آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

غــــــــــــــــــــــــــــزل

عجیبه یوه شیبه وه ، کله تله کله راتله
بیګاه خوب کی راسره وه ، کله تله کله راتله

د بریښنا پشان به راغله ، هغه دم به بیرته لاړه
د احساس پر وزر شنه وه کله تله کله راتله

د هجرانه څڅیدلی زه تریخ غړپ وم سرترپایه
دا وصال غوندی خوږه وه ، کله تله کله راتله

ها غزل ته ناتمام چی له مودی نه وو هیر شوی
د الهام یوه څپه وه ، کله تله کله راتله

زما د ذهن پر اسمان می د تروږمۍ په توره شپه کی
څه دستورو قافله وه ، کله تله کله راتله

د بوډا پالنګ پر څنډو ، ځوانو ګوتو تخنولم
لکه ناوی باکره وه ، کله تله کله راتله

راته یاده یی ځوانی کړه ، ها هیر شوی تیر کلونه
یو ګلبوټی لاندی شپه وه ، کله تله کله راتله

ما وی ګوندی چی کوربه شی نوزادی په خاطرو کی
دا خو هسی میلمنه وه ، کله تله کله راتله

۱ / ۱ / ۲۰۱۳