آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

دسرطان دانــــه

 

ګرانو او محترمو لوستونکو:

کوم وخت چی په ۱۹۴۵ کال پر نهمه دمای دوهم جهانی جنګ وپای ورسیدی نو په ۱۹۴۷ کال کښی داینګللستان په کومک پاکستان نوی تولد سوه او په کال ۱۹۴۷ کښی دمللی متحد دسازمان له خوا دیوه رسمی او مستقیل دولت په حیث دنړی دنقشی پر مخ را ښکاره سوه .
چی په ډیره خواشنی سره باید ووایو چی دافغانستان ددولت ټولو زمامدارانو دډیورینډ د تحملی کرښی په مورد کښی یی ددی (۶۵) کالو را په دی خوا یی یو روښانه تګلاره او ستراتیژی نه در لودل همیشه یی د بلوڅو او پښتونستان دحقوقو تر عنوان لاندی په ډیره کمه اندازه په مطبوعاتو کښی د هم دی استعماری کرښی په مورد کښی معلومات و عامه ذهنتو ته رسول پر ځای ددی چی دا باید دنسلونو وذهنتو ته داسی رسیدلی وای چی په نتیجه کښی باید دا تحملی استعماری کرښه دخلګو پر ژبه اوذهنیت کښی د نفرت په ډول تبلیغ سوی وای او ددی د پاره یی دولسونو دملاتړ دپاره مشخصه ستراتیژی جوړه کړی وای او د هغه دپاره یی په ملی سطحه دوامداره دنظارت کمیټه هم تاسیس کړی وای چی په نتیجه کښی دی کمیټی باید کلنی خپل دکار راپور ودولتی لوړو مقاماتو ته وړاندی کړی وای چی دا هم ددی تحملی استعماری کرښی داخلی بورډ دی چی متاسفانه زموږ زمام دارانو ددی تیرو (۶۵) کالو په جریان کښی ونکړل ؛ دا تحملی کرښه چی د .
امیرعبدالرحمن خان د زمام داری په وخت کښی دانګریزی استعماری دولت له خوا او د امیر عبدالرحمن له طرفه د سلو کالو په غرض امضاه سوه لنډ تفصیل یی دادی.
امیر عبدالرحمن خان دافضل خان زوی د امیر دوست محمد خان لمسی چی په ۱۸۳۰ کال کښی وزیږیدی ؛امیر ۹ کلن وه چی دخپل پلار له خوا و بلخ ته ور وغوښتل سوه ؛ او هلته یی پلار غوښتل چی زوی یی تعلیم وکړی خو متاسیفانه امیر عبدالرحمن خان دتعلیم سره شوق نه درلودی خو پر ۱۳ کلنی امیر عبدالرحمن دامیر دوست محمد خان له خوا د تاشقرغان دحاکم په صفت تعین کړی چی څه موده وروسته یی استعفی ورکړل.
چی وروسته له دی یی پلار امیر دشرابود چیښولو او چرسود سکولو په تور بندی کړی ؛ خو کوم وخت چی د امیر دوست محمد خان سپه سالار شیر محمد خان مړ سوه نو امیر دوست محمد خان خپل زوی امیر عبدالرحمن دبندی خانی څخه خلاص کړی او خپل سپه سالار یی مقرر کړی. کوم چی امیر دوست محمد خان دهرات دنیولو وروسته وفات سوه نو پر ځای یی امیر شیرعلی خان و قدرت ته ورسیدی دامیر شیرعلی خان او امیرعبدالرحمن خان تر منځ روابط ډیر تیرینګلی وه خو په نتیجه کښی امیر عبدالرحمن و بخارا ته وتښتیدی او د څو مودی وروسته بیرته و افغانستان ته راغلی او په بدخشان کښی د محمد اعظیم خان سره یو ځای سوه او د کابل پر خوا یی حرکت وکړی.
او د امیر شیرعلی خان د پو ځونو له خوا یی ماته وخوړل او وروسته بیا بخارا ته وتښتیدی؛ خو کوم وخت چی انګریزی استعماری دولت پر افغانستان حمله وکړل امیر عبدالرحمن د بخارا څخه را وتښتیدی او په بلخ او بدخشان کښی یی خلګ را جمع کړل او دجنګ په غرض یی دانګریزانو پر ضد دکابل وخواته حرکت را وکړی په چاریکار کښی د انګریزی استعماری قواو له خوا و امیر ته پیغام را ورسیدی چی موږ تا منو کیداسی چی خپل نماینده وکابل ته را واستوی . 
