آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

بی کفایترین نظام د افغانستان په معاصر تاریخ کښی

دافغانستان اولس ددی اوسنی نظام ددی تیرو دولوسو کالو په جریان کښی ژوندی مثال دی چی ؛ د موقت نظام تاسیس او د موقتی اداری رامنځته کیدل داد ه افغان اولس په خواست او ارادی نه دی رامنځ ته سوی په ۲۰۰۱ کال دجرمنی دبون په ښار کښی چی ده دروازوترشاه کومی فیصلی تر سره سوی دا په حقیقت کښی زموږ د خلګو او ملت سره سخته جفا او یوستر جنایت وه ؛چی دا زموږ د خلګود سیاسی ګټواومعنوی ارزښتونو پرضد یوه خاینانه فیصله وه ؛ چی یو ځل بیا استعمار ګرو قوتو دا جنګی مجرمیین زموږ پر معصومو خلګو وتپل او دادی ددی نوموړی نظام اداری؛ سیاسی؛ نظامی؛ او اقتصادی چاری اولس ته ښکاره او روسوا سوی او دغه دری ګونو قواووه یعنی مقنینه؛قضایه؛او اجراییه چی په دی درو ارګانونو کښی قرار لری ډیر غیری مترقیبه عناصر ځای پر ځای سوی دی . نوموړی نظام په عملی ډول ثابته کړل چی د نوموړی نظام مسوولین دقوانینو دنافیضولو توان نه لری او تر حده واضع سوه چی دا نظام دافغانستان په ټول تاریخ کښی چی شروع یی تنها په دی مقاله کښی دامیر شیراعلی خان او امیر دوست محمد خان څخه بیا تر امانی نهضت پوری؛ او هم دا ډول بیا ترمشروطه خواهانونه پوری او وروسته هم تر دیموکراسی تر دوری پوری ؛ چی یو بی کفایترین نظام او بی کفایته عناصر چی د نوموړی نظام په اداره کښی را جمعه سوی دی او دافغانستان ټول اولس یی ګیرا وګان نیولی دی. او د دی تیرو دولسو کلوپه جریان کښی حقایق زموږ خلګو ته څرګند سول ؛ چی په دی مورد کښی غواړم دانګلیستان دنامتو فیلسوف جان لاک نظریات دیوه فاسد نظام په مورد کښی ذکر کړم. جان لاک چی په ۱۶۳۲ عیسوی کال کښی په انګلیستان کښی وزیږیدی او پلار یی وکیل اودخپل عصر دپارلمان دخلګو دشورآ ملاتړی او طرفدارانو څخه وه خپل زوی جان لاک ته یی هم دخلګو دحکومت دنهضت او حقانیت تعلیم ور کاوه.جان لاک ویل آیا دبشر لپاره کوم شی ډیر ښه دی.
چی خلګ تل داستبداد دنا محدود ی ارادی دلاس اله وی ؛او یا داچی دهغو حکمرانانوپرضد چی دخپلواختیاراتو څخه ناوړه استفادی کوی؛ددی پر ځای چی هغه اختیارات دملت دشتمنیو دساتنی لپاره په کار واچوی؛ دبربادی لپاره یی صرفوی دهغوی په مقابل کښی هرنوعه سخت مخالیفت وکړی. پری نږدی چی هغوی د خلګو پر ملکیت؛ خپلواکی؛او مساواتو جابرانه تعرض وکړی.
د جان لاک دعقیدی پر اساس انسانان دری اساسی حقوق لری .

۱ ملکیت
۲ خپلواکی
۳ مساوات

 

ځکه نو هیڅ څوک نسی کولای چی دیوه حق او دوو حقوقو دساتلو لپاره دریم حق دخلګو څخه واخلی یعنی ددی لپاره چی د ملکیت او ازادی حقوق وساتل سی؛ دمساواتو حق له منځه ولاړ سی.
او همدارنګه جان لاک اضافه کوی چی انسان یو اخلاقی موجود او اجتماعی حیوان دی. هم داډول نوموړی فیلسوف اضافه کوی چی ؛ دولت هغه وخت حق دی چی دخلګو هدفونه او خواستی تعقیب کړی.
جان لاک عقیده درلودل چی په ټولنه کښی ددولت دموسسی جوړیدل هغه وخت مشروع او رواوی چی دټولنی د افرادو لپاره مشخصی ګټی په نظر کښی ولری؛ که نه ممکن دی چی یوه جامعه بیله دولت څخه هم ژوند ته پایښت ورکړی ؛ پر ځای ددی چی یو فاسد نظام ولری؛ ځکه نو موږ دولت ددی دپاره نه جوړوه چی هغه لازم بولوبلکی انتظار لروچی موږ ته اسانتیاوی او ارامی برابره کړی. او که دا دخیر هدف تر سره نسی ددولت دپایښت ضرورت نسته؛ چی دجان لاک نوموړی نظریه (دسیاسی فلسفی تاریخ) د ډاکتر بهاالدین پازرګا دتالیف او ترجمعی کښی چی دایران چاپ دی راغلی دی چی: جان لاک وایی چی ددولت بنسټ باید پر حق او عدالت ټینګ وی اودښه دولت پایښت دهغه دولت په عدل او انصاف کښی پروت دی او زوال یی په بی عدالتی کښی نغښتی دی.
او ددولت دری ګونی قواوی لکه مقننه؛اجرایه؛ او قضایه دیوه نظام اساسی بنسټونه تشکیلوی؛ خو جان لاک زیاتوی چی ؛ مقننه قوه یعنی دخلګوداستاځو نماینده ګانو ته زیات اهمیت ورکوی او د ډیرو صلاحیتو څښتنان یی بولی خو په څو شرطو سره ؛ هغه داچی مقننه قوه باید دملت پر ژوند او شتمنیو باندی مطلق حاکم نه وی؛ دخلګو دحقوقو په مورد کښی دخپلی خوا احکام او پریکړی نه سی اجرا کولای ؛ بلکی مقننه قوه دثابتو قوانینو له مخی دخلګو دحقوقو په مورد کښی دقضایی قوی او دصالحو قاضیانو دفیصلواو حکم پر اساس اقدامات کوی. همداسی مقننه قوه نه سی کولای چی دچا مال که لږ وی او یا ډیر بی رضیایته تصرف کړی.
جان لاک هم دا ډول داجراییه قوی په باره کښی وایی چی ؛که څه هم مقننه قوه ددولت دلویو با صلاحیته قواوو څخه شمیرل کیږی ؛ مګر بیاهم واجراییه قوی ته اړتیا سته چی داجراییه قوی ټول مسوولین مکلف دی چی دخلګو دځان او مال په ساتلو کښی هڅی او کوښښونه وکړی؛ په ډیر تعصب سره باید پر دی باندی ملت نور ډیر جدی غور او برسی وکړی ؛ چی آیا څوک دی ؟ چی ودی بازی ته لمن وهی او هم دا ډول څوک دی؟ چی ددی بازی دلوبغاړو په شکل داشکالو پکښی برخه لری.
او اوس هم دملت ویره پر دی ده چی په ۲۰۱۴ کال کښی وروسته تر انتخاباتوبه بیا کوم لاس پوڅی رژیم او نامطلوبه عناصر پر دی ملت باندی دحاکمانو په ډول قدرت ته ورسیږی. دا ځکه چی ددولسو کالو تجریبو وښول چی؛ بی کفایته او نامتلوبه اشخاص ددی نظام هغه ژوندی مثال دی چی ګډوډی ؛انارشیزم بی عدالتی ؛اختلاص رشوت او داسی نورو بد اخلاقیوته لمن وهی ټوله علت بیا هم ددی اوسنی نوموړی نظام ددولتی ماشین زیږنده او محصول دی. دا ځکه چی دنوموړی نظام ددولتی ماشین غړی او مسوولین بی له اختلاص روشوت؛ قاچاق اوپه بین المللی مافیایی او جاسوسی شبکو کی تنظیم او عضویت لری؛ چی روشوت اختلاص په ملک کښی په داسی یوه عنانه تبدیل سوی دی چی ټوله دری ګونی ددولت قواوی یی په یوه داسی میکروب او مرض مبتلا کړی دی چی دخلاصون له پاره یی کلونو ته ضروت دی. دلته یی داسلام تر مقد س نامه لاندی هم ملت او ملیت دواړه په سودا او خرڅلاو کښی ایښی او عرضه کړی دی .
لکه چی دکندهاردلوی شاعر (مخلص صاحب په کلیاتو کښی يو شعر دی چی وایی:
که خاین او نفس پرسته؛ رشوت خور یی
یا آزار کوی رضا په شروشور یی
یوه ورځ به شرمینده ولاړ مخ تور یی
یا به پاته وی دنیا ته به په ګور یی
دا هغه نا خوالی او رځونه دی چی دافغان اولس یی ګالی او ددی اولس سترګی هم دوطن و روشنفکرانوته دی که هغوی په داخل د افغانستان کښی دی او یا هم په خارج دافغانستان کښی قرار لری ؛ ددی اوسنی روشنفکرانواو نوو ځوانانو ستر تاریخی مسوولیت او رسالت دی چی ددی نظام اوددی نظام دشریکانو پر ضد خپل دغه تاریخی رسالت تر سره کړی او یوه مشترک اتحاد ته لاره هواره کړی؛ په یوه نظام کښی تغیرتحول را وستل دا په حقیقت کښی د اولس اراده اتحاد او یووالی په ګوته کوی افراد او اشخاص دی؛ چی دنظامونو په سر کښی قرار لری کیداسی او امکان لری چی دیوه ښه نظام په راست کښی ښه او وفاداره پر وطن مین اشخاص قرار ولری. او یا هم نامتلوبه او خاین اشخاص او افراد وی چی دخلګو دخوښی وړنه وی دنظام په راست کښی قرار ولری خو اولس همیشه پاته کیدونکی دی چی نهایی فیصله بیا هم د هم دی اولس په توان او قدرت کښی قرار لری.

 

۲۸/۰۱/۲۰۱۳
پوپل زی 
لندن