آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د ۷ د ثــور او ۸ دثور سیاسی تحولات.

ګرانو او محترمو لوستونکو.

دبشری ژوند تاریخ په اقتصادی اوسیاسی اړخونو کښی په ثبوت رسولی ده . دهر سیاسی سازمان او سیاسی مدرسی دجوړولو په غرض دهم هغی ټولنی داجتماعی ساختار پر بنسټ وه یوه معین اقتصادی قوت ته ضرورت دی ؛ او هم دا ډول هر سیاست دهم هغی تاریخی مرحلی موډ یادولای سوه . چی په نتیجه کښی نوموړی اقتصادی قوت؛ 
باید دنوموړی سیاسی سازمان ټولی اقتصادی ؛سیاسی ؛او اجتماعی خواستی پوره کړای سی. خو متاسیفانه که د۷ او یا ۸ دثور سیاسی تحولاتو ته که په ځیر نظر واچوه ؛ نه هم حزبی دیموکراتیک خلق دا اقتصادی توان درلودی؛ او نه هم جهادی اسلامی ګوندونو دا اقتصادی توان درلودی او هم دا ډول تر کومه خایه چی موږ ټول افغانان یو دخپلی ټولنی په اقتصادی؛ سیاسی او اجتماعی ساختار ډیر ښه بلد یوه چی زموږ ټولنه داقتصاد او سیاست له پلوه یوه شاته پاته ټولنه وه؛ او هم دا ډول دسیاسی اګاهی له پلوه هم عمومی ذهنتونه ودی ته اماده نه وه چی دابرقدرتو او استعمارګرو قوتو په سیاسی دسایسو او توطیو پوره اګاه اوسی . دا چی دحزبی دیموکراتیک خلق اعضاوی او رهبری او هم دا ډول داسلامی او جهادی ګوندونو اعضاوی او رهبری په حقیقت کښی دهمدی ټولنی محصول وه ؛ چی تر غټو او استعمار ګرو قوتو تر سیاسی فشار لاندی وه چی دیوه غښتلی اقتصادی قدرت ده نه درلودولو په نتیجه کښی یی د سیاسی پریکړو دنه پلیکیدولو خلاح رامنځ ته سول. خو سوال دلته دادی چی ددی دو تارخي تحولاتو فرق او سیاسی خلاح په څه کي پټه ده. 
سیاسی بحث او سیاسی نظر ورکول ودی دو سیاسی تحولاتو ته دهمدی اساسی او سرنوشت جوړونکی نقطی څخه شروع کیږی.
دهمدی سیاسی دو تحولاتو فرق او اختلافات په څه کښی پټ دی چی عام ولس یی پخپلو منځونو کښی بی اتفاقه او دوښمنان کړی دی ده یوه اوبل په مقابل کښی .
افغانستان چی ددریمی نړی دهیوادو دجملی څخه یو هیواد دی دهمدی هیواد سیاست همیشه دغټو او ابرقدرته هیوادو دسیاستو زیږنده وه .
سیاسی نهضتونه دتاریخ په مختلیفو مرحلو کښی دهمدی ابرقدرتو قوتو دسیاستو قربانی سوی او له منځه تللی دی. دصمد غوث په اثر کښی چی د افغانستان دسقوط په نامه چاپ سوه صمدی غوث دمرحوم داود خان په دوره کښی په وزارت خارجه کښی په ریاستی اموری سیاسی دنده او وظیفه اجرا کړی وه؛ نوموړی دخپلو سترګو دید او هغه تاریخی او مستند شوایدو چی د مرحوم ظاهر شاه ددوری څخه شروع بیا هم تر مرحوم داود خان تر دوری پوری چی هغه دکومک اومشترکی ګډی همکاری پراساس پیشنادونه چی دامریکی ددولت څخه په کراتو کراتو غوښتنه سوی وه چی دافغانستان سره نظامی اواقتصادی مرستی وکړی خو دافغانستان هر پیشنهاد بیرته دامریکی له خوا رد سوی وه . نوموړی نویسنده حتا دمرحوم ظاهر شاه دڅلویښتو کلو په جریان کښی هم په کراتو دا غوښتنه دامریکی ددولت څخه کړی وه. خو امریکایانو دافغانستان ودولت ته په دی مورد کښی منفی جواب ورکړی وه؛ چی اخیرین خواست هم دمرحوم داود خان له خوا ورڅخه وسوه چی دمرحوم داود خان سفر وامریکی ته په همدی