آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

ســـــــرګردان

 

لکه شعر په بڅرکي دیوان سوزي
د تودو اوښکو په څاڅکو ګریوان سوزي
سوړ لوګی پر یتیم ستوني انګار پریوت
د شفق سره به یوځاي اسمان سوزي
ګوره زه خو دي د حورو په مذهب کړم
بیله تا می اندیښنه د ایمان سوزي
پر ژړا یې د کباب چي خندا راغله
د خزان په ساړه باد هم باغوان سوزي
بیله تا مي په عدن ارام و نه موند
ستا کوڅه کي مي خاطر سرګردان سوزي
د صنم و مخ ته سم کتلاي نه شم
بت پرست د زړه په تل کي قران سوزي
بیګناه ته د سنګسار فتوا فاسده
نوزادي پر سر د کاڼو باران سوزي

 

ډنمارک ـ ۱۴ / ۶ / ۲۰۱۴