آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د منطقی آینده سیاست له افغانستان څخه اداره کیږی

ګرانو او محترمو لوستونکو.
دولس کاله مخکښی دامریکایی او غربی استعمار ګرو نظامی قوتو له لوری د ټروریزم او القاعدی د شبکی دلمنځه وړلو تر عنوان لاندی یی پر افغانستان نظامی حمله تر سره کړل ؛ اود امنیت دشورا څخه یی د نظامی حملی اجازه هم له دی کبله تر لاسه کړل چی دطالبانو رژیم لمنځه یوسی او همداسی هم وسول دطالبانو او القاعدی مشران وتښتیدل او په همسایه هیوادو کښی پټ سول؛ او بیا وروسته تر دو کالو دطالباانو ګروپ بیا غښتلی سوه اوپه پاکستان کښی تر تربیی او روزنی لاندی دآی؛ایس؛آی په مرسته او دامریکی اود متحد ینو په مالی مرسته بیرته دجنګ او سبوتاژ له پاره اماده کړل سوه او دافغانستان ددی فعلی رژیم پرضد یی راوپارول آیا که طالبان او یا هم دطالبانو رژیم ټروریستی رژیم وه نه ولی ددی استعمار ګرو قوتو له خوا بیرته ولی ددوکالو په موده کښی تقویه سول او بیرته ورته په دولت کښی سهم ورکول کیږی؛ آیا منطیق به دا قبول کړی چی د جهان ددی غټو او قوی استخباراتی شبکو څخه دی طالبان په پاکستان کښی پټ سی؟ بلکی ودی سوال ته تیر سوی دولوسو کلو حوادثو جواب ورکړی چی دایوه ډیره اوږده او پیچلی ستراتیژی اودسیه وه؛ او هم دادی چی طالبان بیرته وقدرت ته رابلل کیږی او همداډول دتیرو دولو سو کلو په جریان کښی دهمدی اشغال ګرو دنظامی عملیاتو په جریان کښی په سلهاو بیګناه او معصوم ملکی اتباع ووژل سول او یاهم بیګنا بندیان سول او یا هم بی عزته او تحقیر سول دا ځکه چی دوی خو دطالبانو او القاعدی دلمنځه وړولو په غرض راغلی وه ؛ او له بل پلوه یی پر دی بی وزلی ولس هغه جنګی مجرمین وقدرت ورسول نو دلته خو تصمیم افغانی نه وه بلکی داشغالګرو او استعمارګرو به خوښه هرڅه تر سره سول او دا لړی لا داده بیا هم دوام لری. او عامه ذهنتونو ته یی؛ اوپه خاص ډول هم د منطقی وهمسایګانو ته داسی وانمود کړل چی دجهانی ټروریزم ځالی لا تر اوسه په افغانستان کښی وجود لری؛ په جهانی سطحه خلګ تر اوسه پوری هم دټروریزم په اصلی مفهوم او مانا پوه نسول چی استعمار ګر قوتونه وچاته خطاب دټروریست کوی همدغه جنګی عناصر چی دساړه جنګ محصول او زیږنده وه آیا ودوی ته دټروریستانو خطاب کوی اوکه یا بلی خاصی مشخصی ډلی اویا سازمان ته دا دټروریست کلیمه راجع کیږی همدغه اوسنی جنګی ډلی خو دوی تربیه کړی مالی او نظامی کومکونه یی ورسره وکړل چی په منطقه کښی دروسانودتسلط او پشرفت مخنیوی وکړی. له یوه طرفه یی جنګ اوږد کړی؛ چی د امریکایی او اروپایی سرمایدارانود کمپنیانو مواد خرڅ کړل سول. او له بل پلوه یی هم خپل موجودیت ته یوه قوی او قانونی سیاسی پلمه هم جوړه کړل نو استعمار څه ته وایی په دی جنګ کښی خوامریکایی او اروپایی کمپنیانو په ډیره چټکتیاسره خپل تولید سوی مواد لکه؛البسه؛غذایی مواد ؛سقیله او خفیفه سلاح وی او داسی نور مواد په دی جنګ کښی خرڅ کړل او مالی ګټی یی تر لاسه کړی؛اودا ده همدی استعمار ګرو غوښتنی وی ددی ولس او ملت پر ضد دسیسی هم دروسان له لوری د۱۳۵۲ کال را په دی خوا دمرحوم داود خان درژیم په مقابل کښی شروع اوبیا تر ۱۳۵۷ کال تر (۷) دثور تر سیاسی تحول پوری هم داډول د۱۳۵۸ کال راپه دی خوا غربی بلاک چی په راست کښی یی امریکایی او انګریزی استعمارګرو قرار درلودی په پاکستان کښی داسلامی سخت دریزو سازمانونه تقویه کړل دسیسه له همدی ورځی شروع سول ددی استعمار ګرو پلان هم داوه چی تفرقه ؛جنګ ګډوډی او سبوتاژ رامنځ ته کړی چی عام ولس دعدم امنیت په صورت کښی خپل ټاټوبی پریږدی او د هجرت لاره غوره کړی او نوی نسل دهمدی استعمار ګرو په ټولونوکښی ود نیاته سترګی روڼی کړی اود روشت او نموع د مرحلی قدمونه کښیږدی . چی متاسفانه نوموړی نوی نسل ددو کلتورو او هم ددو مذهبونو ترمنځ دخپل ژوند د بقا په خاطر دژوند ډیری سختی او د رنج اوربړه ډکی شپی او ورځی سبا کړی. نو دا اوږد محاله پلانونه دافغان ولس دخوشبختی په غرض نه وه بلکی داستعمارګرو هغه دجنایت څخه ډ ک او شوم پلانونه وه چی د سړی جګړی او ده دی دوه غټو قوتو تر منځ جنګ او کشمکش وه چی د نوموړی جنګ منفی تاثیراتو زموږ په ټولنه او د ولس په منځ کښی یی د بی اتفاقیو او جنګ سالارانو دسیسه ګرو او خاینینو جال وغوړوی دا هرڅه دهمدی استعمارګرو دسیسی وی؛ چی نن یی دغه منحوثه شمالی ټلواله او نور یو تعداد مرتجع او خاین عناصر چی غواړی دخپلو ګټو او قدرت دساتلو په خاطر دهمدی استعمار ګرو خواستی ور پوره کړی.هر هغه څوک چی ددی نظام سره په شکل دشکلو او په نوموړی نظام کښی شمولیت اویا یی دفاع کوی. هغوی هم دخاینینو لقب خپل کړی دی( هغه د مشهور فیلوسوف اپیکور روایت دی چی وایی : اپیکور دیونان یوغټ فیلسوف وه دسکندر مقد نی په وخت کښی په یونان کښی یو ډیر مشهور فیلوسوف تیر سوی دی چی کارل مارکس خپله ډوکتوره هم دنوموړی فیلسوف د ماد یت په فلسفه کښی تر لاسه کړل؛ یوه ورځ سکندر ورغلی او ورڅخه یی پوښتنه وکړل چی څه خد مت درته وکړم ځکه سکندر خو دیوی غټی امپراطوری خاوند وه او دسکندر دوه مهم مشاویرین چی یو ارسطو وه او یوه یی هم خپله دده مور وه نو سکندر دنوموړی فیلسوف څخه پوښتنه یو ځل بیا وکړل چی څه کومک درته وکړم نوموړی فیلسوف ورته وویل چی وما ته ؛ تاسو دوه کاره وکړی یو داچی ددی لمر د مخی څخه لیری سه چی تا د لمر مخ بند کړی دی ؛ او دوهم بیا زما نوم ستاددی جابیر نظام دلست څخه پاک کړه او نوموړی فیلسوف زیاته کړل اورته وه یی ویل چی هر څوک چی ستا دنظام سره همکاری وکړی هغه هم جابیر او خاین دی. نو غواړم چی خپل اصلی موضوع ته بیرته راوګرځم .
که ددی اوږد محالی ستراتیژی ته په ځیر کتنه وسی بلی امریکایان او انګریزان غواړی چی دمنطقی اینده سیاست له افغانستان څخه رهبری کړی دا ځکه چی ؛ په منطقه کښی جنګ دطالب او مجاهد او یا نورو ډلو ټپلو ترمنځ مترحه نه دی دا جنګی ډلی ددی جنګ کاری افزار دی ؛ داجنګ په منطقه کښی هغه پخوانی سیاسی او ایدیالوژیک جنګ او اختلاف دی چی دروسانو او غربی بلاک ترمنځ داکټوبر دانقلاب را په دی خوا دوام لری خو دساړه جنګ دختمیدو نه وروسته او خصوصا دافغانستان څخه دروسانو دوتلو وروسته نوموړی جنګ وخپل ځان ته په ماهیت کښی یوه اقتصادی لاره غوره کړل ؛داځکه چی دغربی نړی هغه سیاسی پروپاګندونه چی د۱۹۱۷ کال څخه داکټوبر دانقلاب او د روسیی دنظام پر ضدی یی شروع کړی وه ؛ دکاله یی په میلیارډو ډالره دپروپاګند او جاسوسی په غرض مصرفول چی د امریکا د (سی؛آی؛ای) جاسوسی دستګاه مجبوره وه چی هر کال دامریکا وکانګریس