آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

د پوهاند زيار دوروستۍ ليکنى په اړوند څو کرښى

په ځينو ويب پاڼو کې دښاغلي پوهاندزيار(( ديوې – کره ليکنې پښتو پروړاندې سمتي اوسياسي سنګر )) نومې ليکنه خپره شوې چې دهغې په يوه برخه کې راغلي چې ګواکي ما ( خواتي ) په خپله کومه ليکنه کې دښاغلي زيار په پته (( دټولڅرگندو جلادانوپه پلمه بيسروبوله سياسي تورونه تپلي )) اوله (( غاښ ماتوونکوغبرگونونو )) سره مخامخ شوي يم ٠ داچې زما دليکنې په هکله چا کوم غبرګون ښودلي وي خبر نه يم او که دزيار صاحب مقصد له هغې ليکنې څخه چې څه دپاسه پنځه مياشتې پخوا دټول افغان په ويب پاڼه کې کوم بې هويته ليکوال دښاغلي يوسفزي په نامه خپره کړې وه وي چې نشي کيداي هغې ته غبرګون وويل شي ځکه چې ليکوال يې څرګندنشو چې څوک و٠ دښاغلي يوسفزي دې کورودان وي چې دهغې غلچکې ليکنې په هکله يې يوه اعتراصيه ډوله ليکنه دټول افغان په پاڼه کې خپره کړه چې نوموړې ليکنه دده نه ده اوبل چا دده په نامه خپره کړې اودټول افغان دپاڼې دچلوونکو څخه يې په کلکه غوښتي و چې ليکنه ليرې کړي ٠ نوموړې ليکنه چې هرچا خپره کړې وه ښيي چې هغه دا ميړانه نلرله چې په خپل اصلي هويت سره غبرګون وښيي اويوه دوستانه اوهدفمندډيالوګ ته را ودانګي اوپه هغو مسالو چې نوموړې ناسمې اودواقعيت څخه ليرې گڼلې بحث وکړي ٠ هغه نه يوازې دوستانه بحث ته زړه خوښ نه کړ بلکه هغه څه يې ليکلي اوخپاره کړي ووچې دژورناليزم له دود اودستورسره پردي اوله واقعيت سره يې سر نه خوړ٠ دپورتني لامل اولاندې دووعلتونوله امله نه غواړم دښاغلي زيار په ليکنه تبصره وکړم : 
لومړى – له بده مرغه موږافغانان دمخالف نظرداوريدوزغم نه لروچې دمخالف نظردخاوندانواوخپلو عقيدتي اوسياسي مخالفينو سره جوړونکي ديالوګ ته غاړه کيږدو٠ موږاوريدلي ،لوستلي اوژوندي شاهدان يوچې دتاريخ په اوږدو کې څرنګه زموږځواکمنو سياستوالو اوچارواکو دخپلو مخالفينو په لاسونو اوپښو کې زولنې اچولې ،کوټه قلفې کړي،زندۍ کړي او په دارځړولي او هغوي چې دخپلو منتقدينو اومخالفينو دټکولو ، ځپلو اوله منځه وړلو وس نه درلوددکتبی اوشفاهی تبلیغاتو اورسنيو له لارې يې دخپلو مخالفينو دځپلو،سپکولو او دشخصيت دترور هڅه کړې ده ، پرهغوي يې مختلفې ټاپې وهلې ، عجيب اوغريب نومونه يې پرې ايښې ،تورونه لګولي اودسپکو سپورو څخه يې هم ډډه نه ده کړې ٠ زورور ته په کاروه چې دمخالفينو سره چې دهغۍ شتون په هره ټولنه کې يو طبيعي خبره ده له مدارا څخه کاراخيستي واي اونوروبيا دخپلو منتقدينو اودمخالف نظردخاوندانو دنيوکو او نظريوناسموالي دعلمي اومنطقي بحثونو،دليلونو اوفاکټونو په وړاندې کولو سره رد اودخپل نظراوعمل صحت يې ثابت کړي واي ٠ 
دوهم – هغه له شرمه ډک حالت چې نن مهال پر افغانستان خپل کرغيړن سيوري غوړولي دۍ چې پربرخليک مو نورواکمن دي ، دهيواد ځمکنۍ بشپړتيا له ګواښونو سره مخامخ ده ،خلک مو دړندوبمباريواوځانمرګې بريدونوله امله ځانونه خوندي نه احساسوي او په يوه وحشتناکه حالت کې شپې اوورځې تيروي ، په هيوادکې بي وزګاري ،لوږه ، فقر، درغلي اودخلکو غولونه خپلی لوړې کچۍ ته رسيدلى ، په زړو اووړ، ښځواونارينه وواوپه تيره پر ما شومانو موپه پرله پسې توګه جنسي تيري کيږي اودوطنوالو مال اوعزت هم خوندي نه دي ، دبې اعتماد ۍ يوه ځورونکې فضا پرموږواکمنه ده چې دا اوددې په شان