آرشیف

2015-5-20

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د پوهنمل نوزادی د منني پیغام

      لکه څنګه چي مي تل د دوستانو سره په مجلسونو کي یاده کړې ، زموږ انسانی ژوند د یو لړ ښادیو او غمونو ګډوله ده . پدې امتزاج کي د غم او ښادۍ تر منځ یو ستر توپیر پدې کی دی چي که خوښي د هرڅومره ډیرو کسانو سره ګډه او شریکه سی ، نو هغه په مستقیم تناسب کي په هم هغه پیمانه لا زیاتیږي خو که غم د هر څومره ډیرو کسانو سره شریک سی نو دا بیا په معکوس تناسب کي په هم هغه اندازه سره کمیږی  .ددې خبري مانا داده چي که دوستان د چا په ښادیو کي ګډون ورسره وکړي ، د هغوي ښادي ورته لا زیاتوي او که یې په غم کي ګډون وکړي ، نو غم یې ور سره ویشي او د غم برخه یې کموي .
     د را رسیدلي خبر سره سم ، د روان ۱۳۹۴ کال د ثور په ۲۸ نیټه د لښکرګاه په ښار کی د هلمند د مدني ټولنو ، یو شمیر فرهنګیانو او فرهنګپالو لخوا زما د خدای بخښلی او مرحوم مشر ورور ، حاجی خدایرحم نوزادي فاتحه چی جنازه یې څو ورځي مخکي د کندهار په ښار کي خاورو ته سپارله سوې ده ، په پوره خواخوږۍ سره واخیستل سوه .
     مرحوم حاجي صاحب چي یو خواخوږۍ او زړه سواند مشر وو ، مړیني یې زموږ په کورنۍ کي د لوی غم ټغر و غوړاوه او که د دوستانو غمشریکی نه وای ، ددې غم پیټي به زموږ پر اوږو باندي دروند بار اړولی وای .
     زه د ځان او دخپلي لویی کورنۍ د هر یوه  غړي لخوا  د هلمند د مدني ټولنو د ټولو غړو ، فرهنګیانو او فرهنګپالو څخه چی په فاتحه کی یې ګډون درلود ؛ په کندهار ښار کي د ټولنو هغو بې شمیره کسانو څخه چي جنازې ته یې عظمت او فاتحې ته یې پراختیا بخښلې وه ؛ په ډنمارک کي د ټولو هغو دوستانو څخه چي د فاتحې په ورځ یې ستړیاوي راسره ګاللي او لدې ورځي نه وړاندی او وروسته یې غم را سره شریکاوه او همدارنګه د ټولو هغو دوستانو څخه چي د افغانستان ، اروپايي هیوادونو ، امریکا او استرالیا څخه یې د تلیفون پر لیکه تسلیت را کاوه او خواخوږي یې راسره کوله ، د زړه له تل نه مننه کوم .
     ماته دی پاک رب دا امکان او توان راپه برخه کړي چي په خپل ګډون سره د ټولو دغو دوستانو خوښی ور زیاته کړای سم . د هغی ورځی څخه دی پاک خدای وساتي چي زما و غمشریکۍ ته اړتیا و مومي .
                                                                     امین یا رب العالمین .
 پوهنمل حاجي محمد نوزادي
   ډنمارک ـ د Aarhus ښار
۱۹ / ۵ / ۲۰۱۵