آرشیف

2020-12-21

eazam

ښه مسلمان څوک دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – ، قَالَ : قَالَ رَسُول الله – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيهِ (رواه الترمذي ص:۵۸ ج : ۲ و ابن ماجة ص: ۲۸۶)
له حضرت ابوهريره- رضي الله عنه- څخه روايت دی چې رسول الله- صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : د بې فائدې شيانو پرېښودل د سړي د اسلام د ښه والي دليل دی!!
يعني څوک چې بې فائدې کړه وړه پرېږدي، دا د دې دليل دی چې دی ښه مسلمان دی او ايمان يې کامل دی.
په دې حديث شريف کې د ښه مسلمان دا نښه ښودل شوې، چې له بې فائدې کارو به ځان ساتي، کوم چې نه ور ته په دين کې ګټه لري او نه په دُنيوي ژوندانه کې.
که څوک په دې حديث عمل وکړي، نو په دې سره به يې وخت هم له ضائع کېدو څخه وساتل شي، دين به يې سالم شي،خوشحالي او راحت به يې په برخه شي.
ځکه څوک چې د خلګو په هغو کارو کې مداخله کوي، چې په ده پوري اړه نه لري، نو پايله به يې سرګرداني او ستړيا وي،خو کله چې سر نه پرې ګرزوي او صرف هغه کار ته متوجه وي کوم چې ده ته مهم او ګټور وي، په دې سره به آرام او اطمينان شي.
 وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين
ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام