آرشیف

2015-6-21

محمدآصف خواتی

دا میلیونونه افغانان به څوک محاکمه کړي

 په دې وروستیوکې دافغان – جرمن په وتلي پورتال کې دښاغلو( داکترخاکستر، داکتراکرم عثمان ، محمد عارف عباسی ) دپام وړلیکنې خپرې شوې دي چې دبحث اوتبصرې وړټکي لري او غواړم ددې  ښاغلو دڅرګندونوپه اړه لنډه تبصره وکړم۰ ما دهیواددتکړه لیکوال اوپیژندل شوي خوږژبي ویاندداکتراکرم عثمان دوروستۍ لیکنې ترلوستلو پورې پدې باور وم چې زموږدهیوادپه وروستیوڅلورولسیزو کې مطرح سیاستوال اوچارواکي داګډه ځانګړتیا لري  چې هغوی دروانې اوږدې غمیزې اودحکومتونود ناخوالوپړه په خپلوپخلاکیدونکواونه پخلاکیدونکوسیالانواوسیالوډلوواچوي اودوی چې دواک په مهال هرکاره وواودواک څخه دګوښه کیدو اوراپرزیدووروسته ځانونه بیواکه  اودخلکورښتیني خادمان معرفي کوي اوپه دې توګه هڅه کوي ځانونه « واجب الاحترام اوغیرمسئول» وګڼي۰ خوکله مې چې دښاغلی عثمان وروستۍ دوې مقالې ولوستلې پوه شوم چې زموږدقلم خاوندان اودادب اوفرهنګ دبرخې مخکښان هم دځواکمنانوپه شان ځانګړتیاوې لري اوغوڅ اکثریت افغانان پدې ناروغۍ اخته یوچې هغه څه موچې کړي ، کوو، ویلي اووایوهغه دحقیقت یوازینی معیاردۍ ۰ دا هغه منفي پدیده  اومزمنه ناروغي ده چې زموږدهیواددبدمرغیواصلي لامل پکې پروت دۍ چې ګډه ژبه نشوموندلی ،تفاهم ته نه رسیږو ترڅو هیوادله روان ناورین څخه راوباسو۰
کله چې ښاغلي عثمان دداکترنجیب الله دواکمنۍ په مهال په ایران کې دشارژدافیردنده لرله دایران دولت کابل اوبامیانوته دمرستې اوخواخوږۍ په ښودلوسره دخوراکي توکو استول پیل کړل چې دښاغلی خاکسترپه وینا دخوراکي مرستوپه نامه هزاره توکمه جهادیانو( حزب وحدت ) ته وسلې هم استول کیدې۰ ښاغلی عثمان دخوراکی توکومرستې مني خوددې پروژې نوښتګردده نه مخکې شارژدافیر اسدالله کشتمند دوخت دصدراعظم ورورګڼي او دی ځان یوازې دخپل سلف دپروژې پلی کوونکی شمیري  ۰  دښاغلی عثمان دداډول څرګندونوپه اړه دقاضی حسین احمددپاکستان دجماعت اسلامي مشر د مرکې هغه برخه چې په ۱۹۹۸ کې دپاکستانی هرالدنومې ورځپاڼې دخبریا ل شاهدندیم سره کړې وه  پوره سرخوري هغه ویلې و «زموږدافغاني پالیسۍ مهندس بوتوو، ضیآ یوازې دې پالیسۍ ته دوام ورکړ»۰
دلته داپوښتنه راپورته کیږي چې آیا ښاغلی عثمان چې دسیاسی اوحقوقی دعلومواودپلوماسۍ په برخه کې لوړه پوهه هم لري خبر نه وو چې د۱۳۵۷ کال دثورداومې نیټې دسیاسي بدلون وروسته که هغه ته کودتا وایي یا وسله وال پاڅون او یا انقلاب، دتهران چارواکودافغانستان نوي دولت ته دستونزواوخنډونودجوړولو،په هیوادکې دامن اوټیکاودله منځه  وړلو اود جګړې داوردبلولوپه موخه وسله والوشیعه ډلوته د تسلیحاتو اوداورپکودروزلوهراړخیزه مرستې ورکولې چې دنجیب الله دواکمنۍ پرمهال هغودوام درلوداوداکترعثمان هم داخبره کوی چې هغوی هم په نعل ګوزارونه کول اوهم په میخ۰  دده له دې خبرې اوعملی دریځ نه داتریخ حقیقت جوتیږي چې ښاغلی عثمان دښاغلی خاکستر دادعاپربنسټ دنجیب الله داپراتیفی لوبوپلې کونکی کیږي چې دالوبې باید ددولتی امنیت کارکونکو یا په بله خبره خادیستانوترسره کړې وای ۰ ښاغلی عثمان  دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند  ددواړوفرکسیونو( خلق اوپرچم )دمخالف په توګه په داسې شرایطو کې دواکمن ګوند دواکمن فرکسیون دهغوسیاسي اواپراتیفی لوبوپلې کونکی کیږي چې  دمسکودارادې پربنسټ پرمخ بیول کیدې۰ دالوبې چې دملګروملتودسولې دپروګرام دشنډولوپه موخه پرمخ تللې  د ګوند زرګونو غړو دهغو خلاف ولاړوو  اوسلګونه تنه یې ددې مخالفت له امله په جیلونوکې اچول شوي وواوشکنجه کیدل ۰دا هغه ډله ګوندیان  وو چې هم دشوروی دیرغل اواشغال خلاف دریدلي وواوهم دم، م دسولې دپروګرام دسبوتاژ په وړاندې دریځ نیولی وو ۰ زه ښاغلي داکتراکرم عثمان ته دپوره درناوی سره سره دده ددې خبرې« په تاریخ لیکنه کې دترورۍ ( خاله اوعمه) خاطر اودلارښودیادشخصي اوسیاسي ملګري درناوی ځای نه لري » پربنسټ مې ځانته داحق ورکړچې په دې  اړوند خپل نظر وړاندې کړم۰ 
دښاغلی خاکستر دلیکنې په اړه څوکرښې :
دښاغلی نه مننه چې هغه دنجیب الله دهغواپراتیفي لوبویوه برخه چې دافغانستان سیاسي نمایندګیو په تهران اومشهدکې پرمخ وړلې بربنډ ه کړې ده خوداچې ښاغلی دالوبې دنجیب الله ګڼي  چې ګواکې دپښتنو، تاجکو اوازبکواړونده وسله والوډلودکمزورولوپه موخه یې غوښتل هزاره توکمه وسله والې ډلې پیاوړې کړي اومسکوپه هغوکې لاس نه درلوداودده په خبره مسکوهغه مهال ګوندته شاه کړې وه اړین بریښي څه وویل شي هغه داچې دالوبې دنجیب الله نه ، بلکې دمسکو لوبې وې چې نجیب الله یې پلې کونکی و۰ شوروي اتحاد هیڅکله دا، خ ، د، ګ سره  دهغه مهال دتبلیغاتوله مخې چې دکرملن له تبلیغاتي ماشین څخه راوتلې دورور ګوندچلند نه درلودبلکې دګونددهغې کړۍ دمشرتابه سره رښتینې راشه درشه اوتودې اړیکې لرلې چې هغوی یې  په خپل خاینانه یرغل سره په خپلوټانکونوسپاره افغا نستان ته راوړل اودګوند، حکومت اوخلکو په برخلیک واکمن کړل۰ دنجیب الله دواکمنۍ په مهال دوحدت ګوند ته مرستې دمسکودهغه پلان یوه برخه وه چې داسې یوه ټلواله په پښوودروي  چې دملګروملتو دسولې پروګرام شنډ اوواک ته ورسول شي چې جهادي صبغه ولري اودمسکوګټوته لومړیتوب ورکړي ۰ ددې ټلوالې مرکزي لوبغاړی دواکمن ګوند هغه  فرکسیون وچې دشوروي اتحاددیرغل پر مټ واک ته رسول شوی و اوپه جهادي ډلوکې دجمعیت اسلامی اوحزب وحدت تنظیمونه وچې داسلامي دولت  په نامه یې واک ته ورسول ۰ ښايي زیاتره افغانانوته معلومه وي چې دشوروی سفارت اوشوروي سلاکارانودنجیب الله دواکمنۍ پرمهال هم دامراونهی بشپړواک درلوداودپوځي سلاکارانو وروستۍ ډله د۱۹۹۲ کال داپریل په دیارلسمه دهیوادنه ووتله چې نورپه افغانستان کې دهغوی اړتیا نه لیدل کیده داځکه چې هغوی خپل مسئولیتونه سرته رسولي وواوټولې لارې یې دخپلوډاډمنولوړپوړواجنټانو پرمټ  دم، م دسولې دپروګرام دشنډولولپاره هوارې کړې وې ۰ ددې سلاکارانو دوتلودری ورځې وروسته دي چې  دمسکودباوري لوړپوړوګوندي ، دولتي اوپوځي  چارواکو نجیب الله له هیوادڅخه تیښتې ته اړکړ چې دتیښتې لاره یې هم پرې تړلې وه اودم،م دفترته پناه یوړله اوپدې ډول یې له واکه ګوښه کړ اوداپریل په اته ویشتمه نیټه عملآ واک شمال ټلوالې ته ولیږداوه ۰ 
