آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

آیا په رښتیا ښاغلی حامد کرزی تر فشار لاندی دی

داوسنی پیشرفته تیکنالوژی په برکت سره په میډیا کښی مو دښاغلی حامد کرزی دافغانستان د اوسنی ریس جمهور هغه تلویزونی وینا چی خپره سوه په ملی او بین المللی سطحه یی په عامه ذهنتونو کښی مختلیف سوالونه را منځ ته کړل .
چی حتا امریکایی لوړپوړو چارواکو هم خپل مخالیفت دحامد کرزی ددی تلویزونی وینا په مقابل کښی څرګند کړی .
آیا لوستونکی به زما ددی نوشتی سره په کومه اندازه موافق وی چی رښتیا هم دافغانستان ریس جمهور تر فشار لاندی دی؟ او که دا هم داستعمارګرو قوتو هغه سیاسی فریب او چل دی چی عامه ذهنتونه ګډو وډ کړی ؛ او انارشیزم اود ګډوډی دا حالت هم داسی پر خپل حال وساتی .
نو که ښاغلی حامد کرزی په خپلو ویناواومطبوعاتی مرکو کښی چی په دی اواخیرو کښی یی دامریکایانو بر خلاف څرګندونی وکړی و یوه سیاسی تحلیل ته اړتیا سته ؛ خو باید دښاغلی ریس جمهور څخه دا سوال وسی چی تاسی خو هم دامریکایانو په مرسته وقدرت ورسیده لاست او هم دا ډول ستاسو کاری ټیم چی جنګی مجریمین وه هم دامریکایانو اوانګریزانو په مرسته او کومک وقدرت ته ورسیده د ۱۲ کالو په جریان کښی دهمدی استعمار ګرو قوتو له خوا چی هر پښتون دطالب او القاعدی تر نا مه لاندی یی شهید اوزندانی کړی او ددی قوم په وژولو او نابودولو کښی همدغه جنګی ډله او دغه استعمار ګرو مستقیمه برخه درلودل. او تاسو یی تنها د پښتنون قوم دبدنامی او لمنځه وړولو په خاطر ودی مقام ته ورسولاست چی دا دوښمنی دپښتنون دقوم سره داوس څخه نده چی استعمار ګر قوتونه یی پر مخ بیایی دا دوښمنی ده ۱۸۹۳ څخه را په دی خوا شروع ده کله چی انګریزی استعمار ګرو د پښتون دغه غټ قوم پر دوبرخو وویشی . په دی تیرو سوه دولوسو کالو کښی چی ستاسو دغه جنګی مجرمینو ډلی چی ټول ملت ورڅخه شکایت کوی هرنوعه جنایت یی ددی دولوسوکالو په جریان کښی تر سره کړی. په عینی حال کښی باید یاداوری ددی وکړو چی بلی یو تعداد موقتی پروژی او کارونه وسرته رسیدلی دی خو متاسفانه نوموړی پروژی هم زیربینایی شکل نه درلودی، په تناسب دهغه بین المللی کومکو چی ددی دولوسو کالو په جریان کښی ستاسو اوسنی دولت تر لاسه کړی دی چی ولس ودی مهم ټیکی ته هم اشاره کړی ده چی ددی بین المللی کومکو او مرستو څخه په هغه اندازه چی باید دولس دخیر او ښیګڼی له پاره ورڅخه استفاده سوی وای ونه سول او نوموړی مرستی او کومکونه ټول دهمدی جنګی ډلو او دهمدی کاری ټیم وجیبو ته ولویدی. پر ځای ددی چی همدی د بشر دحقوقو ټیکه دارانو خو باید ستاسو څخه په کلکه پوښتنه کړی وای او یاهم یی خپلی نظامی سیاسی او اقتصادی مرستی درولی وای په جریان ددی دولوسو کالو کښی چی هرنوعه سیاسی ، اقتصادی، نظامی، اداری فساد رشوت او اختلاص، او همدا ډول دقاچاقو کاروبار کار شکنی او غیری مسلکی عناصر ځای پر ځای تعینول اود همسایګانو غلطی سیاسی استفادی او هم دا ډول دجها نی استعمار ګرو سیاسی نظامی او نوری غوښتنی دا هغه فکتونه دی چی علت یی ټوله دهمدی نظام زیږنده ده ، چی په نیهایی ډول دا خپله داستعمار هغه نښی او شکلونه دی چی نوموړی نظام یی وخپلواکی او استقلالیت ته نه دی پری ایښی . نو په دی اساس . چی دا موضوع فعلا ولس ته څرکنده ده چی ستاسی ددی جنګی ډ لی او ټیم څخه امریکایی او انګریزی استعمار ګرو په جریان ددی دولوسو کالو کښی یی هیڅ نوعه پوښتنه او تحقیق ونکړی په شمول ستاسو او ستاسوددی کاری ټیم څخه برعکس نوموړو جهانی قوتو هر ځل دمیډیا له لاری یی دا موضوع داسی علان کړی ده چی زموږ پر ستراتیژی په افغانستان کښی هیڅ نوعه تاثیر نه کوی نو ددی سوال جواب خو هم دادی چی ستاسو او ستاسو د نظام تر شا خو هم دا استعمار ګر قوتونه ولاړ دی . نو اوس ولس ستاسو په دی نارا ضایتی څه باور وکړی.
او که برعکس امریکایان او یا انګریزی دام؛آی؛سکس جاسوسان ستاسوڅخه او یا ستاسو دکاری ټیم پر ضد سیاسی کړنلاره غوره کړای وای نو بیا به دلته هیڅ داسی سوال نور و لوستونکو ته پاته نه وای چی پر هغه دی بحث وکړی او یا نظر ور کړی ؛ داځکه چی نوموړی نظام او د نوموړی نظام دغه کاری جنایت کاره ټیم د همدی استعمار ګرو قوتو وقدرت ته رسولی دی. او همدا ډول دجهانی استعمار ګرو قوتو ګټی په همدی نظام کښی نغښتی دی چی په نتیجه کښی تنها د عامه ذهنتونو مصروفول او دیوه خاص روانی حالت ترسیمول دی نورڅه دلته وجود نلری؛ چی د مثال په ډول کله ناکله هم ستاسو نظام داداری فساد او اختلا ص له کبله هم فاسیدترین نظام د جهان دهیوادو په قطار کښی معریفی کوی خو بر علاوه بیا هم امریکایی او انګریزی سیاست مداران په کراتو سره دا علان کړی دی چی زموږ پر سیاسی اړیکو او ستراتیژی باندی به کوم تاثیر ونکړی.
چی دلته هم دپورتنی تفصیل مطابق بیا هم جهانی قوتو د۲۰۱۴ کال سیاسی تګلاره چی په عینی زمان کښی هم سیاسی انتخابات دملک او ورسره دعساکرو وتل دافغانستان څخه شامل دی. داسی یی یو مجهول حالت ته لاره هواره کړی ده چی بیا هم په نوموړو انتخاباتو کښی ددی استعمار ګروقوتو په خوښه او رضاه داسی یو بل جاسوس او کاری ټیم تعین کړی چی دهمدی یرغلګرو ګټی په صحی او منظم ډول خوندی کړای سی . 

۱۳/۰۳/۲۰۱۳
پوپل زی