او امیر عبدالرحمن خان خپل کاکا محمد یوسف خان کابل ته د خپل نماینده په توګه ور معریفی کړی ؛انګریزانو له یوی خوا دجنګ په نتیجه کښی ډیر تلفات لیدی وه او دبلی خوا هم په اینګلیستان کښی لیبرالان و قدرت ته رسیدلی وه نو یی زیات کوښښ کاوه چی خپلی پښی دا فغانستان څخه سپکی کړی او خپل یو نماینده تعین کړی چی ددی کار لپاره یی امیر عبدالرحمن پیداکړی ؛ او پر ۳۰ دجولای د ۱۸۸۰ کال کښی دامیر او انګریزی استعمار ګرانو ترمنځ ملاقات تر سره سول چی په نتیجه کښی دهمدی معاهدی چی دګندمک په نامه یاده سول راغلی وه چی امیر باید دنورو هیوادو سره سیاسی اړیکی بدون د انګریز د دولت د مشهوری پرته تر سره نکړی چی دا په نهایت کښی دافغانستان استقلال تر سوال لاندی راغلی.
داچی انګریزی استعمار ګر نظام دهند په لویه قاره کښی مخ پر سقوط وه نو دخپلو سیاسی؛ اقتصادی ؛ او منطقوی نفوذ دساتلو له پاره یی دپښتون قوم پر دو برخو وویشی او دډیورینډ استعماری خط اسناد پر ۱۲ د نومبر ۱۸۹۳ کال چی مصادفه ده ۲ جمادی الاول د ۱۳۱۱ هجری قمری کال سره مطابق دی امضاّ سوه چی دا تحملی خط بیا خصوصا د پاکستان تر ازادی وروسته یعنی ۱۹۴۷ کال کښی دافغانستان او پاکستان تر منځ دسرتان ددانی په ډول تبدیل سوه او پاکستان ددی تیرو (۶۵) کالو په جریان کښی دافغان ولس په مقابل کښی د هیڅ نوعه جنایت او ورانکاری څخه مخ ندی اړولی همیشه یی ددی اولس او خاوری په مقابل کښی دخپلو اهدافو په غرض دانسانیت څخه لیری او د اسلام د مقدس دین خلاف جنایتونه کړی دی ؛ او امیر عبدالرحمن خان ودی ته پخپل اثر تاج التواریخ کښی هم اشاره کړی ده چی ددی سند په امضاّ کښی دانګریزانو له خوا پر ما فشار وه او پر ما ددغه سند امضا کول تحمیل سول ؛ اصلا په حقیقت کښی انګریزی استعمار ګر نظام دهند د اوقیانوس یوه برخه یی دلاسه ورکړل خو په مقابل کښی یی دهند داوقیانوس بله برخه تسخیر کړل چی هغه ته اوسنی ګوادر بندر ویل کیږی چی دا بندر په اقتصادی لحاظ ډیر مهم دی ځکه چی دهمدی بندر څخه دهند و اوقیانوس ته لاره لری او ارتباتی خط تر اروپا او امریکی پوری دی چی په اقتصادی لحاظ وغربی نړی ته دقدر وړ دی .
دډیورینډ تحملی خط چی ملی او بین المللی بورډ لرونکی خط دی په ملی سطحه د(۶۵) کالو په جریان کښی دافغانستان ټولو زمام دارانو ویټو کړی دی او هغه یی دافغانستان دخاوری برخه بللی ده ؛ او بین المللی بورډ یی په اوسنی (۲۱) پیړی کښی وامریکی او ونورو غربی هیوادو ته خاص داهمیت لرونکی بندر دی چی امریکایان او نور غربی نړی کولاسی چی په ډیر سهولت سره خپلو ستراتیژیکو مخو او هد فو ته ورسیږی ؛ په خاص ډول د اوسنی نړی کښی دچین داقتصادی پیشرفت دمخنیوی په غرض چی امریکایان نه غواړی چی چین دی په نوموړی منطقه کښی نفوذ وکړی.
نو د همدی سیاسی ملحوظاتو لکبله امریکایان او نور غربی نړی نه غواړی چی پاکستان له خپل ځان څخه خفه کړی او په همدی ډول پاکستان هم دغربی نړی څخه دخپلو امتیازاتو غوښتونکی دی او دا تحملی استعماری کرښه چی یو ملت یی پر دو برخو ویشلی دی ویوی پراخی بین المللی ناستی او غونډی ته ضرورت لری چی دا معظله جهانی قوتو ومنځ ته راوړی وه او هم دوی ددی معظلی دحل لاره باید وپلټی . پوپل زی لندن ۰۱/۰۳/۲۰۱۳