آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د پلوشو ژړا

بـــیګاه تروږمۍ له ســترګو نــم څڅیده
سهـــار د لــمر پــر زړه تـورتم څڅـیده

رویـبار کاغذ په اوښکو لوند چي راوړ
پــــر لـــروبـــر باران د غـــم څـڅــیده

د وصالــونــو خــیال په رود لاهــو سو
چــــــي لــه نظــــره د صنــم څـڅـــیده

دود په یی ســتا پر کور هـم وڅڅـیږی
اور چي یې زما پر کور هر دم څڅیده

ســـــانــده مي تــا خــوږه سـنـدره بلـل
لـــکــــه نغـــــمه پـــه تــرنــم څڅــیده

د پـــــلوشــــو ژړا مــي هــــم ولـیــده
د لـــمر لــه وړانــګو نه شــبنم څڅیده

تــا تـر چــرګـبانګـه سر پر سر اړول
زمـــا لــــه لــیــمو تر صبحدم څڅیده

دنـــیــا مي ولـــیـد د رنګــونـو بـازار
د زمـــانــې پـــر لــمـن ســم څڅــیده

نــوزادي اه د عـرش تر غوږ ورسید
کــــه یې کـــوکـــاره لـه قـلم څڅـیده

ډنمارک ـ ۷ / ۷ / ۲۰۱۳