ملحوظ تر سره سوه خو متاسفانه داود خان دامریکی څخه خالی لاس راستون سوه . داودخان حتا دخپل صدارت په اوله دهه کښی یعنی په (۱۹۵۳) او(۱۹۶۳) کلونو کښی په مسلسل ډول کوښښ وکړی؛ چی دامریکایانو څخه په اقتصادی او نظامی برخو کښی کومک تر لاسه کړی اما متاسفانه واشنګټن دستراتیژیکو ګټو دنه درلودلو په غرض همیشه درد جواب و افغانستان ته ورکړی اویا یی وړاندیز دا وه چی دافغانستان عضویت ته دسینتو په پیمان کښی مطابقه فیصله هم دا وه چی درد جواب ورکړی؛ نو داود خان مجبور وه چی دافغانستان دتمامیتی ارضی او دبهرنی یرغل په مقابل کښی یو غښتلی نظامی ځواک او پرمختللی سلاح ولری نو مجبور سوه چی دروسانو سره په کال ۱۹۵۶ کښی د(۲۵) میلینو ډالرو په ارزښت دسلاح درانیولو یو قرار داد امضآ کړی. دا خواست دروسی څخه وکړی؛ خو کوم وخت چی د داود خان او بریژنیف تر منځ لفظی شخړه وسول نو دافغانستان او روسیی ترمنځ مناسبات ترینګلی سول .
غواړم چی ( دتلک خرس) داثر چی (( نویسنده یی ډګروال محمد یوسف او مارک ادکین)) او محترم نثاراحمد ((صمد)) ژباړلی دی هغه مستند شواهد چی دسی؛آی.ای له خوا ټول مالی کومکونه چی د پاکستان دجاسوسی دستګاه آی.ایس.ای له لاری وافغان مجاحدینو ته ورکول کیدل په لاندی ډول وه.
د(۱۹۸۴ )څخه تر (۱۹۸۷) کال تخصیص چی عبارت وه : 
دحکمتیار واسلامی حزب ته د۱۸ څخه تر ۲۰ فیصدو پوری
داستاد ربانی حزب ته د ۱۸ څخه تر ۱۹ فیصدو پوری
دسیاف حزب ته د ۱۷ څخه تر ۱۸ فیصدو پوری
مولوی خالص د ۱۳ څخه تر ۱۵ فیصدو پوری
مولوی محمد نبی د ۱۳ څخه تر ۱۵ فیصدو پوری
ګیلانی د ۱۰ فیصدو څخه تر ۱۱ فیصدو پوری
مجددی د ۳ فیصدو څخه تر ۵ فیصدو پوری
او په کال ۱۹۸۴ کښی شل زره مجاهدین دسی.آی.ای په کومک او د آی .آیس .ای په نظامی زده کړی اماده او دجنګ له پاره یی افغانستان ته راولیږل؛ او هم دا ډول په کال ۱۹۸۵ کښی (۱۷۷۰۰) او په کال ۱۹۸۶ کښی ( ۱۹۴۰۰) نظامی زده کړی یی دآی.آیس.آی په کومک تر لاسه کړی چی په جریان دڅلورو کالو کښی یعنی د (۱۹۸۴) څخه تر (۱۹۸۷) کال پور (۸۰۰۰۰) جنګی اتباع دآی.آیس.آی په نظامی کومک سامبال او دجنګ او ویرانی په غرض یی وافغانستان ته راولیږل.
همدا ډول د حزبی ډیموکراتیک خلق او د حکومت او نظام له طرف نه هم په مختلیو نظامی ساحو کښی کومکونه تر لاسه سوی او یوه جنګی محرکه قوه یی په نوموړی هیواد کښی دنظامی زده کړی په غرض روزل ؛ خو بحث او مناقیشه پر دی دایره نده محدوده چی کوم طرف څومره نظامی قوه په خارجی هیوادو کښی دتربی له پاره روزلی وه . اصلی او اساسی هدف هغه اولین دی چی یو سیاسی نظام چی یوه معینه بودیجه ونلری مجبور دی چی نورو ته دکومک لاس اوږد کړی؛ اوملی ګټی باید تر پښو لاندی نکړی؛ هر هغه څوک چی دچاڅخه مالی کومک غواړی یو طبعی امر دی چی ؛ بل مقابل طرف هم خپل سیاسی غوښتنی او هدفونه لری ؛ دافغانستان خلګ پر ټولو هغو حوادیثو چی د۱۹۷۱ را په دی خوا منځ ته راغلل شاهدی ورکوی چی همدا جنګی ډلی او ټپلی وی چی دجنګ په هره مرحله کښی یی هم دک.ج.ب جاسوسی وکړل او هم دا ډول چی بی برخی پاته نسی د (سی.آی.ای) جاسوسی ته یی هم ملا وتړل . 
