2015-3-8
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
هغه د اوړي لنډکۍ شېبه مي ،
سپیني سپوږمۍ په ماښام ،
د کله کله په شان ،
نن بیا خاطر ته راغله :
هغه چي ته ،
لکه پسرلي په موسم ،
بس یوه ایښمه راغلې .
راته پر ټول وجود مي ،
له تند بارانه سره ،
و اورېدې ، و اورېدې .
بیا مي د ویني سره ،
د زړه رګو کي تاو سوې .
او د لمر څرک نه وړاندي ،
تُندي برېښنا په وزر ،
له ما نه والوتلې ،
زه خو هیڅ پوه نه سومه ،
چي ته کوم لورته ولاړې .
ډیره موده تیره سوه ،
وروسته خبر سوم پدې ،
چي په غلطه پته ،
و پردي کور ته ولاړې .
خو ،
زُما پر شنه اسمان دي ،
له هغې ایښمي څخه ،
هغه خواږه ګړځونه ،
خدایږو اوس هم پاته دي
ډنمارک ــــ ۸ / مارچ / ۲۰۱۵ ( د ښځو نړیواله ورځ )
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
ولسوالی های ولایت غور
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
Muhammad of Ghor
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
د ښځو د نړیوالي ورځي په پلمه: ایښمه