آرشیف

2017-2-22

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

ستړی

یــو ستړی سـرګردان خیال مي له ځانـه ســـره وړي
بــیــړۍ مي ډوبـــوي ، مــا له تـــوپــانه ســـره وړي

یو دیب خــزان مي ولیـد ، د ښامار له خولې را ووت
پـــسرلۍ د باغ لـــمن کي د بــاغـــوانـه ســـــره وړي

بد رنګ یــو فــتواګـــر ما د تــکــفیره ســره پرېږدي
محـــراب راڅــخــه یــوځای د قـــرآنـه ســـــره وړي

ټــکـــرۍ د تانــدو پــیغــلو په هوا کي ترې نه واخلي
بـــړبــوکـــۍ سي ، یــوه مینه د جانـــانه ســـره وړي

نوزادي به له «مطلع» نه تر «مقطع» څنګه رسیږي
هــــر تــوری د غـــزل یې له دیــــوانــه ســره وړي

۲۵ / ۱۱ / ۲۰۱۶  ډنمارک