آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د افغانستان د جمهوری ریاست دکاندیدانو تر منځ مسابقه

ګرانو او محترمو لوستونکو:
تر کومه ځایه چی دافغانستان دراتلونکو جمهوری ریاست دانتخاباتو له پاره کادیدان په ډیره سخته لوبه مصروف دی او هر کاندید کوښښ کوی چی دا د بخت باز یی پر سر کښنی نو دهیڅ نوعه حلوځلو نه مخ نه اړوی او هم دا ډول کوښښ کوی چی ډیره سرمایه په دی لاره کښی مصرف کړی چی دا کرسی ولاسته راوړی .

خو د ه خلګو سره دا ویره ده چی آیا اوسنی اوضاع به سمه سی او که لا تر دی به هم امنیتی ؛ اقتصادی وضع چی دعام ا ولس غوښتنی پکښی نغښتی دی نور هم دکړاونو او مصیبتونو څخه ډک سی .

او متاسیفانه چی یو تعداد کاندیدان خو لا تر اوسه هم داسی روښانه او دخلګو دغوښتونو مطابق پالیسی نده وړاندی کړی ؛ چی دا په حقیقت کښی داولس دتشویش علت ګرزیدلی دی .

یوه لنډه کتنه به وتیرو دولوسو کلونوته وکړو چی آیا دغه جنګی عناصر او هغه غربی بیروکراټان چی په ګډه یی چور او چپاول وکړی او ددولوسو کلونو په موده کښی یی زموږ په ټولنه کښی دهر نوع مرضونو جال وغوړوی او له هغه څخه یی دامیب دمیکروب په ډول تغضیه کول آیا اوس به ددی توان ولری چی یو سالم نظام رامنځته کړی او دټولو مرضونو کمبله په افغانستان کښی تر ابده جمع کړی ؟

سیاسی تجریبو ښودلی ده هر هغه نظام چی په حقوقی لحاظ په ټولنه کښی دخلګو خدمت ته ځان وقف نکړی او دولتی اداره یی پر غصب او بی عدالتی جوړه سوی وی دهغه نظام پایښت ناممکن دی ځکه چی د یوه سالم اوروغ او یوه حقوقی نظام پایښت په عدالت کښی نغښتی دی او زوال یی په بی عدالتی کښی پروته دی نو ددی نظام جوښت هم و موږ ته پردو راوړی او جوړکړی دی .

تاریخ وموږ ته ډیر ښه ژوندی مثالونه پری ځای پری ایښی دی په ۱۹۴۷ کال کښی برتانوی هند خپل استقلال تر لاسه کړی او پاکستان هم دهند دلوی قاری څخه جدا او دمځکی پر مخ یی د یوه نوی دولت چی دانګریزانو په مرسته جوړ او تاسیس سوه ؛ او وروسته هم دا ډول بنګلا دیش له پاکستان څخه جدا او دیوه مسقیل دولت په توګه دملل متحد له خوا په رسمیت و پیژندل سوه او هم دا ډول دفیلیپین ؛ نیفال سریلا نکا دا هغه دولتونه دی چی دنیمی پړی را په دی خوا هم په اداری فساد ؛اختلاص ؛ رشوت او داسو نورو مشکیلاتو باندی مبتلا لاس او ګریوان دی ؛ نو زه کوښښ کوم چی بیرته واصلی موضوع ته را وګرځم ؛ هغه داچی

ددی نظام نسخه هم موږ ته د پردو له خوا را لیږل سوی او جوړه سوی ده ؛ خو د حل لاره یی په دی اساسو شرایطو کښی باید وپلټل سی او خلګ باید دډیر غور او فکر څخه کار واخلی چی ددی کاندیدانو په منځ کښی کوم کاندید سته چی هغه یوه ملی روحیه ولری او افغانستان واقعا پر ګران وی او ددی خاوری او ددی اولس ساتنه او خدمت وکړی او افغانستان یوموټی او دپردو دمنګولو او دسیسو څخه په امان کړی . 

خو په ډیره خواشنی سره باید خلګ له دی کبله ډیر امید لرونکی وه نه اوسی ؛ دا ځکه چی د تیرو شوه دولوسو کلنو په موده کښی ددی نظام دولتی میکانیزم او جوړښت پر ډیرو فاسدو اشخاصو متمیرکز وه ؛ له بله پلوه دتیرو دولوسو کلنو په موده کښی وسیاسی احزابوته دسیاسی روشت زمینه برابره نکړه علت دا وه ؛ چی دیوه غښتلی سیاسی حزب څخه غربیانو ویره درلودل په داسی حال کښی چی د۲۰۰۱ کال را په دی خوا په ټولنه کښی تر پنځه پنځوس احزاب قانونی راجیستر سوی خو درشت او تکامل پروسیجیر یی ډیر کوند او ضعیف وه چی علت یی پورته تشریحه سوه ؛ نو اولس ته په دی تاریخی اساسه مرحله کښی پکار ده چی لمړی باید داور شغلی خاموشه کړی .

او بیا به په ټولنه کښی د خپلو اینده نسلونو ته ده یوه ښه او سوکاله ژوند دبرابرولو په خاطر دمبارزی و ډګر ته ور دانګی او په یوه اخلاقی او انسا نی چوکاټ کښی به دخپلو خلګو د حقوقو غوښتنه کوی ؛ چی دا مسوولیت دهر افغان پر اوږو پروت دی او په دی لاره کښی به نه ستړی کیدونکی مبارزی ته دوام ورکوی.

په درناوی
پوپل زی
لندن
۰۵/۰۲/۲۰۱۴