آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

راز او نیاز

 

دقسمتونو ربه ،
د ازلو کاتبه !
چی تا سوګند اخیستی ،
ډیر دی څرګند اخیستی .
یو دی قسم اخیستی ،
تا په قلم اخیستی .
راته په هغه قلم ،
یواربیا وخوره قسم .
دتندی توری کرښی ،
می نور زغملای نشم .
هیڅوک می نشته دلته ،
چاته ژړلای نشم .
پر دغو تورو کرښو ،
په تقدس د قلم ،
یواری بیا له سره ،
راته وطن ولیکه .
سپیرو ډاګو کی هلته ،
راته مدفن ولیکه .
یا غیرت راکړه ربه !
چی سر له غره ووهم .
یا خو فرهاد غوندی شم ،
پر سر تیشه ووهم .

ډنمارک ـ جون ۲۰۱۱ کال