیاسی لوبودمخته بیولو له امله دپارلمان په غونډو کې ګډون نه کوی ترڅو دخپلو مؤکلینو اوپه هیوادکې دبیشماره اوبیساره پرتوستونزودحل کولو په خاطردمسؤلیت داحساس په څرګندولوسره په غونډوکې ګډون کې وکړی  ۰ دوې ددې پرځای چې ولس ته دخوراکې توکو دبرابرولواودبدخشان لیرې پرتوسیمو ته چې هلته انسانی فاجعه روانه ده په ولسې جرګه کې لارې چارې ولټوی مطبوعاتی کنفرانسونه رابولی او په ولسې جرګه کې پیدا شوې اختلافونه چې یوه طبیعې پدیده ده دپښتنو اوغیرپښتنو نوم ورکړی اوپدې توګه قومې اوژبنې دښمنیو ته لمن ووهی هغه څه چې دیوموټی اوخپلواک افغانستان دښمنان یې غواړی ۰ دداسې هیواد مشر کوم چې لوی څارنوال یې دیوه ځواکمن اوخپلسره جګړه مار لخوا دخلکوپرمنځ کې بې عزته کیږی ،دپوځ درستیزوال یې دمافیایی ډلې دمشریا ډاکوپه شان دبل چا په کور برید کوی ، دولتې اداره یې په فساد کې ډوبه ده اوولس یې دډوډۍ پرځای واښه اوصحرایی ګیاوې خوری ،دهیوادامنیتې وضعیت یې دوخت په تیریدو سره خرابیږی بیا هم  لیوال دۍ چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی ترڅوپردې ولس خپل روښانه ناکامه حکومت کولو ته ادامه ورکړی چې دنړی دعجایباتو څخه ګڼل کیږی ۰داچې چارواکی کوم چې ځانونه اوخپلې ډلې دموکراسۍ ته ژمن اود جهاد اومقاومت اتلان اودخلکو رښتینې خادمان ګڼی دهغوې ماهیت اوس ټولو ته څرګند شوی دۍ چې هغوی بیله دې چې افغان مسلمان ولس ته دچوپړپه فکرکې وی په دې اړوند سوچ وهی چې څه ډول په واک کې پاتې شی،خپل ثروتونه زیات اوڅه ډول داسلام ، جهاد اودموکراسۍ په نامه دخلکو په سترګو کې خاورې واچوی اودپخوا په شان یې وغولوی ۰ خو داندیښنې وړ خبره داده چې زموږ دهیواد زیاتره په خبرپوه کسان چې هغه تحصیلکرده برخه ده اویا هغوی چې ګوندونه یې جوړ کړې اوځانونه اوخپلې ډلې هیواد ته دچوپړژمن ګڼی اوددموکراسۍ نارې سورې وهی ددې پرځای چې واقعیتونه ووایی دخلکو ا‌ذهان رڼا کړی  دخپلوعقیدتې تمایلاتو، قومې اوژبنې تړاونو پر بنیاد داوسنې واکمنۍ  څخه چې دواکمنۍ په قلمروکې یې  دځنګل قانون واکمن دۍ ،  دقدرت  په سیمه ایزه ارګانونویې جنګ سالارانوډډه لګولې  ا وجګړه مارې ډلې یې په پارلمان کې وروستۍ خبره کوی داسې حاکمیت خلکو ته خدمتګارحاکمیت معرفی اوورپیژنی ،هغوی نشی کولاې دا حقیقت ومنی چې دهمدې ډلو په واکمنۍ کې دخلکو په سرونو کې میخونه وټکول شول ، دمړودنڅا کیسې یې خوله په خوله ګرزی ، دهیواد ملې اودولتی شتمنې چور اوتالار شوې اوتراوسه پورې پخپل قوت سره دوام لری، پیاوړې پوځ یې دړې وړې شو، هیواد دمخدره توکو په اډه واوښت ، په زرګونو طا لب جنګیالې بیله محاکمې  په کانتینرونوکې ووژ ل شول اویوشمیریې دمزارشریف په جنګی کلا ( قلعه جنګی ) کې بمباردشول، په هیوادکې یې ددولتې زندانونوپرته دکورنیواوبهرنیو زورواکواوځواکمنوشخصې زندانونه موجوددی ، دکابینې دوزیر دکمپیوتربریښنا لیکونه یې دیوه خارجې هیواددڅارنې د ادارې لخوا څارل کیږی اوهغه دهمدې خارجې هیواددیوې رسنۍ داطلاعاتواومقالوپټه سرچینه وی اودبل هیواددبهرنیو چارو وزیردهیواددیوه والې  ګوښه کیدل غواړی اونور۰۰۰ 
دحیرانتیاخبره داده چې دکوم منطق پربنسټ دا دنظر خاوندان ، داسیاسې رهبران اوسیاسی فعالان دداسې یوه حکومت  اویا دداسې چارواکوڅخه دفاع کوی او یا یې ترشاه دریږی ، آیا دادفاع ددې په خاطر نه ده چې دچارواکواودهغې دبهرنیو حامیانو زړه ترلاسه اوپام یې راوګرزوی چې هغوی داعتمادوړ دی چې کولای شی په پوره صداقت سره دهغوی په چوپړ کې ودریږی  ۰ افغان خوار خو غیرتی ولس ددې واکدارانو په واکدارۍ کې ډیرې ناخوالې چې یوې کوچنۍ برخې ته یې ګوته ونیول شوه ولیدلې، هغه یې وزغملې او که احیانا دوی په واک کې پاتې کیږی خدای  خبرچې موږ ربړیدلی افغانان به لانور څه ووینو ، څه به واورو، نور به څه راباندې تیرشی اودکومونورو بدمرغیواوظلمونوشاهدان به پاتې شو  ۰
پای 
۲۶-۰۵ – ۲۰۰۸