آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

آمریکایی دیـمـوکــــراسی

ګرانو اومحترمو لوستونکو:
ترکومه ځایه چی موږ ټولو دمطبوعاتو له لاری پر ۸/۰۶/۲۰۱۳ کال دافغانستان داوسنی ریس جمهور انتقادی خبری واوریدی چی حتا ډیر هم په قهر وه وهغو مظاهیره کونکوته کوم چی یی دایران دولتی بیرغ او دایرن دلوړ پوړو چارواکو تصاویروسوځول؛ ریس جمهور زیاته کړل چی دا دافغانانو سره نه ښایی او پر افغانی مطبوعاتو یی ږغ وکړی چی ده داډول حوادثو تصاویر باید خپاره نکړی .
آیا ولس دا حق لری چی دولس مشر څخه دا پوښتنه وکړی چی اوسنی دیموکراسی خو تاسو یوځای دامریکایانو دراتګ سره سم وافغانستان ته راوارده کړل ؛ ده دیموکراسی کلمه خو ډیره ښکلی او پاکه کلیمه ده خو تاسو شخصا دیوه ریس جمهور په صفت دا کلیمه محد وده کړل ؛ اوتاسو دولس هغه مشروع ږغ خاموشه کړی کوم چی ددی دولسو کلنو په موده کښی ولس ورڅخه رنج وړی دی ؛ ده افغانی ټولنی معنوی اړخ همدغه تش په نامه دیموکراسی دیوه سخت ازمون سره مخامخ کړی دی خو تاسو او ستاسو نظام نه غواړی چی دولس وږغ و پیشنهاد او انتقاد ته غاړه کښیږدی رشوت اختلاص؛انارشیزم او ګډوډی په تولنه کښی وخپل اوج ته رسیدلی ده ؛ خوصوصا دځوان نسل پر اخلاقی اړخ یی منفی تاثیر کړی دی. دا هم هغه ستاسو دوارد سوی دیموکراسی نتیجه ده دموخدره موادو مافیایی کړی کاروباریان ورځ تر بلی تقویه سوی دی ؛ او خارجی پالسی چی ستاسو دنظام له خوا ددی درو ګونو قواو له طرفه تنظیمیږی دخپلو همسایګانو په مقابل کښی ډیره ضعیفه او ناتوانه ده؛ دادی دوه کاله مکمل تیر سول چی پنجاپی استخباراتی دآی؛سی؛آی رژیم دکنړ پر معصوم ولس ددرندو وسلحو ګذارونه کوی اوزموږ خاوره او ولس یی هدف ګرځولی دی همدا ډول دایران اخوندی رژیم دافغان ولس تر ستونی پوری رارسیدلی دی دژوند په ټولواړخونو کښی او خصوصا زموږ مطبوعات یی داسی تسخیر کړی او محاصره کړی دی چی حتا ستاسو داطلاعاتو دوزیر هم زور نه په رسیږی .نو ایا تاسو ددی څخه ویره لری چی بیا به دایران داخوندی دولت له خوا په بوجی کښی ډالر راونه رسیږی او که یا بیا دمثلث دبازی یعنی پاکستان؛ایران؛افغا نستان مافیایی ګټی په خطر کښی ولویږی ؛ تاسو دیاده وه ایستل چی زموږ بیچاره او غریب ولس وتاسو ته رایه درکړل او و تاسو ته یی دا امید درلودی چی تاسو دهغوی دحقوقو څخه دافغانستان دقانون مطابق ملاتړا و دفاع و کړی ؛ خو هم دا بیچاره ولس دیوی نفقی ډوډی دپیداکولو په غرض ایران ته تلل او هلته به دایران داخوندی رژیم ټول ظلمونه به یی پر خپلوسروباندی تیرول او حتا خپل خوږ ژوند به یی هم له لاسه ورکاوه او هلته به دایران د اخوندی رژیم له لوری دهغوی سره دانسانیت نه لیری برخورد کیدی؛ او بیله کومی محکمی او عدالت پرته به یی د عدام اودمرګ په سزا محکو مول دا هرڅه مو دیا ده وایستل ولس دومره پیشنهاد درته کوی هرنظام او هر رهبر چی دخپلو خلګو څخه لیری سی او دخپلو خلګو ږغ وانه وری دزوال او نابودی خواته درومی دافغانستان دخلګو په مقابل کښی به دخاین او جاسوس ځای خپل کړی؛ اود افغانستان په اینده تاریخ کښی به محکوم او بی عزته ځای ولری ؛ ددی تیرو دولسو کلو په موده کښی ؛ افغانانو واقعا دډیرو پیچلو او غیری متجانس سیاستونو سره لاس او ګریوان دی یوه ورځ همسایګان ستا ایل کیږی اوبله ورځ هم ورته مستقیم او غیری مستقیم ستاسو له خوا محکومیږی ؛ ستاسو نظام متاسفانه یومنظمه خارجی کړن لاره نلری ؛او همدا علت دی چی همسایګان هم دنوموړی خلاح څخه په استفاده خپلی غیری نامشروع غوښتنی پرتاسو او ستاسو پر نظام تحمیلوی .