او هم دا دول کله چی په ۱۳۷۱ کال چی مطابق د۱۹۹۲ عیسوی کال کیږی همدغه جنګی ډلو قدرت ترلاسه او دکابل ښار یی دیونیم کال په جریان کښی دخاوروسره سم کړی. اووروسته هم ۱۱/۰۹/۲۰۰۱ کله چی پر امریکا باندی تروریستی حمله وسول او هلته یی دوه غټ بین المللی دسرمایدارانو اقتصادی تعمیرونه ور ویجاړ او له منځه یووړل نو دامریکایانو او انګریزانو او نورو غربی متحدینو په ګډ نظامی برید کښی یی پر افغانستان باندی دنظامی حملی په نتیجه کښی د طالبانو او القاعدی مرکزونه بمبار او له منځه یووړل . امریکایانو او انګریزانو په ګډه دا جنګی پروژه شروع کړل او په شروع کښی یی دخپلو عساکرو دخوندی ساتلو په غرض شمالی جنګی او بدنامه ډله په همدی امریکایی او انګریزی جنګی پروژه کښی ور شامله کړل چی اولینه غونډه هم په جرمنی دبون په ښار کښی جوړه او دهمدی نظام ساختار د پوټو دروازو تر شاه ترتیب او جوړ سوه. دلته د ملت او خلګو قضاوت ډیر مهم دی چی فرق د(۷) او (۸) دثور تارخی تحولاتو په همدی کښی نغښتی دی چی دنام نهاده جهادی ډولو راتګ په ۱۳۷۱ کال کښی هم دا وه چی ددوی د راتګ سره سم زموږ دټولنی هغه زرین تارخی ؛او اجتماعی مناسبات چی په ټولنه کښی داتباعو او ملت تر منځ په کلتوری لحاظ او اخلاقی لحاظ موجود وه؛ ددی جنګي بد نامو ډلو په راتګ سره ډیره سخته زربه ولیدل ؛ او بیا هم خصوصا د(۲۰۰۱) اول کال دامریکایانو او انګریزانو او دهغوی دمتحدینو دنظامی حملی نه وروسته جهانی استعمار ګرو قوتو او ددی جنګی ډلی په شمول زموږ ولس یی په مختلیفو مرضونو مبتلا کړل ؛بلی د (۷) ثور په سیاسی تحول کښی که یو روس وه خو د (۲۰۰۱) کال وروسته همدی جنګی نام نهاده ډولو د(۴۵) هیوادو نظامی قواوو ته لبیک ووایه د۲۰۰۱ کال را په دی خوا چی ددی نظام او حکومت تهداب کښیښول سوه لاند بدبختی دافغان اولس په برخه سوی.
۱-اختلاص اورشوت
۲-اداری فساد
۳-دموخدره موادو قاچاق او دمافیایی کړیو تاسیس
۴-بداخلاقی اود ټولنی ځوان نسل په موخدره موادو او بد اخلاقیو ته سوق کول.
۵-مسلکی او حرفوی ترور د ټولنی دموخه ورو اشخاصو او پوهانو او سیاست مدارانو
۶- دانارشیزم او ګډوډی تهداب ګذاری په افغانی ټولنه په مسلکی او اګاهانه ډول.
۷- دقانون نه پلی کول 
۸- افغانستان دنړیوالو حقوقو دسرغړونی او دموخدره موادو او دبی کفایته ادری فساد د درلودلو نظام دمللی متحد په کلنی احسایه کښی اولین ځل دی چی افغانستان په نړیواله کچه داسی لقب ورکول کیږی.
خو باید په عدل او انصاف قضاوت وسی چی د(۷) دثور سیاسی تحول ددی ټولو مرضو څخه په امان وه داچی داوسنی ميدیا څخه په داخل او یا خارج دوطن په مطبوعاتو او ميډیاکښی غیری مسوولانه قضاوتونه کيږی سرچینه یی دعدم سیاسی ناپوهی او غیری عادلانه قضاوت دی. په درناوی دټولو لوستونکو څخه

پوپل زی
۳۰/۰۴/۲۰۱۳