آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د افغانستان مافیایی نظام دولس کلن سوه.

ګرانو او محترمو لوستونکو.
زموږ تیر تاریخ دا په اثبات رسولی ده چی افغان ولس ډیر میلمه پاله پاک صادیق او ورسره هم ډیر قهرمان او پر خپل وطن مین ملت دی . او دوښمنانو همیشه ددی ملت دصداقت او میلمه پالی او رښتینولی څخه دخپلو شومو عما لو په غرض غلطه سویی استفاده کړی ده .

همدا ډول لکه څنګه چی په پورتنی بیان کښی ذکر سول دا ولس هم دخپلو پلرونو او نیکه ګانو څخه غورور او شجاعت په میراث اخستی دی له یوه اړخه ددی تیرو زرینو کارنامو او قربانیو ته چی یو سالم انسان نظر واچوی نو ددی نتیجه ګیری کوی چی دا ولس هم دلیر قهرمان او با غیرته دی اوهم دا شهامت لری چی هم ښه نظام جوړ کړی او هم دا ډول قدرت او میړانه لری چی دیوه فاصد نظام اوفاصدو اشخاصو پر ضد په ملی سطه خپل شجاعت ونړیوالو ته ښکاره کړی چی دداسو فاسدو عناصرو پرضد هم دا قهرمان ولس بیداره دی چی دا په حقیقت کښی دهمدی ولس شهامت اوجراعت په ګوته کوی ؛ زه نه غواړم چی ددی تیرو (۱۲) کلو په جریان کښی چی په داخل او خارج کښی د میډیا له لاری داوسنی نظام پر ضد باندی کومی تبصری او نویشتی سوی دی بحث وکړم. خو دا باید له یاده ونه باسو چی دا ددی ملت مسلم حق دی خپل ږغ دبی عدالتی اود ظلم پر ضد همیشه پورته کړی فکر کوم چی ددی تیرو (۱۲) کلو په دوران کښی تر حده زیات پیشنهادونه ؛انتقادونه او تبصری سوی دی دا ولس نور بیداره سوی دی دهرچا په پټو دسیسو ډیرښه پوهیږی چی بین المللی ما فیایی او استخباراتی جاسوسی دستګاوه کله چی په ۲۰۰۱ اول کال کښی دغه منحوثه او دشرارت څخه غله او فاسد کاره شمالی ټلواله یی خپله ملګریی کړل دا هر څه غیری مترقیبه ومنځ ته نه دی راغلی دا هرڅه پلان شده او سازمان سوی پوټی دسیسی وی .
داځکه ترکومه ځایه چی په سرمایداری نظامونه په ټولو سرمایداری هیوادو کښی سرمایداران دسیاسی دپالیسیو په جوړولو کښی دیوه نظام په رامنځته کولو کښی مستقیما برخه لری ؛ نو هم دا علت وه چی په افغانی ټولنه کښی یی دغه غله او دخلګو په وینو یی لاسونه سر او چپاولګر سره راجمعه کړل او ددولسو کالو په دی تیره موده کښی یی چی هرنوعه اختلاص؛ رشوت؛ جنایت او دموخدره موادو کاروبار په منطقوی او بین المللی سطحی سره ترسره او ددی نوموړو جاسوسی دستګاوه له پاره یی دهغوی په غوښتنه ټول جنایتونه تر سره کړل دا ځکه چی ودغو نامتلوبو او جنګی عناصرو ته پخپله همدغو غربیانو او بین المللی استعمارګرو کړیو لاره خلاصه کړل دا ځکه چی جها نی استعمار ګر غواړی چی په افغانستان کښی دیوه سرمایداری نظام تحداب جوړ کړی ؛ نو ترکومه ځایه چی زموږ ټول ولس شاید دی چی موږ په افغانستان کښی لوی سرمایداران نه درلودل چی نوموړی سرمایداران دی په ملی او منطقوی سطحه موجود وی نو دا هر څه ددی (۱۲) کالو په تیریدو سره غربیانواواستعمارګرو دا ثابته کړل چی وشمالی ټلوالی ته او نورو مافیایی ګروپونو ډلو او ټپلوته دا زمینه مساعده کړی؛ او په هر ډول چی وی داغله باید پیسداره او حاکمان سی په افغانی ټولنه کښی چی ددی بازی مثالونه تر حسابه تیر دی لکه عطامحمد دمزار والی چی غربیانو ورته دومره صلاحیت ورکړی دی چی حتا دولس مشر کرزی فرمان هم نه قبولوی او دادی نن ورځ یو میلیارډر دی زه نور نه غواړم چی داشخاصو ونور تفصیل ته اشاره وکړم ولس په ټولو خبر دی. 
او افغان ولس دیوه ښه او پرمختللی نظام پر ضد نه دی او نه هم به د ثبوتاژ لاره خپله کړی ددی ولس درد او شکایت دبی عدالتی او ظلم څخه دی ؛ هغه عناصر چی باید ورسره دجنګی مجرمینو په ډول ورسره حساب سوی وایی هغوی فعلا ددی ولس پر سر دپردو په کومک او مرسته حاکمان مقرر سول او دغربیانو دغه تفرقه هم منشا له دی نه اخلی چی داقلیتو ملتونو دحقوقو دساتنی تر عنوان لاندی وداسی خاینانه هد فونو ته ده هم داسی جاسوسانو له لاری وخپلو مخوته ورسیږی ؛ چی په اصل کښی دغه جاسوسان داقلیتو ملتو نمایندګی نسی کولای دتاریخ په اوږدو کښی زموږ په ټولنه کښی ټولو ملتونو څنګ تر څنګ په ډیره خوښی سره ژوند کړی دی او هیڅ نوعه اختلافات یی نه درلودل دا هرڅه دپردو دسیسی اوددی نوموړو او ذکرسوه جاسوسانو خاینانه هلی ځلی دی چی په نتیجه کښی به یی مخونه وخپل ولس ته په ټول تاریخ کښی تور او بد نامه وی او هم به دپاک الله په حضور کښی جواب ګویی وی. اوداسی منافیقنو ته په همدی فا نی دنیا کښی ولس جزاورکوی او دا نامتلوب عناصر باید د تاریخ وکندی ته وسپارل سی دهمدی قهرمان ولس په مرسته یوا لی زموږ تر منځ تر هر څه غوره وسلحه ده دیاده باید ونه باسودخلګو زور دخدای زور دی په نړی کښی دکوچنیو سیاسی تحولاتو څخه نیولی بیا تر غټو او سیاسی انقلابونو دا هرڅه دولس په قدرت تر سره سوی دی ؛ لاس تر زنی کښینتل ده داسی جنایتنو په مقابل کښی سالم او پوه انسانان همیشه روحا ناقراره وی هغوی نه غواړی او نه هم ارزو ددی لری چی ځان دی جوړ کړی هغوی خواست او ارزو ددی لری چی ولس او خلګو ته داسی یو ژوند جوړ او اماده کړی چی ده یوه انسا نی او اسلامی ټولنی غوښتنه او ضرورت وی او همدا ډول باید ذکر سی چی دا . 
ولس نور دجنګ څخه خسته سوی دی او دا ولس غواړی چی دخپلو اینده بچیانو له پاره یو ارام او سوکاله ژوند جوړ کړی خو که بیا هم پر دی قهرمان ولس کوم جنګ تحمیل سی نودا ولس به بیا په لڅو پښواو په وږی نس دخپلو پلرنو او نیکه ګانو هغه امانت چی ور سپارل سوی دی په کلکه دفاع وکړی. افغان ولس فکر نکوم چی دیوه ښه نظام پر ضدی را پورته سی او دثبوتا ژ لاره دی خپله کړی ؛چی ددیموکراسی اصل ژوندی وی او حقوقی اړخونه چی دولس خواستی پکښی تمثیل وی او یومنظمه ادره ولری اود ملت دټولو اتباعو حقوقو جواب ګویی وی هیڅکله به دداسی نظام پر ضد مخالیفت ونکړی .
خو متاسفانه نوموړی نظام ددی تیرو سوه (۱۲) کلو په جریان کښی و پورتنیوو سوالو ته دولس په خوښه جواب ندی وړاندی کړی هم دا علت دی چی په ټولنه کښی یو سرګوم حالت دولس او نظام تر منځ وجود لری.
سالم عقل حکم کوی چی دا هرڅه چی ددی دولسو کلو په دوران کښی ؛ افغانی ټولنه او ولس ورسره مخامخ او لاس او ګریوان ددی نوموړی مشکیلاتو سره دا هرڅه پلان شده ترحه ریزی سوی مخکینی پلانونه دی چی یو پر بل دادی دعمل جامه اغوندی او فعلا هم دا دروند بار ده همدی بیچاره ولس پر غاړه پروت دی نو باید ولس په کلکه سره تصمیم ونیسی چی داینده انتخاباتو ته داسی و یوه متلوب کاری ټیم ته رایه ورکړی چی بیا ددی دولسو کلو بدبختی تکرار نسی .

پوپل زی 
لندن ۰۲/۰۶/۲۰۱۳