آرشیف

2021-1-9

eazam

د سعادت او نېکمرغۍ اسباب دوهمه برخه

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:
( په تېر پسې )
۲: د سعادت او د نېکمرغۍ له اسبابو څخه يو د علم حاصلول دي.
الله تعالی د علم حاصلول په دُنيا او آخرت کې   د لوړوالي سبب ګرزولی دی: الله تعالی فرمايلي دي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( المجادلة: ۱۱ )
ژباړه: الله  تعالی  په تاسو کې   د هغو کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړی او علم ور کړی شوی، او الله  تعالی  په هغه کارو چې تاسو يې کوئ ښه خبر دی!!
۳: تقوی او پرهېزګاري د نېکمرغۍ بل ستر سبب دی: الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا،  وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ  [الطلاق:٢-٣]،  
ژباړه: او څوک چې له الله – تعالی – وېره کوي، ( الله تعالی ) به هغه ته د خلاصون لار پيدا کړي او له يوه داسي لوري به روزي ور کوي چې دی يې ګومان نه کوي!!
۴: پر الله تعالی توکل:
الله تعالی پر هغه توکل د بنده لپاره د کفايت او الهي مرستي لامل ګرزولی دی. الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ [الطلاق:٣]. 
ژباړه :او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو هماغه يې کافي او بس دی!!
معلومه خبره ده چې د چا لپاره الله – جل جلاله – کافي شي، د هغه د دُنيا او آخرت نېکمرغي په برخه شوه.
۵: د احسان دواړه قسمونه: د الله تعالی صحيح عبادت او د مخلوق سره ښه ژوند کول هم د سعادت او د الله تعالی د رحمت د حاصلېدو سبب دی:
الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ رَحْمَةَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ  [ الأعراف :٥٦ ]
ژباړه: يقينًا د الله – تعالی – رحمت نېکانو ته ور نږدې دی!!
له دې مبارک آيت څخه معلومېږي چې احسان د الله تعالی د رحمت سبب دی.
په چا چې د الله تعالی رحمت وشي،  هغه نېکمرغه دی.
۶: صبر او تقوی: په دې سره ښې نتيجې په دُنيا او آخرت کې   په لاس راځي.
الله تعالی فرمايلي دي: وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:١٣٢]  ژباړه: او ښه انجام د تقوی خاوندانو لره دی!!
( نور بيا …)
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام