آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

آیا د افغانستان د دولت اوسنی اپوزیوسیون واقعآ یو سیاسی اپوزیوسیون دی

دجهان په اوسنی معاصر سیاست کښی اپوزیسیون پخپل ذات کښی دیوی خاصی معنی لرونکی؛ اود یوی پدیدی په ډول موجودیت لری. چی موږ کیدای سوه دهغه په تعریف او محتوا خبر سوه ؛ چی په اوسنی پیشرفته او مخ پرانکشاف هیوادو کښی د نوموړی سیاسی اپوزیوسیون مثالونه کیدای سی چی دلته ذکر کړو .
هغه هیوادونه چی دیوه منظم سیستم اوقانون درلودونکی دی هلته ددیموکراسی او بشری حقوقو مراعت او اجتماعی نظم تر سترګو کیږی او ټولی دولتی چاری مطابق دنوموړی قانون تر پوښښ لاندی تر سره اجرآ اوتطبق کیږی. اوټول اتباع دقانون پر وړاندی یو قسم مسوولیت او همدا ډول یو شان حقوق لری ؛ او په اقتصادی ډګر کښی هم ټولی راکړی ورکړی دیوه آزاد بازار په سیستم کښی په استفاده دقوانینو؛ منظمی او مدار داعتبار بلل کیږی ؛ او هم دا ډول په سیاسی ډګر کښی هم ددیموکراسی په چوکاټ کښی مختلیف احزاب دمختلیفو برنامو او دمختلیفو ستراتیژیو درلودونکی د یوه او بل په مقابل کښی خپلی سیاسی مبارزی او مخالیفتونه مطابق دقانون په پلاتفورم کښی وړاندیزونه وړاندای کوی.
اوهلته اپوزیوسیون یا په بله معنی مخالیفین په ملی اوبین المللی سطحه وخپل ځان ته خاصه او مشخصه برنامه او ستراتیژی لری چی کله نا کله هم ددولت پر کړو وړو هم سخته نیوکه کوی.
خو تر کومه ځایه چی د۲۰۰۱ کال را په دی خوا په افغانستان کښی دسیاسی اپوزیوسیون په نامه کومه ډله چی ددولت په مقابل کښی قرار لری دا په حقیقت کښی هغه پخوانی جنګی ډله اویا ګروپ وه چی دشورایی نظار په نامه یا دیدل نوموړی جنګی ډله یوه مشترکه فالیسی او کړنلاره لری ؛ خو بد بختانه باید ووایو چی نوموړی جنګی ډله خارجی استعمارګرو قوتو پر دوبرخو وویشل چی یوه برخه یی د۲۰۰۱ کال را په دی خوا مستقیمآ په دولت کښی شمولیت لری ؛ اودوهمی ډلی ته یی هم دسیاسی اپوزیوسیون نوم ورکړی چی په شمول دیو تعداد خرڅ سوه چپی اشخاصو او افرادوګډون هم په نوموړی افوزیوسیون کښی قابل دذکر دی چی دا په حقیقت کښی هم هغه جنګی ډله وه چی دافغانستان په ورانیدو کښی او خصوصآ دکابل په ورانیدو کښی چی دمتخاصیمو جنګی ډلواو ګروپونو تر منځ په جنګ او محاریبه کښی یی مستقیمآ سهم درلودی ؛ او دنوموړی ډلی ټول هغه جنګی عناصر چی په پاکستان اوایران کښی دجهان دمختلیفو جاسوسی دستګاو له خوا همایه تمویل او مسلحه کیدل او دجنګ او مقابلی له پاره یی و افغانستان ته دروسانو پر ضد استخدامول ددی ټولو جنکی اشخاصو او افرادو مکمله سوانح دنوموړو جاسوسی دستګاوه سره موجودی وی خو په ډیر تعصب سره باید ووایو چی بیا هم نوموړی جنګی ډله یی چی دخلګو په وینو یی لاسونه سره وه بیا هم پر دی بیوزلی ولس تحمیل کړل .
ولی ؟ او په کوم علت 
داځکه چی دا سوال به زموږ دخلګو سره لا تر اوسه ژوندی پر خپل حال لا جوابه پاته دی او پر دی سوال بحث د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پوری په داخلی اوخارجی او خصوصآ دمرز دباندی په افغانی مطبوعاتو کښی د ولس تر غوږنو رسیدلی دی او اولس خپل ږغونه پورته کړی دی؛ او پر وخت او زمان یی انتقادونه پیشنهادونه اومقالی ونشر ته ورکړی دی چی حتا په ځینو رسانیو کښی په واروار په ډیرو بدو الفاظو د اوسنی دستګاه و افرادواواشخاصو ته خطاب سوی دی چی دا ټوله دولس قهر په ګوته کوی خو بیا هم د نوموړی نظام دا مسوولین دملت ددی سپکاوی څخه ځانونه نا خبره اچوی او دنوموړی نظام مسوولین تنها په اختلاص رشوت بداخلاقی موخدره موادو په قاچاق داسی سخت مصروفه دی چی ودی سپکاوی او ودی بدو الفاظو ته چی ددوی پرضد یی ملت په میډیا کښی نشره یی هیڅ نوعه توجع نه کوی .
۱- ددولسو کالو په جریان کښی رشوت؛ اختلاص؛ بی عدالتی آنارشیزم ؛دمځکو دغضب مافیا؛ دموخدره موادو قاچاق ؛ بداخلاقی ؛او د غیری مسلکی اتباعو تعین پر دولتی پوستوا وبی امنیتی دا ټول هغه نا وړه پدیدی دی چی د۲۰۰۱ کال ددی نظام دجوړیدواو د دیموکراسی تر عنوان لاندی یی زموږ اولس یی زیرولی او رنځولی دی . او هم دا ډول ۲۰۰۱ اول کال را په دی خوا هم هغه زړه کابینه ده چی دری ګونی قواوی ځینی جوړی او تشکیلی دی تغیر او تحول نه دی تر سترګو سوی.
اوس سوال پر دی دی چی ددولسو کالو را په دی خوا پر نوموړی نظام داولس له خوا دا نیوکی کیږی خو بیاهم د نوموړی نظام او د نوموړی نظام لوړرتبه اشخاص دخاریجی استعمار ګرانو له خوا تقویه او همایه سوی دی اوزموږ د اولس په سترګو کښی یی خاوری پاشلی دی . 
دا ځکه چی دنوموړی نظام مثالونه په هند؛فلیفین ؛سیریلانکا؛ بنګلدیش؛پاکستان ؛ نیفال چی د برتانیا دامپراطوری دشکست نه وروسته دهند په لویه قاره کښی روی کاره سول چی په ۱۹۰۰ کال کښی هند دبرتانیا دامپراطوری یوه برخه وه خو په ۱۹۴۷ کال کښی هند خپله ازادی تر لاسه کړل؛ او بیا هم وروسته یعنی په همدی ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان له هند څخه خپل ازادی اعلان کړل. داهغه تجریبه سوی فرسوده نظامونه وه چی د ۶۶ کالو په جریان کښی د استعمار ګرو قوتو تر حمایی او کنټرول لاندی وه او ددی ابر قدرتو هیوادو له خوا تجویز تمویل اوهمایه کیدل ؛ چی دنوموړو نظامونو څخه دادی تر نیم قرن زیاته موده تیره سول خو بد بختانه تر نن ورځی پوری بیا هم ددی ملکونو اتباع د رشوت؛ اختلاص؛ بی عدالتی آنارشیزم او په ټولنه کښی دقانون دنه تطبق څخه ډیر سخت رنځ وړی ؛ چی په نتیجه کښی استعمار ګرو قوتو په ۲۰۰۱ کال کښی د نوموړو نظامونو دغه نسخه او هم دا ډول دا جنګی عناصر بیا زموږ پر اولس باندی تحمیل کړل ؛ او داستعمار ګرو قوتو هم دا یوازنی اوږدمحاله ستراتیژی پلان وه چی دداسی اشخاصو او افرادو په وجود کښی وخپلو هغو اهدافو ته ورسیږی کوم چی په دی ۲۱ قرن کښی د یوه سیاسی موډ اواقتصادی جګړه چی په منطقه کښی قرار لری د پردی تر شاه دمافیایی کړیو له لاری یی دا جګړه په لاره اچولی ده او ددی بازی دپاره یی هم هغه افغانی جنګی عناصر چی په افغانی ټولنه کښی دخلګو په وژولو او دوطن په ورانولو کښی یی ستر جنایتونه تر سره کړی دی ددی بازی یوه برخه بلل کیږی . 

پوپل زی
لندن
۱۶/۰۱/۲۰۱۳