آرشیف

2016-4-24

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د ويښتانو رژیدل، لاملونه او درملنه

     په دې وروستۍ وختونو کي ډیری ماته ته د تداوي دپاره راځي چي ويښتان یې رژیدلي وي او یا یې اوس تازه په رژيدلو شروع کړی وي.
    زه خپله د پوستکي او جنسي ناروغیو ټرینر متخصص یم چي هره ورځ دا ډول  ناروغان ګورم ، د پاک خداي په مرسته او د خپلو تجربو په مټ یې درملنه کوم . پدغو کسانو ډیرۍ یې لوستي خلګ دی او کله ناکله زما د زده کړو او کارونو په باره کي پوښتني را څخه کوي او ځیني لا غواړي د نوموړي ستونزي په اړوند لیکلي مواد او مالوماتونه تر لاسه کړي . ددغسي غوښتنو له مخي غواړم د لاندي لنډی لیکني د لاري د دوی سره مرسته وکړم . خدای دي وکړي په اړین وخت کي یې په درد وخوري :
    ما خپل لوړي زده کړي د روسيې په مسکو ښار کي د « اولسونو د دوستۍ پوهنتون » ( People’s Friendship University ) کي پایته رسولي دي . د فارغيدلو څخه وروسته مي څو کاله د کابل په مرکزي کتنځۍ کي کار وکړ او د تخصص د تر لاسه کولو په موخه بیا نوموړي هیواد ته و لیږل سوم . تر تخصص اخیستلو وروسته مي  16 کاله د مسکو په مختلفو روغتونونو کي کار کړي دی تر څو چي په 2000 کال کي ډنمارک ته ولاړم او هلته مي هم په څلورو مختلفو روغتونونو کي کار اومشاهدات تر سره کړي دي . په 2005 کال کي وطنوالو ته د چوپړ په موخه بیرته افغانستان ته را ستون او د کندهار د جنوبي زون په مرکزي روغتون ( میرویس روغتون ) کي مي کار پیل کړ او څو کاله د پوستکي او جنسي ناروغیو د څانګي شيف یا د سرویس مشر پاته سوی وم . د تقاعد څخه وروسته اوس په خپل کتنځۍ کي کار کوم. دا چي ما د طب په ډګر کي خپل تر نيمایي زیات عمر تیر کړی او مختلفو هیوادونو کي د ډول ډول ناروغانو سره مخامخ سوی یم ، طبعي خبره ده چي بډایي تجربي مي لاس ته راوړې دي . د پوستکي او جنسي ناروغیو له ډلې څخه د ويښتانو رژیدل نه یوازی په افغانستان کي، بلکي په بهرني پرمختللوهیوادونو کي هم زیات شمیر خلګ ورڅخه سر ټکوي .
     دا چي د سر ویښتان د نارینه وو او ښځینه وو په ښکلا کي خاص رول لري ، ځکه یې نو د زیاتو خلګو پام ځانته اړولې او کوښښ کوي چي ژر تر ژره یې تداوي وکړي.
    اوس غواړم چي ستاسو سره هغه تجربه شریکه کړم چي ما د یوه کال په جریان کي (2015-2016) په 883 ناروغانو باندي چي د ویښتانو د رژیدلو څخه یې شکایت درلود ، تر سره کړیده . دا په حقیقت کي د یوې څیړني پایله ده چي وړاندي کوم يې. په دغو 883 ناروغانو کي  د بیلابیلو عمرونو کسان نارینه، ښځي او ان کوچنیان ټول شامل وه.
 له دې ډلې څخه :
لومړی : د 91 کوچنیانو د سر ویښتان د ساري فنګسي ناروغیو له امله رژیدل . نوموړې ناروغۍ  د کورني حیواناتو څخه اخستل کیږي او عبارت دي له:
الف –  Trichophyton
ب Microsporum 
ج – Fangus
دویم : 353 ښځینه ناروغانو Stress او Depression درلود .
دریم : د 5 ښځینه ناروغانو بیا د Syphilis ناروغی له امله د سر ویښتان رژیدل.
نوموړي ناروغۍ د جنسي نژدیوالي د لاري یو بل ته انتقالیږي او په خاصو اعراضو اوعلایمو او همدارنګه د VDRL معایناتو په مټ یې تشخیص کیږي.
دا ناروغۍ په بهرني پرمختللو هیوادونو کي په پراخه کچه لیدل کیږي.
