آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

را بــــه ســــي

یوه سپینه پښتنه به سي سندره ، را به سي
بنګړي پر سپین مړوند لکه زرګره ، را به سي

ګلان د لمر له ښاره به زموږ کلي ته راوړي
د روڼ سباؤون زیري ته کوتره ، را به سي

په غیږ کی به د وړانګو د رڼا سره نڅیږي
را پاڅي به د پرخي له بستره ، را به سي

وچ حلق مي د کلونو په تڼاکو ټکور نه سو
ډک جام به پلاس راکړي له کوثره ، را به سي

اخر به د زړه څړیکي پیغامونو سره ورسي
یو ورځ خو به له حاله سي خبره ، را به سي

لا پیغله باکره وه په شالونو کي رانغښتې
پښتو ولاړه د شعر تر ګودره ، را به سي

ما ولیده چي والوته ، له غرونو سوله تیره
ځوانان راپاڅوي له لروبره ، را به سي

بیګاه یی روژه مات ته پتاسې د شونډو راوړې
ځم خلګ خبرومه له اختره ، را به سي

زه وینمه سپوږمۍ سپینه بربنډه نڅاګره
راځي په مکیزو د غره له سره ، را به سي

غزل د نوزادي ګورمه ، سم ټکنی سوی
څپو سره راځي تل ناببره ، را به سي

ډنمارک ـ ۲۷ / ۱ / ۲۰۱۴