آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د روسی او غرب تر منځ ستراتیژیک مخالیفت

ګرانو اومحترمو لوستونکو 
داوسنی پیشرفته تیکنالوژی په برکت سره جهانی شخړی دقوتو ترمنځ په ډیره چټکتیاسره عامه ذهنتو ته رسول کیږی او جهانی کشمکش ددی قوتو ترمنځ دساړه جنګ نه وروسته او په خاص ډول دروسی دسیاسی نظام دړنګیدونه وروسته ویوی نوی مرحلی ته داخل سوه،
او دروسی نوی نظام دخپلو هغو اشتیهبا هاتو دتلافی کولو په غرض ویوه نوی ستراتیژک تړون ته چی دشانک های تر عنوان لاندی وه ؛ جوړ او د چین سره یوځای یی وجهانی کشمکش ته دقوتو ترمنځ نوی صفحه خلاصه کړل چی نوموړی تړون په ستراتیژی لحاظ دوارسا و تړون ته مشابهت لری خو په سیاسی او ایډیالوژیکی لحاظ د زیات تفاوت لرونکی تړون بلل کیږی. چی ددی نوموړی تړون نتایج موږ ددی څوتیرو کلو په جریان کښی مشاهده کړل ؛ خوصوصا دمنځنی ختیځ په هغو هیوادو کښی چی دغربی متحد بلاک له خوا پر اعراق ؛ لیبیا ؛ باندی نظامی حمله تر سره سول ؛آیا ؟ اوس سوال رامنځته کیږی چی ولی په سوریه کښی دمللی متحد د پخوانی ریس کوفی هانان ماموریت د ناکامی سره مواجی سوه او پر ځای یی لاخضر ابراهیمی مقرر سوه او په دی اوخیرو کښی دموطبعاتو له لاری دا هم اعلان سول چی لاخضر ابراهیمی هم په دی ماموریت کښی د ناکامی سره مخامخ دی ؛ دلته سوال دادی چی تر اوسه هم دروسی او امریکی تر منځ ایډیالوژیک مخا لیفت لا پر خپل حال پاته دی او روسیه دتیرو ۱۵ کالو په تناسب بیا په یوه اقتصادی قدرت تبدیله سوی ده نو اوس خپل مخالیفت په ښکاره ډول دغربی متحید ینوته ښکاره کوی ؛ تر کومه ځایه چی دامنیت په شورا کښی روسی او چین خپل دریز ښکاره کړی چی دسوریی پر ضد نظامی حمله ویټو کړی او هم دا ډول یی خپله ستراتیژی دایران په وړاندی لا له پخوا تشریح کړی ده چی دایران پر ضد دهرنوعه نظامی حملی مخالیفت ښودلی دی چی دا په ماهیت کښی دروسانو ضدیت دغربی بلاک په مقابل کښی په ګوته کوی ؛ دا په واضع ډول نماینده ګی ددی کوی چی یو دخطر زنګ یی وغربی متحد ینوته اعلان کړی ؛ ځکه چی دروسی هغه پخوانی دسلاح رانیولو ملګری هیوادونه ددی ۱۵ کالو په جریان کښی یو په بله له منځه ولاړل اود نوموړی هیوادو نظامونه دامریکی اونورو غربی متحد ینو له خوا دسیاسی او نظامی فشار په نتیجه کښی سرنګون او له منځه ولاړل روسیه چی هم پخپل ماهیت کښی دامنیت دشورا دایمی غړی دی او حق لری چی د سلاح تولید او خر څلاو وکړی مطابق دامنیت دشورآ دپریکړو پرآساس او همدا ډول حق د ویټوهم لری دپورتنی تشریح مطابق چی روسیه هم پخپل ذات کښی یو استعماری هیواد بلل کیږی چی دا دروسی غبرګون دامریکی او دمتحدینو پر ضد خپله وروسی ته هم ډیر مهم دی ځکه چی روسیه لکه څنګه چی ذکر سول چی یو استعماری هیواد دی که نوموړی سیاسی او نظامی فشارونه نور هم زیات سی نو خطر ډیر محسوس کیږی چی یو جهانی جنګ ددی استعمار ګرو قوتو ترمنځ شروع سی . دا ځکه چی روسیه ورځ تر بلی خپلی ګټی په جهانی ویش کښی دیوی اینزیوا په حا لت کښی وینی ؛ دا چی غربی متحدین هم د نظامی برخورد څخه پر شا او په مقابل کښی یی دسوریی ددولت دمخالیفینو سره مرستی زیاتی کړی تنها علت هم دا وه چی دروسی ددی غبرګون په نتیجه کښی دسوریی دولت دامریکی اونورو غربی متحیدینو دنظامی حملی څخه په امان پاته سوه؛ 
ترکومه ځایه چی اوسنی جهانی کشمکش په دی حاسا سو تاریخی شرایطو کښی ددی قوتو ترمنځ دافغانستان؛ اعراق ؛ لیبا؛ ایران؛ اوسوریی ترمنځ موجود دی نو غربی بلاک خصوصا دساړه جنګ دختمیدو نه وروسته اوخوصوصا دروسیی برخه په جهانی فیصلو کښی کم رنګه او لږ ده نو غربیان د هیڅ نوعه فرصت څخه لاس نه اخلی هر نوعه امکانات چی یی په قدرت کښی وی ور دانګی دا ځکه چی په دی تیرو (۱۲) دولسو کلو کی شرایطو وښودل چی دغربی بلاک سیاسی ؛ او نظامی فعالیتونه په افغانستان کښی او په اعراق او لیبیا کښی کم رنګه او ناکام وه چی ددی نظامونو پر قدرت را وستل دامریکی او د متحیدینو له خوا هم د مختلیفو عواملو درلودونکی دی ؛ چی یو مثال یی هم دافغانستان داوسنی نظام څخه په ملی او بین المللی ډول سره نارضایتی ده چی موجوده ده ؛ او خلګ ورځ تر بلی نا امینده دی ؛ دا ځکه چی اداری فساد ؛ رشوت اختلاص؛ دموخدره موادو کارو باریان ؛ په اخلاقی فساد ککړاو داسی نور دا هغه مرضونه دی چی زموږ ټولنه او خلګ یی ددی تیرو (۱۲) دولوسو کالو را په دی خوا په مبتلا کړی دی خو متاسفانه کوم ډاکتر چی یی واعلاج ته ورغلی دی او هلته په داخل دکور کښی قرار لری هغه ډاکتر پخپله هم په دی مرضو اخته او مبتلا دی .
او دبلی خوا دغربی متحد بلاک وتل دافغانستان څخه په زیات شمیر په ۲۰۱۴ کال کښی دا هم دروسیی او چین هغه سیاسی فشار وه چی دامنیت په شورا کښی یی غربی بلاک ودی ته مجبور کړی چی دهغو عساکرو تعداد دکمیت پر اساس چی په افغانستان کښی قرار لری را کم کړی دا ځکه چی روسیه او چین نه غواړی چی ودی ته دی نژدی د غربی متحد بلاک نظامی قوه پرته وی . 
هم دا علت دی چی امریکایی او انګریزی سیاست مداران او نظامیان کوښښ کوی چی ددی جنګ لمنه اوږده کړی او په منطقه کښی دوامداره انارشیزم برقراره کړی ؛ او دا وښوی چی په منطقه کښی جهانی توروریزم لا موجود دی او ددی ګډوډی او انارشیزم د تکثیرولو په غرض یی په منطقه کښی یی دپاکستان جنرالان او د آی؛سی؛آی استخباراتی شبکه انتخاب کړی ده چی په دی منطقه کښی ګډوډی او انارشیزم ته هم داسی ادامه ورکړی. هغه متل دی چی په یوه مرمی باندی دوی مرغی ښکارول نوغربی متحد بلاک دپاکستان ودی استخباراتی جنګ ته اجازه ور کړی ده چی په منطقه دانارشیزم او ګډوډی پروسه هم داسی ژوندی وساتی ؛ دا ځکه چی دیوی خوا به دا ښودل سوی وی چی خطر لا موجودی اود بلی خوا به هم دوخت په تیریدو سره دپاکستان دغه موجوده فرسوده سیاست نور هم رسوا او داینزیوا خواته ولاړسی چی دا زموږ دخلګو او ملک په ګټه دی ؛ دا ځکه چی ده افغان معصوم ولس دا (۳۳) کاله موده کښی د هم غه شان دسیسو قربانی سوی دی ځکه چی امریکایان او حتا انګریزی سیاست مداران اوس په دی حقیقت پوه سوی دی چی دا آی؛ایس ؛آی جاسوسی شبکه مستقیمآ د سخت دریزو ملاتړ او کومک کوی چی مثالونه یی لکه په هند کښی دحملی په نتیجه کښی ۲۵۰ بیګناه انسانان مړه سول چی ددی حملی تر شاه لښکری تیبه چی دا سخت دریزه ډله په منظم ډول دآی؛ایس؛آی څخه کومکونه تر لاسه کوی او هم دا ډول په افغا نستان کښی د دی تیرو (۱۲) کلو په جریان کښی دغربی متحدی نظامی قوی پر ضد او د افغان ولس پر ضد جنایتکارانه او تخریبی عملیات ترسره کوی چی ډیر ژوندی مثال یی دیوه کال را په دی خوا دکنړ پر ولایت او ولسوالیو باندی د درنو وسلو ګذارونه ؛ چی په نتیجه کښی به وخت دا ثابته کړی چی د پاکستان اوسنی سیاسی نظام به په جهانی سطه مونزوی او دیوه ډیر غټ مشکل سره لاس او ګریوان سی ؛ چی دا پروژه اوس امریکایانو او انګریزانو په ګډه سره دیوی ستراتیژی په حیث منلی ده ؛ 
پوپل زی
لندن
۱۷/۰۱/۲۰۱۳