آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

زینـــــــــــــــــــــــــــــــــې

کاشکي شعر می زینې وای ،
زه به هسي ،
پرې ختلای ،
پورته تللای ،
پورته تللای ،
تر اسمانه رسیدلای .
له اسمانه مي په مینه ،
کوز و ځمکی ته کتلای .
پر ناخوالو مي په قهر ،
تندورنه اورولای .
په هر ګوټ کي مي له پاسه ،
د خوښۍ باران کولای .
اسرافیل شپیلۍ مه هلته ،
د یو څو شیبو د پاره ،
په الهام کي اخیستلای .
بیا د شعر پر زینو می .
په تلوار را کوزیدلای .
په شپیلۍ می لر او بر کي ،
مړ پښتون را ویښولای .
وهغوی ته مي په زغرده ،
د حاکم په شان ویلای ،
چي په ګډه یې کښتۍ خپل ،
ډوبیدو څخه ژغورلای .
********
اوس پښتون دې په خوب تللی
زړه یې سم راته زدوولی
نه ویښیږي نه پاڅیږي
خدای دا څه ته ته پیدا کړی ؟
دا انسان دی که پیری دی
یا له ذاته لیونی دی
خپل سکه ورور ته پردی دی
د پردو لاس کی ښاغلی .
خدای هیڅ مه وای پیدا کړی .

ډنمارک ـ ۸ / ۲ / ۲۰۱۴