لسګونه نورې ناخوالې ددې ترخه واقعيت څرګندوى دي چې اوس د گيلواومشاجرو وخت نه دۍ چې تا څه کړي اوهغه څه ويلي ، دا خو لا پريږده چې د يوبل دنظرياتو اوڅرګندونو په اړوند (( غاښ ماتوونکې غبرگونونه )) وښيو چې ددې غاښ ماتوونکو غبرګونونومزه مووڅکله اوپايلې مووليدلې چې دهيوادوراني ، دميليونونو افغانانومرگ ،معلوليت ،رواني ناروغي، کډوالي ، قومي بې اتفاقي اوبلواکي ده٠ که لانورهم افغان ليکوال اوسياستوال دغچ اخيستنې اوغاښ ماتوونکو غبرگونونوښودلو په سوچ کې وي اوپرهيوادباندې دواکمن حالت څخه چې بيله شکه يوټولنيز ناورين دۍ دوتلو په لارو چارو فکر ونه کړي خپل ملي – وطني رسالت به يې هيراود خپلوکړيدلوخلکو په وړاندي به يې ستره جفااونه بخښونکې ګناه کړې وي ٠ زما له آنده يوه سياستوال او په تيره دقلم اوپوهې خاوند ته نه ښايي چې دجګړه مارانوپه شان قلم اوډله ايزه رسنۍ دټوپک اوخنجرپه څيردنورو دځپلو اودشخصيت دترور له پاره استعمال کړي او دهغې څخه په هيواد کې دقومي ،ژبنيو ، سمتي اومذهبي بې باوريواو بې اتفاقيو لمن وهلوپه موخه ګټه پورته کړي اوپه دې توګه شته معنوي کړکيچ اوبحران لا نورهم ژور کړي ٠ 
زموږ هيواد چې نن مهال دهر وخت په پرتله د بيساره
ستونزو ، ستروننګونواوګواښونو سره مخامخ دۍ اوپه هيوادکې لعنتي جګړه روانه ده ، او هره خوا اوربل دۍ چې هم مووطنوال اوهم موپکې ټول مادي اومعنوي ارزښتونه له منځه ځي اوسوزي ، د ټولو روڼ اندو اوپه تيره دقلم دخاوندانوملي اوتاريخي رسالت دۍ چې ددې بل شوي اور دقابو کولو اومړه کولوپه هکله دخپلې پوهې اوتجربې څخه کارواخلي نه داچې پدې اورنور غوړي تويي کړي اويا هغې ته پکه ووهي٠ هغوي ته نه ښايي چې پرونۍ دښمنۍ اوپخوانۍ عقدې راژوندۍ کړي بلکه دافغانستان ځوريدلي خلک همغږۍ ،دوستۍ ، وروګلوۍ اوګډسوله ايز ژوند ته راوبولي ۰ 
زه هر انسان اوپه تيره دخپل هروطنوال انساني مقام اوشخصيت ته درناوي کوم دخپل ګران ټاټوبي افغانستان هراوسيدونکي ددې خاورې مساوي الحقوقه بچی ګڼم بيله دې چې په دې هکله فکروکړم چې هغه دکومې سيمۍ دۍ په کومه ژبه ګړيږي ،کومه عقيده لري اودکوم سازمان غړي و اويا دۍ ٠ زه نه يوازې ځانله دا اجازه نه ورکوم چې ديوه انسان دشخصيت دټيټولواوسپکولو هڅه وکړم بلکه هغه څوک چې دبل دسپکولوپه فکراوهڅه کې وي دهغې دا چلند يوسپک کارګڼم ٠ زه نه يوازې دخپل شرف اووقاردساتلو په فکرکې يم بلکه دنورودشخصيت درناوۍ دخپل ژونديو اصل ګڼم اودې اصل ته ژمن يم چې هغه نه يوازې په خپلو ليکنو بلکه په ورځني چلند کې هم مراعاتوم ٠ ګران لوستونکي کولاي شي زما ددې ادعا څرګندثبوت زما په هغه لسګونو انتقادی ليکنوکې چې په ځينوويب پاڼو کې خپرې شوې دي وويني ٠ زه په پوره ډاډ اوجرئت سره ويلاۍ شم چې دا سې څه به څوک زم په ليکنوکې پيدا نه کړي چې چاته دې پکۍ سپکاوي شوي وي٠ ددې لپاره چې ګران لوستونکي زما دهغودووليکنوپه محتوا چې دښاغلي زيار ديوې ليکنې په اړوندپه ځينو پاڼو کې خپرې شوې پوه شي چې آيا په رښتيا سره ما په هغې کې په چا باندې تورونه تپلې اولیوال وی چی هغه ولولي لطفا دې دلیکنی په پای کی لاتينې کرښې کليک کړي ۰

 
په درنښت
٢٢ – ١- ٢٠٠٩

 

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/asef_khawati_zede_jowandei_wom.pdf

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/asef_khwati_pa_rishtia_sara.pdf