آرشیف

2016-10-28

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

ما ته په سترګو کي حال وایه . . .
 
        دا هغه مهال وو چي پر ژبو  د سیاست او کلتوري دود مهرونه لګیدلي او یوازي سترګي وي چي د حالاتو ددغه استبداد څخه تر یوې کچي خوندي پاتي وې او کولای یې شوه په زړه کي د غمونو د غرونو رازونه په یوه نظر کي را وسپړي .
ماته په سترګو کي حال وایه
    لاري کوڅې د غمازانو ډکی دینه
         همدغه سترکي وي چي نژدي ۵۱۰ کاله وروسته یې د نقاشۍ ملکه « مونالیزه » د نړۍ سترګو و درول ، خو دا ځل  دا په رازونو د ډکو سترګو ملکه په ایټالیا کي نه بلکه د افغانانو په خاوره کي را پیدا شوه او نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ . زه « شربت ګله ، دا افغان مونالیزه » یادوم چي تر دغه سرلیک لاندي مي په ۲۰۱۱ کال یوه لیکنه په افغاني بریښناپاڼو کي نشر شوه . دادي نن بیا دغه افغاني مونالیزه د نړۍ په رسنیو کي د سر په خبرونو کي راغله . د پاکستان جنایتکاره واکداران چي د هر ډول سیاسي کلتور څخه بې برخي دي دغه معصومه او بیګناه افغانه خور یې د هر ډول اخلاقي نورمونو پرته د زندان په قفس کي تړلې ده .
       په همدې خاطر مي یو شمیر  یارانو او زما د لیکنو مینه والو  راته یاده وکړه ، دا چي ډیری ځوان افغانان ددغي افغاني مونالیزي د ژوندلیک سره بشپړه اشنایي نلري او ښایي د « مونالیزي » د نامه سره هم ځیني کسان بلد نه وي . ځکه یې نو غوښتنه را نه وکړه چي هغه لیکنه د موضوع د ګرموالي سره سم یوار بیا نشر ته وسپارم ، څو ځوانان و کولای شي هم شربت ګله او هم مونالیزه و پیژني . دا تاسی او دا هم هغه لیکنه . هیله ده د بیا لوستلو والا کسان هم خوند تری نه واخلي :
شربت ګله، دا افغانی مونالیزه  
      په افغان – جرمن وتلی پورتال کی می دمحترمی خور ، حسینه روفی په قلم یوه ډیره په زړه پوری لیکنه په خوږه دری ژبه تر سترګو شوه او په مینه می ولوستل . دغی محترمی خور دلیکوالی په پوره مهارت خپلی لیکنی ته دا سرلیک غوره کړی وو :  شربت ګله « دیوی ښځی په نظر کی دیوه هیواد د ورانیدو رازونه » .