پرځای ددی چی تاسو دافغانستان دریس جمهور په صفت دهغوی ملاتړ کړی وایی تاسو نوموړی پاڅون سرزنش کړی ؛بلی دګډوډی انارشیزم او سبوتاژ لاریون او مظاهره قابل ده قبول نده اما سوال دلته زموږ دولس پر ځای او مشروع غوښتنه ده چی ستاسو نظام باید ورته جواب ورکړی وایی.
په سلهاو افغانان دایران داخوندی رژیم له خوا دعدام او مرګ په سزا ورسیدل آیا تاسو یوه ورځ هم یو قاطع او سخت فرمان صادر کړی؟ او دایران داخوندی رژیم څخه مو په کلکه غوښتنه وکړل چی دا ولی دا معصوم او بی ګناه افغانان دعدام په سزا محکومیږی؛ او یا مو دایران داخوندی رژیم سره دهمدی معضلی په غرض خپلی ډیپلوماتیکی اړیکی دیوه معین وخت له پاره قطعه کړی وایی ؛ دا هغه سوالونه دی چی ددی بیچاره ولس غوښتنی وی خو تاسو بدبختانه هغه محکوم کړل او ورته مواخطار هم ورکړی چی داسی تصاویر نور خپاره نسی ولی دافغان ولس وینه بی قیمته ؛ او بی ارزشته وه هلته وینه توی سوی ده اودلته تش په نامه عکسونه سوځول سوی دی ددی دوپیښو ترمنځ غټ توپیر موجود دی ؛ همدا علت دی چی دا ولس ډیر درته په قهر او غضب دی تاسو او ستاسی نظام باید دولس ددی قهر او غضب څخه ځانونه وساتی دا ملت ډیر باغیرته اوقهرمان ولس دی بدون د حساب مو نه پریږدی حساب حتما درڅخه غواړی . بشری ژوند دا په ثبوت رسولی ده چی رژیمونه دمنځه تلونکی دی خلګ او پرګنی پرځای پاته دی هغوی دخپل حق غوښتونکی دی .
نور نو دولس حوصله مخ پر خلاصیدو ده اوتاسو باید ودی معصوم او رنجیدلی ولس ته هغه څه ورکړی کوم چی ددوی مسلم حق دی او نظام دی چی خلګ او پرګنی دځان ملګری کوی اود نظام پایښت په همدی پرګنو کښی پروت دی .نن داملت دتیرو درو لسیزو په تیریدو سره دخپلو حقوقو په خاطر بیداره سوی او هوښیار سوی دی که هر څوک ددی ولس وژوند ته اور اچوی هغوی به هم په آمن او امان کښی خپل ځانونه احساس نکړی او همیشه به په بیره او لړزه کښی دژوند هره لحظه تیروی نو پکار ده چی دټولو انساني او بشری حقوقو اومدنی ازادیو مطابق وه دی ولس ته بدون دکومی سیاسی معملی او مصلحت پرته جواب وویل سی. 
په درناوی
پوپل زی
لندن
۱۰/۰۶/۲۰۱۳