څلورم : 96 ښځینه ناروغانو بیا دغه لاندي فکتورونه درلودل :
1–  د وینی کموالی (anemia) چي د هر سبب له امله وي .
2– د وټامینونو کموالی په تیره بیا د B ګروپ ویټامینونه .
3–  د بیلابیلو مینرالونو کموالی .
4– د ځینو خاصو درملو استعمال.
5– د ویښتانو توني کول او یا رنګول په کیمیاوی رنګونو سره .
6– د بې کیفیته او تیز کیمیاوي شامپوګانو، جيل او تیلو کارول .
7– د ویښتانو غوړول په تیلو باندي .
8– او یا د ځینو ناروغیو تیرول لکه محرقه .
پنځم : 195 نارینه ناروغانو یې Stress او Depression درلود .
شپږم : 7 نارینه ناروغان یې د Syphilis په ناروغی اخته وه .
اووم : او 138 ناروغانو یې مختلف لاملونه درلودل لکه د ویني کموالی (anemia)، د ویټامینونو او منرالونو کموالی، بي کیفیته او تیز شامپوګانو استعمال، او همدارنګه د ځینو ساري ناروغیو تیرول لکه محرقه .
څرنګه چي زموږ په هیواد کي کورني تاوتریخوالی ، اقتصادي او امنیتي ستونزي، جګړې، غریبي او داسي نور دیر زیات لیدل کیږي نو ځکه stress او  depression د نوموړي ناروغۍ په لاملونو کي یوه ډیره برخه جوړوي، چي تر نیمایي لا هم زیات دي.
     دا خبره هغه وخت ماته په تجربې سره په اثبات ورسیده کله چي په کابل کي د  1987-1989کلونو تر منځ،  پر هوایي ډګر باندي د شکر درې څخه راکټان او هاوانونه ورغورځول کیده، نوهغه خلګ چي کورونه یې و نوموړي میدان ته نژدې وه، هغوي به ټول په بیره کي وه، stress او depression یې درلوده چي له امله به یې د سر ویښتان رژیدل او موږ ته به د کابل مرکزي پولي کلینیک ته د علاج د پاره راتله .
او همدارنګه هغه طالبان چي په ګوانتینامو کي بندیان وه، نو د هغوي سره به هلته ډیر ظلم کیده او د سخت stress لاندي به وه. وروسته کله چي هغوي را خلاص سول، نو هم ماته به د alopecia ( د ویښتیانو رژیدل ) د تداوي دپاره راتله.   
همدارنګه یوه بله تجربه هم دا ده چي زیاته مطالعه کول هم د سر ویښتان رژوي، کله چي ما په ځوانۍ کي د طب پوهنځۍ شروع کړي وه نو تر خوب او استراحت مي مطالعه ډیره وه، نو ځکه د زیاتي مطالعې له امله مي زیات د سر ویښتان ورژیدل.
یو وخت یوې ښځي پوښتنه راڅخه وکړه چي د لیونیانو د سر ویښتان ولي نه رژیږی؟                                                                                    څرنګه چي موږ او تاسو ټول پوهیږو چي لیونی نه په غم پوهیږي، نه په ښادي  او نه هم فکرونه او سوچونه وهي، نو ځکه یې ویښتان پر خپل حال پاته وي. د لوړو یادوونو څخه مالومیږي چي دغه فکتورونه د سر د ویښتانو په رژیدو کي لوي رول لري .                                                                                            یوه بله مهمه خبره ده چي باید په یاد یي ولرو هغه دا چي د ځینو خلګو د سر د ویښتانو رژیدل هغوي ته په میراث ور پاته وي يعني که چیري پلار او نیکه یې د سر ویښتان ونه لري نو امکان یې سته چي ده ته دغه نقص په جنیټیکي ډول سره په میراث ورپاته سي او په همدا ډول دده و اولادونو ته هم پسې ور نقل سي چي دغه حالت یې بیا تداوي نه لري.
اوس راځئ چي په علمي اصطلاح کي د ويښتانو رژیدل (Alopecia) وڅيړو او د هغه په میخانیکیت ځانونه پوه کړو.
د لومړی برخي پای .   نور بیا