ته دروسیی دنظام دتخریب او ړنګیدو راپور ورکړی؛ اونوموړی جاسوسی دستګاه یوه برنامه تر لاس لاندی ونیول چی ددی برنامی اصلی ټکی دا وی چی روسان یو خدایی کتاب نه لری او روسان مطلق کافران دی او هغوی خپل مور او خور نه پيژنی ؛ دا برنامه په اسلامی او غریبو هیوادو کښی تکثیر او خپره سول خو ددوهم جهانی جنګ دختمیدو نه وروسته پر(۹) دمایی د۱۹۴۵ کال دروسی دنظام او غرب تر منځ دا ایډیالوژیک مخالیفت وه یوی نوی مرحلی ته داخل سوه چی هغه دساړه جنګ شروع وه ؛ او دا مخالیفت نور هم شد ت وموندی روسیه چی هم دامنیت دشورا دایمی غړیتوب لری او ددی شورا د حقوقو او فیصلو څخه برخه مند یو هیواد دی نود ۱۹۴۵ کال وروسته یی وخپل ځان ته دسلاح دخرڅولو په غرض په منځنی ختیځ او دجهان په نورو هیوادو کښی ډیر دسلاح رانیونکی هیوادونه یی جلب اوجذب کړل ؛ او خپلی سیاسی؛ نظامی؛ او ډیپلوماتیک مناسبات دهمدی هیوادو سره په منطقه کښی دامریکی د ګټو پر خلاف تجهیز او د سلاح او سایطو رانیونکو هیوادو په ډول وروزل ؛ خو داچی په جهان کښی څوک سلاح جوړولاسی او هم یی اجازه دخرڅلاو څوک لری؛ دا هم هغه د ناڅیونال سوسیالیت فاشیزم درژیم او سیاست زیږنده وه چی ددوهم جهانی جنګ تهداب یی کښیښوی اوپه نتیجه کښی دهیټلر دلمنځه تلو نه وروسته همدی جهانی استعمار ګرو دجهانی نظم او دیوه حقوقی بشری نظام په پلمه اولینه دبشر دحقوقو اعلامیه خپره کړل اود نوموړی سازمان تهداب ګذاری وسول چی ددی سازمان پنځه دایمی غړوهم دامنیت دشورا غړیتوب تر لاسه کړی ؛ چی هم دی پنځو دایمی غړو د سلاح دجوړولواو خرڅولو صلاحیت ورکړل سوه. چی ددی لاری یی و زاړه کلونیالیزم ته نوی شکل ورکړی چی هم دا سیاسی کشمکش دادی تر دی (۲۱) پیړی پوری راورسیدی.
سوال دلته دادی چی ولی امریکایانو او انګریزانو او ددوی متحدینو ولی په منځنی ختیځ کښی ګډوډی راوستل او په ډیره چټکتیا سره یی دا جنګی پروژه نوره هم تقویه اومخته بوتلل داځکه چی اعراق؛ لیبیا؛ مصر؛او سوریه دا څلور هیوادونه دروسی څخه دسلاح رانیونکی هیوادونه وه ؛ داچی اوس روسیه په ډیر جد یت سره دایران ؛ اوسوری دفاع هم دامنیت په شورا کښی کوی او دادی دچین سره یوځای یی دشانکهای دتړون تر عنوان لاندی په ګډه سره یو ځای دامنیت دشورا ددرو نورو هیوادو لکه فرانسه؛ انګلیستان؛او امریکا سره په مقابله کښی دی دا چی دشانکهای تړون په سیاسی لیحاظ دوارسا د تړون سره په ایډیالوژیکی برخه کښی ډیر تفاوت لری خو هد ف دروسی دادی چی نه غواړی په جهانی پریکړو کښی مونزوی سی اوله بله پلوه دروسی څخه دهر هیواد لیرکیدل او جدا کیدل هم وروسیی ته یو ستر خطر بلل کیږی نو له دی کبله هم امریکایان او هم روسان کوښښ کوی چی داد اسیا دروازه تر لاسه کړی چی هغه زموږ ګران وطن دی.
خو امریکایانو تو په منطقه کښی دروسانو دشکست نه وروسته یو ستر او غټ فرست په لاس ورغلی دی چی له یوه طرفه دمنځنی آسیا او منځنی ختیځ اود هند تر اوقیانوسه پوره دا ټولی منطقی ویوه جهانی قدرت ته په میراث ورسیدلی ؛ چی دا یو قطبه جهان دبشر په ګټه نه بلکی دبشر په ضرر او تاوان دی او هر هغه هیوادونه چی ددی نقشی او جیپولیټک موقیعت پر اساس موجودیت لری باید ددی ستر استعماری قدرت تر پوښښ او کنټرول لاندی وی.

په درناوی
پوپل زی
لندن
۲۱/۰۶/۲۰۱۳