دښاغلی عباسي دلیکنې ددې په زړه پورې  خبرې په اړه چې « که یوچا یوه ورځ هم دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند په نظام چې هغه ته جنایتکار نظام وایي خدمت کړی وي ګنهکار دۍ ځکه چې دې ګوندخلکو ته ډیرې بدمرغۍ  او کړاوونه  راوړي دي ۰» ددې څرګندواقعیت نه چې دنوموړي ګوندپه واکمنۍ کې دافغانستان خلک ډیروځوریدل هیڅوک اوهیڅ ویښ وجدان سترګې نشي پټولی چې دهغوپړه یوازې اویوازې په نوموړي ګونداچول هم واقعبینانه نه بریښي بلکې هغه دهرڅه دمخه دزبرځواکونودسیالیواودسړې جګړې دواکمن چاپیریال پربنسټ  اودوسله والومخالفینوپه چلند اودریځ کې هم ولټول شي هغه مخالفین چې دپاچاهۍ دنسکوریدووروسته په پاکستان کې ځاله جوړه کړې وه چې پورتنی دقاضي حسین احمد څرګندونې یې څرګنده بیلګه ده۰ که چیرې ولس ته دبدمرغیواوکړاونودراوړلو اوپرهغوی دتپلوخبره وي دخلک دموکراتیک ګوندله نسکوریدو وروسته دافغانانوبدمرغۍ اوکړاوونه نه داچې لږنه شول بلکې کچه یې لوړه شوه ۰ هغه جهادی تنظیمونه چې دشوروي لښکروپه وړاندې یې دولس بشپړملاتړدرلوداوداولس ووچې داتنظیمونه یې غښتلي او واک ته درسیدوجوګه کړل اوبیا دې تنظیمونوپه ولس دمځکې پرسرمحشرجوړکړ نودښاغلي عباسي دحکم له مخې ولس هم دتنظیمونو په ناخوالواونارواووکې ښکیل  او ګنهکاردۍ ۰ یا داچې آیا افغان ولس له دې امله باید ګنهکار وګڼل شي چې دتنظیمونوخلاف یې د طالبانو ملاتړوکړ او ددې ملاتړکچه دومره وګړنیزه وه چې کله طالبانوغوښتل په ۱۹۹۸ کې مزارشریف ونیسي  اودسرې بریښنا څیرمه  سیمه کې ووچې مزاریانودشمال ټلوالې خلاف اودطالبانوپه ملاتړپاڅون ترسره کړچې یوه بیسارې پیښه ګڼل کیږي ۰  نن مهال چې دافغانستان دټولوبدمرغیوپړه په طالبانو اچول کیږي نوټول ولس اوپه ځانګړې توګه مزاریان هم بایدګنهکار وبولوچې ولي یې دطالبانوملاتړوکړ۰ داچې ننی په فسادککړه  اداره   چې هغه دواشنګتن- انګلیس دپوځي یرغل زیږنده  اداره ده اوددوی دملاتړله برکته په واک کې پاتې ده  اودښاغلي محمدعارف عباسي دحکم پربنسټ څوک چې په اوسني په فسادککړ حکومت کې کارکوي هغوی ته فاسدووایواوهغه ګنهکار وګڼو نوپه هیواد کې به داسې څوک  پیدا نه کړوچې ګنهکارنه وي اوټول بایددمحاکمې میزته راکش کړل شي۰ داچې دامیلیونونه افغانان به څوک محاکمه کړي په افغانانوکې یې موندل ناشوني دي داځکه چې هغوی په یوه اویا بل ډول دوروستیوواکمنیوپه ملاتړکې دریدلي دي ۰ ماځکه دمیلیونوانسانانوخبره وکړه که چیرې دښاغلی عباسي دحکم پربنسټ چې چا دا، خ ، د ،ګ په څوارلس کلنه واکمنۍ کې یوه ورځ خدمت کړی وي  ګنهکاراودمحاکمې وړدۍ په پام کې ونیسویوازې دوسله والوځواکونوپه لیکوکې څه دپاسه دوومیلیونووطنوالوخدمت کړی دۍ چې که دولتي مامورین ،دځوانانواودښځودسازمانواونوروبنسټونوغړي هم ورسره ونیسودری میلیونه جوړوي۰ که د ښاغلي عباسي حکم ته وګورونوداسې افغان چې دکوم حکومت په ملاتړکې نه وي دریدلی نه موندل کیږي نودګناهکاروافغانانومحاکمه  بایدنړیواله محکمه ترسره کړي چې په هغوکې وروستۍ خبره بیاهم دامنیت دشورا دایمي غړي  اوپه ځانګړې توګه دسپینې ماڼې استازي کوي کوم چې دافغانستان دروان ناورین  دعاملانو  اصلی عاملان دي  او دافغانانو دننیو بدمرغیو اوکړاوونواصلی لامل اولوبغاړي همدا دواشنګتن واکداران دي۰ 

پای